د پښتونخوا د شعر هارو بهار

د پښتونخوا د شعر هارو بهار
                              جیمز ډار مسټتر
           د عبدالباري جهاني په زیار
 
د څلورم چاپ لپاره سریزه:
د پښتونخوا د شعر هارو بهار کتاب د پښتو ژبي اولسي سندرو ، چاربیتو او ادب داسي یوه مجموعه ده چي که د جیمز ډارمسټټر په زیار ترتیب سوې نه وای نو د پښتنو د تاریخ یو مهم فصل به، چي له سیکهانو او انګرېزانو سره د پښتنو مبارزې او سرښندني دي، ورک وای. دغه راز به په نولسمه پېړۍ کي د پښتو ژبي، په تېره بیا د پېښور په شاوخوا علاقه کي، د اولسي سندرو څرک نه وای لګېدلی او د سینه پر سینه نقلېدلو په جریان کي به دا سندري یا له منځه تللي او یا مسخ سوي وای. که څه هم چي زه یقین لرم چي په نولسمه پېړۍ کي به، چي د پښتنو او سیکهانو او پښتنو او انګرېزانو ترمنځ د سختو جنګونو کلونه دي، ډېري زیاتي اولسي سندري ویل سوي او له منځه تللي وي خو دا نسبتا وړه مجموعه لږترلږه د خپل وخت د اولسي ادب یو ښه ښکارندوی دی.
کاشکي د ډيورنډ د کرښي دې خواته هم د پخوانیو اولسي سندرو د ټولولو لپاره چا ملا تړلې وای. تر کومه ځایه چي ماته معلومات سته، په دې برخه کي تقریبا هیڅ کار نه دی سوی او حتی د محمدګل نوري په څېر لویو خدمتګارانو څخه هم دغه برخه پاته سوې ده. البته  مرحوم محمدګل نوري د پښتنو د فوکلور د خزانې، په تېره بیا اولسي نکلونو، په ساتلو او ټولولو کي دونه زیار ایستلی دی چي نوم یې باید د تل لپاره په بشپړ درناوي یاد سي خو بنده ټول کارونه نه سي کولای. په کار وه چي دې مهمي او تاریخي برخي ته کوم بل چا توجه کړې وای.
د بلوچستان د صوبې د پښين اوسېدونکي مرحوم صاحبزاده حمیدالله، چي د پښتو ژبي د خدمتګارانو څخه وو، د غرونو څوکي په نوم، د فوکلوري سندرو یوه مجموعه، زیات و کم نیمه پېړۍ مخکي، را غونډه کړې وه؛ البته هغه مجموعه، که څه هم چي په خپل ځای کي ارزښت لري، خو نه د متن او نه د شکل له پلوه د پښتونخوا د شعرهاروبهار سره برابره ده.
زه، په افغانستان کي، په تېره بیا د کندهار د کلتوري حوزې په شاوخوا کي،  د نولسمي پېړۍ د اولسي سندرو په باب چنداني معلومات نه لرم او یقین لرم چي چا به راغونډي کړي نه وي خو د یوې سندري له یوې برخي څخه، چي ما په وړوکوالي کي له خپلي مور څخه اورېدلې ده، ښکاري چي په هغه وخت کي اولسي سندري، چي له وزن او طرز څخه یې سړی اټکل کولای سي، په مجلسونو او یا ښايي له ساز سره به ویل کېدلې، موجودي وې. دا سندره د امیر عبدالرحمن خان په زمانه کي جوړه سوې او د کندهار د ښار په دننه کي، د کابل په دراوزه کي، د سړک د جوړولو، په خلکو د جبري کار کولو او د ځینو قومي مشرانو د عکس العمل څرګندوی ده.
په ښار د کندهار کي له مخلوقه ده لار ورکه ×××××××× د لوی امیر سړکه
سړک یې تېراوی ×× کارېز یې ګډاوی( ګډاوه، یا نړاوه )
حاجي یارمحمدراغی نه اسمان ګوري نه مځکه  ××××××××  د لوی امیر سړکه
راغلل خیاطان××××××× پر اوږو یې ماشینان
سړک لره چي راغلل ماشین ولوېدی پر مځکه ××××××××× د لوی امیر سړکه
راغلل نجاران××××××× ورسره وه شاګردان
تېشه پر سړک پاته نه اره وه نې درکه ××××  د لوی امیر سړکه
د شلمي پېړی د دېرشو د لسیزي په سر کي، د کندهار د کلابندی، سقاوي رژیم او له هغه سره د ځینو مشرانو د همکاری په باب سندري لیکل سوي او ویل سوي دي؛ خو له بده مرغه چي هیچا تر اوسه توجه نه ده ورته کړې او زه یقین لرم چي د اولس په حافظه کي به هم نه وي پاته.
د سقاویانو په مقابل کي د والي علي احمدخان د مقاومت، د هغه د نیول کېدلو او اعدامولو په باره کي یوه سندره جوړه سوې وه، چي اوس په بشپړه توګه ورکه ده او د هغه وخت ډېرو پېښو ته اشاره پکښي سوې وه.
د سقاو دي مغزی مات سي والی نه وو د مرګي ××××××××× د سقاو زو حرامي
دغه راز له سقاویانو سره د ځینو غلجیو مشرانو توخو، برکیانو، بابیانو او نورو د همکاری او خواخوږی د څرګندولو او بالاخره د نادرخاني رژیم له خوا د ځینومشرانو په سزا رسېدلو په باب سندري ویل سوي دي او د ځینو مشرانو حاجي شانو، کرو، حاجي یعقوب او نورو نومونه پکښي راغلي دي خو له بده مرغه چي هغه سندره اوس ښايي په بشپړه توګه ورکه وي. یوه سندره، چي ښايي یوازي د توخو د یوه مشر کرو په باره کي، چي تر مرګه د سقاویانو لپاره وجنګېدی، جوړه سوې وي.
د کرو ناوکۍ ژاړي ××× کرو له خدایه غواړي
کرو یې مثله کی موټران پر تېروي ××××××× نادر خان غزا کوي
دغه راز د ۱۹۵۰ د لسیزي په سر کي د دولتي مالیاتو په مقابل کي د اولسونو، په تېره بیا قومي خانانو، عکس العمل په هغه سندره کي څرګندېږي چي د زمینداور د علیزیو د قبیلې د یوه مشر په باب، چي په مقاومت کي ووژل سو، ویل سوې او تقریبا هېره سوې ده.
سلطان مادخان په علیزو کي یو سړی وو××××××××× تنګه ۱ یې نه وړه ډېر توریالی وو
سلطان مادخان ویل زما قام په خرابېږي ××××××× تنګه ده ډېره پر ما درنېږي
یوه خبره یې تر مرګه وه زمری وو ×××××××× تنګه یې نه وړه ډېر توریالی وو
سلطان ماد خان ویل په غرو کي ګرځېدمه ×××××× د ښمن مي راغی زې وویشتمه
ګولۍ یې راکړه د سینې پر پیوستونه ×××××××× تر خوله مي وزي شینکي دودونه
ما اورېدلي دي چي سلطان محمدخان ( سلطان مادخان) علیزی د هغه اخترخان کړوسی وو چي د انګرېز او افغان د لومړي جنګ په کلونو کي یې انګرېزانو ته د سر په کاسه کي اوبه ورکړې او تر مرګه یې له مقاومته لاس وانه خیست. ویل کېږي چي د پښتو ژبي « اختر پټ مېړه نه دی» متل هم دغه اخترخان ته منسوب دی. خبره چي هر ډول وي، که دغه اولسي سندره زموږ په لاس کي وای نو په هغې کي به یقیناً د اولس احساسات له ورایه، په یو څه تفصیل، څرګند وای.
په ۱۹۵۹ میلادي کال کي په کندهار کي د ښځو د لوڅ مخ کېدلو او د حکومت له خوا د ښځو د آزادی د حرکت پر ضد یوه لویه بلوا جوړه سوه. ښورښیانو د ښار یوازینی سینما ته اور واچاوه او د نجونو پر ښونځي باندي یې حمله وکړه. حکومت مجبور سو چي ښارته عسکري قوه او ټانکونه را وباسي. په ‌ډزو کي دوه یا درې تنه ووژل سول او څو تنه ټپیان هم سول. د هغي بلوا رهبري د کرز صالح محمدخان، حاجي حبیب الله او صمد اخندزاده کوله؛ چي حکومت له څو تنو نورو سره بندیان کړل. د هغو پېښو په باب ډېري سندري جوړي سوې چي تر ډېره د خلکو په یاد وې خو وروسته د نورو اولسي سندرو په څېر کرار کرار هېري سولې. ویل کېږي چي د اڅګزیو د غبي زیو د څانګي مشر حاجي دارو خان، په هغه پېښه کي، چي یوازي یوه ورځ یې دوام وکړ، د حکومت طرفداري وکړه او لا یې د صالح محمد خان د حرکت او ملګرو په باب حکومت ته رپوټونه هم ورکړي ول. ځکه نو په اولسي سندره کي د صالح محمدخان سره د دارو خان نوم هم یاد سوی دی. زما د دې سندري یوازي لومړی کسر په یاد وو او د سندري باقي پاته لږه برخه مي د ښاغلي حفیظ الله کرزي په واسطه ترلاسه کړه.
پاچا ظالم سو ربه تې کړې مهربانه ×××× غښتلی زمری سالیماد خانه ( صالح محمد خانه)
سالیمادخان ویل را ټول سی عزیزانو ××× ټکان غواړمه د بلوڅانو
دارو به مړ کړم یا به ځان کړم ګرفتاره ×××××× غښتلی زمری سالیمادخانه
سالیماد خان ویل آزادي نه قبلومه ××××× زه سپیني ښځي نه ورکومه
ښځي یې ورکړې غیرت ولاړی له اسلامه ×××××× غښتلی زمری سالیمادخانه
د افغانستان او انګلیس د دریو لویو جنګونو او د سقاوی د ویرژلي دورې څخه نیولې د وروستیو څلوېښتو کلونو پوري، چي هره ورځ یې له حادثې سره پیل سوې او په ویر او ساندو وتلې ده، چا د اولسي سندرو را غونډولو ته، چي د تاریخي پېښو یو مهم څرګندوی دی، ملا نه ده تړلې. خدای دي وکړي چي د وروستیو پېښو په باره کي، چي اولسي سندري به یې اوس هم لا د چا په یاد وي، د غي برخي ته یو څه توجه وسي.
د پښتونخوا د شعر هاروبهار په دغه سلسله کي، د اولسي سندرو، تر ټولو مهم کتاب دی چي که مشهورفرانسوی مستشرق ډار مسټټر، په تصادفي توګه، ورته متوجه سوی نه وای او سندري یې را غونډي کړي نه وای د پښتنو د تاریخ یو فصل به په تیاره کي پاته وای. ډارمسټټر د دې اولسي سندرو د راغونډولو د کار د پیل په باره کي لیکي: « د ۱۸۸۶ کال د اپرېل د میاشتي پر اوومه د شپې پر یوولس بجې په پېښور کي د خپلي بنګلې په باغ کي ناست وم او د ستورو او ځلاندي سپوږمۍ ننداره مي کوله. په دغه وخت کي مي د خپل سپین ږیري چوکیدار پیرو، چي د خلیلو له قبیلې څخه وو، آواز تر غوږ سو. په بنده او ماته ژبه یې یوه سندره ویله چي ماته د میني سندره ښکاره سوه. ما را وباله او ورته ومی ویل چي سندره راته تکرار کړي. هغه شرمېدی او زما غوښتنه یې ونه منله خو وروسته چي زه ډېر ورته ټینګ سوم نو سندره یې پیل کړه.
( یار مي تللی دی دکن ته زه یې پرې ایښې یم یوازي
ورغلې یم زاری مي ورته کړي. که راجا د آذرآباد سې ماته نه لري هیڅ ګټه)
ما تر لمني ونیوی او ورته ومي ویل چي دوام ورکړه. خو زاړه پیرو خپله سندره بس کړه.  ما نه په ناز او نه په پیسو هغه ته قناعت ورکولای سوای چي خپلي سندري ته دوام ورکړي؛ ځکه چي ده نور څه په چانټه کي نه درلودل. مګر زما علاقه پیدا سوه او له هغې نېټې څخه مي فیصله وکړه چي هر څومره مي وس کېږي؛ د افغانانو اولسي سندري به راغونډوم. دا د تحقیق یوه نوې ساحه وه. په هند کي انګرېزان د هندیانو له سندرو سره چنداني علاقه نه لري....
اولسي او شفاهي سندري، که څه هم چي لوستي کسان چنداني ری نه پکښي وهي او په درنه سترګه نه ورته ګوري، بېل خوند او رنګ لري. دا د بېسوادو شاعرانو سندري دي؛ مګر د هغوی د احساساتو ښکارندوی دي. په دې کي ژوند پروت دی. د خلکو ژوند؛ دا سندري ساده دي او دا ځکه چي د یوه افغان د فکر او مفکورې ساحه محدوده او ساده ده. په دې سندرو کي حقیقت پروت دی، ځکه چي د همدغه ساده افکارو ترجماني کوي او پرته له کوم تعصب او عداوت څخه او پرته له دې چي تر جوړولو وروسته بیا چا غور ورباندي کړی وي، میدان ته سوي دي. په دې سندرو کي ځکه هم قوت او هم ښایست پروت دی چي د قوي جوش او خروښ او ریښتوني ښکلا څرګندوی وي.
په سرحد کي مي هم په څو میاشتو کي تقریبا یوسل او شل سندري غونډي کړې. په دې کي هم عشقي سندري وې، هم ساده اولسي سندري وې او هم سیاسي بدلي وې. که موږ غواړو په دې پوه سو چي افغان څوک دی نو باید چي ټول کتابونه یوې خواته پرېږدو او دی د خپلو اولسي شاعرانو په شعرونو کي پیدا کړو. د دې سندرو خپرېدل به کله کله د دوی د عزت او په کلي توګه د ټول اولس په ګټه نه وي خو یو ډول صداقت پکښي پروت دی. دا د غرنیو خلکو ارزښتونه دي، چي څه یې زړه ته تېر سوي هغه یې په خوله بیان کړي دي. دا شعرونه به په ادبي لحاظ ښکلي نه وي خو د دوی طبیعت او واقعي ژوند بیانوي» ډارمسټټر ص ص ۱۰۵-۱۰۷
  ډارمسټتر دې خبري ته اشاره کوي چي نه جان ویلیم کې د انګرېز او افغان د لومړي جنګ په تاریخ کي او نه هنسمین د دوهم جنګ په باره کي د رپوټ لیکلو په ترڅ کي اولسي ادبیاتو ته توجه کړې ده. په داسي حال کي چي محمدحیات خان، چي د انګرېزانو او افغانانو د لومړي جنګ په وخت کي د انګرېزانو د سیاسي استازي مرستیال وو، لیکي چي د افغانانو د پاڅون لوی علت د ملایانو تبلیغات او د شاعرانو سندري وې. کله چي ملا تبلیغ کوي او شاعر هغه تبلیغ سندرو ته یو سي نو خبره ډېر ژر د توپک ډزو ته رسېږي. هغه کتاب ص ص ۱۴۰-۱۴۱
د ډارمسټتر دا خبري ډېري پر ځای دي چي انګرېزي مورخینو د پښتنو اولسي سندرو ته توجه نه ده کړې، مګر زه دا کار د هغوی سهو نه بلکه یو قصدي کار بولم. دا خبره د منلو نه ده  چي جورج راورټي او ډاکټر بیلیو دي، چي د پښتو ژبي ډیکشنری او ګرامرونه یې لیکل او د پښتنو هري سیمي او د هغې تاریخ ته یې جلا جلا توجه کوله او کتابونه یې ورباندي لیکل د دې سندرو اهمیت ته متوجه نه ول. دا خبره د منلو نه ده چي تور برن د پښتو ژبي متلونه راغونډول او له لنډیو سره یو ځای یې په انګرېزي ژبه ژباړل او تبصرې یې ورباندي لیکلې او د پښتنو فوکلوري نکلونه یې راغونډول او د اولسي سندرو غونډولو ته به یې پام نه وو. بلکه  په دې اولسي سندرو کي د انګرېزي استعمار په مقابل کي د عام اولس نفرت او کرکه بیان سوې ده. هغو خاینو او غدارو خانانو او مشرانو ته بد ویل سوي دي چي له انګرېزي استعمار سره یې، د څو پیسو یا امتیازاتو په بدل کي، همکاري کوله او د اولس ګټي یې قرباني کولې. زه وایم چي دې انګرېزي محققینو او لیکوالانو، نړۍ ته، د پښتنو د تاریخ او کلتور د معرفي کولو په برخه کي ډېر ستر حدمتونه کړي دي خو د دې اولسي سندرو او په هغو کي د عام نفرت د زغملو حوصله یې نه درلوده. دا هم د پښتنو خوشبختي وه چي په دې وخت کي له فرانسې څخه د ډارمسټټر په څېر یو نابغه ختیځ پوه، چي له پښتنو سره یې هیڅ ډول تعصب نه درلود، سیمي ته ورسېدی او، په پراخ زړه او منتهی بېطرفي یې، په داسي مهم کار لاس پوري کړ چي ښايي بل هیچا نه وای کړی. البته په دې مابین کي یې د انګرېزي استعمار د یوه مدح کونکي شاعر سندره هم را اخیستې ده، چي پر سیمه او پښتنو باندي د انګرېزانو د ټولو ظلمونو او ناروا تېریو سره سره د هغوی د عدالت صفت کوي. خو په کتاب کي را غونډو سویو اولسی سندرو ته وګورو نو دا یکي یوه سندره ده چي، هغه به هم، ښايي د انګرېزانو یوه تنخوا خور شاعر لیکلې وي.
 په دې سندرو کي، یا د کاتبانو د بېسوادی او یا تلوار او ښې توجه نه کولو له امله، ډېري بې نظمی او د قافیې غلطی لیده کېږي، چي سړی سترګي ورباندي پټولای سي؛ البته سندرغاړي یې د یوه بشپړ او بې نقصه نظم په توګه وايي. خو که د سندرو بې اندازې زیات اهمیت ته متوجه سو نو دا نقصونه هیڅ هم نه دي.
 ډار مسټټر، د یوه دقیق ختیځ پوه په حیث، په خپل کتاب کي د پښتنو هر ډول سندري راغونډي کړي دي. په دې کي حماسي، عشقي، مذهبي او حتی د یوه غله او یاغي په باب یوه لویه سندره راغلې ده. حقیقت هم دا دی چي که سړی د اولس سندري راغونډوی نو باید چي د ټولني د ټولو اړخونو، پېښو او  اشخاصو په باره کي ویل سوي سندري را غونډي کړي؛ ځکه چي هر یوه سندره د اولس د احساساتو ښکارندوی ده. او د رسمي تاریخ او رسمي رپوټونو بالکل مقابل یا بل رنګ څرګندوي.
د مثال په توګه، په هاروبهار کي د سلطان سکندر مقدوني په باب یوه سندره راغلې ده او له دې سندري څخه د شاعر ټول سپېڅلتوب او ساده ګي څرګندېږي. شاعر د سکندر په باب طبعا کتاب نه دی لوستی او دا معلومات به یې ضرور د خپل کلي او ښار له کوم ملا څخه ترلاسه کړي وي، چي هغه به تر ده هم ساده او بې معلوماته وو. شاعر دونه بې معلوماته دی چي سکندر مومن ، سني او ټینګ مسلمان بولي.
بېشکه وو مومن سني دی ښه وو مسلمان
سلطان سکندر ګوره بادشاه د کل جهان
شاعر دونه بې معلوماته دی چي د سکندر په وخت کي د توپ او د ګولیو خبري کوي او په دې نه دی خبر چي د سکندر له زمانې څخه یو نیم زر کاله وروسته لا توپونه موجود نه ول، او لا باروت چا نه وه پېژندلي.
په دریاب کي یو نهنګ وو چي خدای ده ته کړ اوچت
ده توپې کړې پرې قت
ګولۍ پرې لګېدې نهنګ په بیرته شه روان
سلطان سکندر ګوره بادشاه د کل جهان
زما په وړوکوالي کي، په کندهار کي د غله مامدجان کیسې کېدلې، چي هم یې په کورونو کي د خلکو خوبونه حرام کړي او هم یې په لویو لارو کي امنیت خراب کړی وو. خو کله چي حکومت هغه ونیوی نو له اولسي سندري څخه له هغه سره د شاعر له ورایه زړه سوی څرګندېږي. د دې معنی دا ده چي اولس د خپلو زړه ورو کسانو سره، ولو غله هم وي، او د دوی ژوند یې په عذاب کړی وي، یوه خاصه علاقه لري. دا سندري، لنډۍ او چار بیتي په لومړي ځل اورېدلو سړي ته ډېري بې ګټي معلومېږي خو کله چي یو وخت د یوه قام سیاسي او ادبي تاریخ لیکي نو ګوري چي، په یوه ټاکلې تاریخي مرحله کي، دغه ډول سندري او نظمونه د قام د ذهنیت او احساساتو اصیل او نګه ښکارندوی دی.
مامد جان دوې عورتي×××××××××× لکه چیني لوبتي
یوې توپک ډکوی×××××××××× بلي په لاس ورکوی
مامد جان ږيره پرېوله ××××××× د ارغنداو پر واله
سرکاره زوی دي ومره ×××××××× ږیره یې ناولې یوړه
زما له لومړۍ ځوانی، او حتی وړوکتوب له وخته، د نېستۍ او ناداری په باب د یوې اوږدې سندري یوه برخه په حافظه کي پاته ده؛ چي په لومړي ځل اورېدلو کي ډېره بې اهمیته ښکاري خو وروسته سړي ته څرګندېږي چي په دې ساده کلماتو کي د یوه غریب وطن په اورشوګانو کي د طبیعي پېښو په مقابل کي د مالدارو او یا داسي کسانو بې وسي ښکاره کوي چي د مالدارکېدلو هوس کوي:
ګرداورده ګرځي په عالم کي رقصېدي نیستی ××××× نه راڅخه ځې نیستی
درګاه مي وتړله پر دېوال را وا وښتې نیستی ×××××× نه راڅخه ځې نیستی
ما ول وبه کم اوښان -- باندي را به وړم زوزان
داسي باران وسو چي څپړي یې ښویېدې نیستی ×××××× نه راڅخه ځې نیستی
ما ول وبه کمه خره -- باندي را به وړم واښه
داسي مرض راغی چي یې اوښکي بهېدې نیستی ××××××× نه راڅخه ځې نېستی
ما ول وکم بزې -- ځیني وابه خلم  شیدې
داسي غاو په ګډ سو چي اوژغوني یې رژېدې نیستی ×××× نه راڅخه ځې نیستی
له بده مرغه چي د ډیورنډ د کرښي پر پوري غاړه هم د اولسي ادبیاتو د سندرو د برخي ټولولو ته چنداني توجه نه ده سوې، او یا لږترلږه پخوا نه وه ورته سوې، او اوس حاضر د نولسمي پېړۍ د اولسي ادبیاتو یوازي دغه یو جونګ، چي هغه هم یوه مستشرق ترتیب کړی دی، په لاس کي لرو.
دا چي د پښتونخوا د شعر هاروبهار کتاب څومره لوی غنیمت دی، په دې باره کي بېخي څه ویل کېدلای نه سي خو دا چي ولي یې بیا چاپولو ته باید اقدام وسي یو علت یې دا دی چي دا مغتنم کتاب، په کابل کي د مجاهدینو د حکومت او اړودوړ په ترڅ کي، د نورو پښتو کتابو په څېر، تقریبا له منځه تللی دی او دغه راز یې د پښتو ټولني له خوا د ۱۳۵۶ کال چاپ، په تېره بیا ، نوي ځوان نسل ته چنداني د استفادې وړ نه دی؛ ځکه سره له هغه چي حبیب الله رفیع ډېري زیاتي خواری ورباندي کړي دي؛ او تقریبا یو سل او شل چاپي غلطی یې په نښه کړي دي بیا هم دونه غلطی لري چي اندازه یې یوازي هغه چاته چي زما په څېر یې دا کتاب تر لس ځله زیات لوستی وي معلومېږي.
په خپل وخت کي، د پښتو ټولني د رییس، مرحوم محمدصدیق روهي دا خدمت د هېرولو نه دی چي په ۱۳۵۶ کال کي یې، په وروستیو دوو پېړیو کي د پښتو د چاپ سویو آثارو د بین المللي سیمینار په مناسبت، د راورټي ګلشن روه، د پادري هیوز کلید افغاني، د ډورن پښتو منتخبات او د ډارمسټټر د پښتونخوا د شعر هارو بهار کتابونه، چي هر یو په خپل ځای کي له حده زیات اهمیت لري،چاپ ته وسپارل؛ خو د پښتونخوا د شعرهاروبهار د کتاب د چاپ په برخه کي باید چي یو څه له زیات غور او دقت څخه کار اخیستل سوی وای. که څه هم چي ډارمسټتر د کتاب په مقدمه کي لیکي چي متن په ډېر دقت ترتیب سوی دی او وايي چي زموږ د راغونډولو کار اکثره په دې ډول وو چي سندرغاړی به یې راووست؛ خپله سندره به یې ویله. بیا به یې خپله سندره په ژبه دیکتې کوله او منشي به هغه لیکله. وروسته به منشي، سندرغاړي او ما، دریو واړو په ګډه سره، لیکل شوی متن تر غور لاندي نیوه.   
مګر له دونه دقت سره سره هم د کتاب په متن کي په سل ګونو غلطی موجودي دي چي د کتاب په پای کي په غلطنامه کي هم نسته او چي لوستونکي، په تېره بیا ځوان محققین، یې لولي نو له ابهام سره مخامخ کېږي. البته ځیني غلطی ما د خپل اټکل او د نظم او شعر د روانی او وزن له مخي اصلاح کړي یا بهتر کړي دي. د مثال په ډول:
مخ              کرښه                     ناسم                       سم 
۹              دوهمه           شهینان               شهیدان
۹              ۴                     دوند                          دروند
۴۰            ۱                       ماړی                         ماړه یې
۵۲              ۳                    پرېګدل                         پرې کېدل
۵۴             ۴                        ځان غل که                      ځان غرق که
۵۴              ۹                          لدنه                           لندنه
۵۶             ۱۷                       شورښت                       شهرت
۸۷             ۱۴                         ولیګېږمه                  ویلي کېږمه
۹۵              ۱۲                پېښورګو                      پښتورګو
۹۵             ۱۳             شقیله                         ثقیله
۱۳۳        ۴                     زوق                              زُخ ( زوخ، آزخ هغه کوچنۍ دانه ده چي پر پوست پیدا کېږي مګر درد نه لري) فرهنګ عمید
۱۷۲             ۱۴              انګي                     اننګي
۲۱۲           ۹              افضلي                   ازلي 
 
 
دا غلطی مي یوازي د نمونې په توګه راوړي دي. څرنګه چي ما په متن کي ټولي غلطی اصلاح کړي او یا مي د خپل وس سره سمي اصلاح کړي دي نو د نورو زیاتو نمونو راوړلو ته ضرورت نسته.
بله خبره د څ او ځ د استعمال ده، چي د هغه وخت د تقریبا ټولو متونو سره سم د ځ پر ځای هر وخت څ راوړله سوې ده. دا په لوست کي ځکه ستونزه پېښوي چي څله او ځله، څکه او ځکه، څنډه او ځنډه بېل لغتونه او کلمات دي او چي هر یو مطلب وي باید په هغه ټاکلي توري ولیکل سي کنه نو ډېر زیات وختونه ابهام پېښوي. دغه راز ښ او خ او ګ او ږ د یوه بل پرځای استعمال سوي دي او هیڅ ډول معیار په نظر کي نه دی نیول سوی. د کتاب عنوان چي باید د پښتونخوا د شعر هاروبهار وای د پښتنخوا په شکل راوړی دی، ښپه د خپه پر ځای چي مطلب به یې پښه وي. ښوښ د خوښ لپاره او کله کله دواړه شکلونه لیکي. ما د کیمناري مرۍ کړه غصّه، چي مطلب یې غوڅه ده. چاړه مي کړه پرې پسه، چي مطلب یې پڅه ده، د مي پر ځای م په کسره لیکي؛ د پرې پر ځای پر د ر په کسره لیکي ، د کښې پر ځای کښ لیکي، د دې پر ځای د د د دوهم دال په کسره لیکي او دغه راز په لس هاوو نوري  املايي او انشايي ستونزي.
د هاروبهار په کتاب کي د لنډیو برخي ته بېخي کمه توجه سوې او یا هیڅ توجه ورته سوې نه ده.او په غلط نامه کي اشاره قدر هم نه ده ورته سوې.
مشهوره لنډۍ چي وايي:
یار مي هندو زه مسلمان یم
د یار لپاره درمسال جارو کومه
په یوه بل مسخ سوي شکل لیکل سوې ده:
یار مي هندو زه مسلمان یم
له ډېری میني په چوکی وروختمه
که دا منو چي لنډۍ د پښتو د فوکلور تر ټولو لطیف، ښایسته او په عین سادګي کي له ښایسته مالامال او اصیل ژانر دی نو باید چي په ساتلو کي، په تېره بیا د پېژندل سویو او تاریخي لنډیو په ساتلو کي، يې خپل ټول وس تمام کړو.
دا شینکی خال دي کمشیونیر حکم کوي
دا شینکی خال دي کمیشنر حکم کوینه. ځکه چي لنډۍ ټولي په نه او مه ختمېږي او که په دغه دوو ډولونو ختمي نه سي نو هغه لنډۍ ناقصي دي. په داسي حال کي چي په کتاب کي ځیني لنډۍ سته چي د مثال په ډول په زړه وي، مېلمنه وي تورو ختمي سوي دي، چي باید زړه وینه او مېلمنه وینه شکل لیکل سوي وای. 
د متلونو سره، چي د هري ژبي کلتوري خزانه ده، تر دې بهتر سلوک نه دی سوی. ځیني متلونه خو بېخي سرچپه لیکل سوي وي.
ارزان بې علته نه وي ګرانه بې قیمته نه وي.
چي هغه داسي دی: ارزان بې علته نه وي ګران بې حکمته نه وي.
چي څه کرې هغه به مومې.
چي اصلي شکل یې چي څه کرې هغه به رېبې.
چي شپه تر منځ وي له هغې بلا نه وېرېږه.
چي شپه تر منځ وي له هغې بلانه مه وېرېږه.
خپل خپل وطن د هر څا په حق کي کشمیر دی.
ښه بڼه یې: هر چاته خپل وطن کشمیر دی.
ډېر او بېحده ستونزمن کار، چي د پښتونخوا د شعر هاروبهار کتاب دوهم ځل چاپ او تصحیح لازموي هغه په ډېرو زیاتو ځایونو کي د نظم بې ترتیبي ده. هغو کسانو چي له ډارمسټټر سره یې د دې کتاب د نظمونو په لیکلو کي همکاري کړې ده د غزل او قصیدې د لیکلو په ترتیب به پوهېدل مګر د چاربیتو او هغه ته ورته سندرو په لیکلو، چي له عادي نظمونو سره توپیر لري، نه پوهېدل. که دا نظمونه لکه څرنګه چي دي هغسي ولوستل سي نو سړی بېخي د نظم خیال نه ورباندي کوي او یا به یې غلط او کمزوری نظم ګڼي. د مثال په توګه:
غم په ما دراز شه غوڅ مي شه ضمیر
چاوې عزیز خان سردار
روان د حق په لور شه ××××          مرم فراق مي زور شه
زیات شه زور زما ملنګ  ×××××××       چه جوړ شه مقام د جنګ
ورته ولاړ سردار د ننګ زړه ډېر په وسواس چه رانه
خلاص د منګل باز شه               غم په ما دراز شه
دا نظم په اصل کي باید داسي لیکل سوی وای
چاوې عزیز خان سردار روان د حق په لور شه ××××× مرم فراق مي زور شه
زیات شه زور زما ملنګ ×××××××× جوړ چه شه مقام د جنګ
لاړ ورته سردار د ننګ ×××× زړه ډېر په وسواس چه رانه خلاص د منګل باز شه
غم په ما دراز شه
یا د مثال په توګه د فتخ خان بړېڅي د نکل په منظومه کي:
اسلم خان په زړه خوشحاله شه
بې شانه په بار بار به یې ویله رب له ثنا
چي باید داسي وي:
اسلم خان په زړه خوشحاله شه بې شانه
په بار بار به یې ویل رب له ثنا
یا بل مثال:
فتح خان ورته ویل کرمه وروره دغه جل
که بې پردې په څه بهانه
چي باید داسي ولیکل سي:
فتح خان ورته ویل کرمه وروره
دغه نجل کړه بې پردې په څه بهانه
بل مثال:
کرمي وې بیا منګی په کاڼو وله په سر توري
به هم ویر که هم وینا
چي اصلي شکل باید داسي وي:
کرمي وې بیا منګی په کاڼو وله
په سر توري به هم ویر که هم وینا
د دغه راز  بې نظمیو او د نظمونو په منځ کي د هغو اضافي او بېځایه کلماتو استعمال، چي سړی له ورایه ورباندي پوهېږي، ډېر زیات دی. که نظمونه لکه څرنګه چي دي هغسي چاپ او ولوستل سي نو د هاروبهار د ارزښتناکو نظمونو او تاریخي چاربیتو اهمیت ډېر زیات کموي او خوند یې له خاورو سره برابروي. څرنګه چي دا د پښتنو د تاریخي او اولسي نظمونو لومړنی کتاب دی؛ او که په دغه برخه کي هر څونه نور کتابونه چاپ او خپاره سي خپل اهمیت له لاسه نه ورکوي نو باید چي تر وسه وسه یې سم ترتیب او چاپ کړو څو زموږ ځوان نسل پوه سي چي اولسي سندري یعني څه.
د هاروبهار د کتاب په پای کي د تشریحاتو په برخه کي ، چي ډاکټر سید بهاالدین مجروح ترجمه کړې ده، په یوه مهم نظم کي، ځای په ځای لاس وهني سوي دي. هغه کلمات چي د وخت سانسور نه سوای منلای له متن څخه غورځول سوي دي او ځایونه یې خالي پرېښودل سوي دي. ما د خپل ګومان له مخي هغه ځایونه ډک کړي دي. د داسي یوه مهم متن په تورو کي څرنګه لاس وهل کېدلای سي. البته د وخت سانسور هر ډول کار کولای سوای. له بده مرغه ماته اصل متن پروت نه دی چي دا خالي ځایونه مي په اصلي تورو ډک کړي وای.
په هاروبهار کي را غونډ سوي نظمونه هغه شعرونه دي چي د اولسونو د زړه آواز او په ساده اولسي ژبه، کله د درد، کله د میني او کله د قهر او خپګان ښکارندوی دي. هغه نظمونه به چي د اولس پر زړونو ښه ولګېدل او هغوی به خپل د زړونو آواز پکښي پیدا کړ سمسدستي به تر سندرغاړو او د موسیقی تر آلاتو پوري ورسېدل او په لږ وخت کي به د اولس آواز تر کلیو او ښارونو پوري ورسېدی. ډارمسټټر د خپل کتاب په مقدمه کي لیکي چي دغه سندرغاړي اصیل پښتانه نه بلل کېدل او هغه هندیان ګڼل کېدل چي وروسته پښتانه سوي ول. ډارمسټتر د سندرغاړي لپاره د ډم کلمه هم هندي بولي.
دا ادعا به پر ځای وي چي ډم او ډوم به هندي ریښه لري، خو ډم د موسیقار او سندرغاړي لپاره نه دی استعمال سوی بلکه  ډم د هند د آریایی تمدن په طبقاتي نظام کي د څلورمي شودرا طبقې یوه څانګه ده چي د دغي طبقې تقریبا تر ټولو خلکو ټیټ مقام لري.د شودرا په طبقه کي نوري ډلي او څانګي، لکه ډرکار، کنجر، چمار، ډاسیوس او... شامل دي، چي هر یو یې جلا جلا ټیټ او خوار وظایف لري. البته د ډم په وظایفو کي موسیقي ږغول او سندري ویل یا نڅا او ګډېدل نه دي راغلي. هندوانو ډم ته تر ټولو انسانانو په ټیټه سترګه کتل او هغوی یې د چټلی او ناپاکی ښکارندوی بلل. هغه ته په دونه سپکه سترګه کتل کېدل چي مقام یې په هیڅ ژبه افاده کېدلای نه سي. ډمانو به فلزي چوکۍ، د لرګیو چوکۍ او د خرما له څانګو پکي جوړول. دوی به کوڅې جاروکولې او د مړو د سوځولو لپاره به یې لرګي پر مځکه باندي په منظم ډول ایښودل، او بیا به یې نو د مړي د سوځولو لپاره لګېدلی لرګی یا پېلوزی هم راووړ او مړي ته اور اچول د دوی وظیفه وه. ډمان یوازنی طبقه وه چي د مړو د سوځولو ټول کار ورته سپارل کېدی. ډکشنري ص ۱۶۹ 
په داسي حال کي چي پښتانه سندرغاړو ته په درنه سترګه نه ګوري او خپل اولادونه د دې ښایسته هنر له زده کولو څخه را ګرځوي. د پښتنو د رواج او کلتور په خلاف،  د هندوانو ستري مذهبي حماسې، مهابهارت او راماین ټول د موسیقی پر بېلو بېلو طرزونو کمپوز سوي او ویدي سرودونه، په وروستیو پېړیو کي، د لیکل کېدلو تر وخته پوري له ټاکلو موسیقیو سره یو ځای سینه پر سینه نقلېدل.د هندوانو د مذهبي افسانو له مخي، د هغوی لوی خدای برهما ډول جوړ کړی دی. د هغوی يوه بل خدای شیوا پنځه راګونه، بیروي، هیندول، مېګ، ډیپک او شیري  جوړ کړي دي، چي تر اوسه په کلاسیکه موسیقي کي ژوندي دي. د هندوانو د لوی خدای برهما مېرمني ساراس وتي د کلاسیکي موسیقی لپاره اووه سورونه ( سا- رې- ګ- م- پ- دـ ني)  د اوو خدایانو په نومونو جوړ کړي دي او دغه راز، د ویشنو او کریشنا په شمول، د هغوی زیاترو خدایانو د موسیقي د هنر په پرمخ بېولو او غني کولو کي برخه اخیستې ده؛ او چي هر ځای د لارډ کریشنا مجسمه وینو نو مورلۍ ورسره وي او ږغوي یې. نو که د ډم کلمه هندي ریښه ولري هم د موسیقار او سندرغاړي لپاره نه ده استعمال سوې بلکه وظایف یې مشخص دي. ځکه چي موسیقي، د هندوانو په مذهب کي هر وخت مقدسه وه او د زرګونو کلونو راهیسي یو ځای ورسره راغلې او پرمختګ یې کړی دی.
په هند کي مسلمانو سلطانانو هم د هند کلاسیکي موسیقۍ ته نه هېرېدونکي خدمتونه کړي دي. د جونپور سلطان حسین شرقي نه یوازي دې هنر ته توجه کوله بلکه پخپله یې ډېر مهم کمپوزونه کړي دي. هغه د جونپوري راګ، جونپوري کماچ،  جونپوري آساوري، حسیني کاندره، چي د ده په نوم یادېږي،  او ... کمپوز کړل او د راګ د دروت په برخه کي یې خیال، چي تر دغه وخته نه وو موجود، ور اضافه کړ. د نظام الدین اولیا مرید، مشهور صوفي شاعر امیر خسرو، چي قوالي د ده له اختراعاتو څخه ګڼله کېږي، ډېر زیات کمپوزونه کړي او شعرونه یې تر اوسه په کلاسیکه موسیقي او غزل کي ژوندي دي. د مالوې د سلطان، باز بهادر، دربار نه یوازي د هند د لویو هنرمندانو د آرام ځای وو بلکه پخپله یې هم کمپوزونه کول. او کله چي د مغول جلال الدین اکبر د لښکرو په مقابل کي د جنګ په میدان کي ژوندی ونیول سو نو اکبر نه یوازي هغه ونازاوه بلکه د دربار د موسیقي هنرمندانو مشرتوب یې وروسپاره او تر مرګه یې د هغه په دربار کي هزاري منصب درلود. کله چي په شهنايي ږغولو کي د هند د کلاسیکي موسیقۍ تر ټولو لوی هنر مند استاد بسم الله خان څو کاله مخکي وفات سو نو د هند حکومت د هغه د قدردانی لپاره یوه ورځ ملي ماتم اعلان کړ او په ټوله نړۍ کي د هند بیرغونه نیم ځوړند ول.
د پښتنو اولسي شاعرانو د خپل ږغ د اوچتولو او احساساتو د څرګندولو لپاره د تبلیغ بله وسیله نه درلوده نو ځکه یې د هنرمندانو سره همکاري پیل کړه او کله کله به یې پخپله هم سندري ویلې. ښايي دغه علت وي چي پښتنو ډم او شاعر ته په یوه سترګه کتلي وي. څرنګه چي اکثرو ملایانو ساز، پرته له کوم شرعي دلیله، په کبیره ګناهونو کي شمېرلی وو، نو خلکو هم هغه ته په ښه سترګه نه کتل، که څه هم چي په هره ښادي کي یې ساز او نڅا موجود وه. البته دا خبره دي پاته نه وي چي د شلمي پېړۍ په لومړیو لسیزوکي د کندهار اکثرو شاعرانو، چي تقریبا ټول ملایان ول، د موسیقي لپاره شعرونه لیکل او پخپله یې هم کمپوزونه کول. ملا عبدالسلام، ملاعبدالمنان، ملامیریحیی، ملا محمدعیسی، ملاعبدالحکیم، حاجي ولي محمدمخلص، عبدالرووف مخلص، ملارحمت الله او په وروسته کي مولوی عبدالغفار بریالی هر یو په دې لړ کي خاص مقام لري. په دې شاعرانو کي ملا عبدالسلام ډېر ښه آواز درلود او کله کله به یې خپلي جوړي کړي سندري له ساز سره ویلي. سید احمد بېزار، چي پخپله هم شاعروو، د ګلزار سیداحمد په نوم یوه مجموعه کي، د کندهار د سیمي د څه باندي شلو شاعرانو یوه مجموعه را غونډه کړه چي اهمیت یې له فوکلوریکو نظمونو څخه کم نه دی. د هر شعر سره ټاکلی راګ او مقام لیکلی دی، او له دې څخه څرګندېږي چي دغو شاعرانو، چي اکثریت  یې ملایان ول، له کلاسیکي موسیقۍ سره بشپړه آشنايي درلوده. د سیداحمد بېزار د دې مجموعې اهمیت هم په دې کي دی چي ډېر شاعران یې له خپلو نظمونو او سندرو سره ښخ سوي دي؛ نظمونه یې چا لیکلي نه دي او نومونه یې له یاده وتلي دي.
په هر صورت ډار مسټټر د پښتو ژبي د اولسي سندرو د راټولولو د یوه بېحده مهم کار پیل او ابتکار کړی دی. او چي تر څو پوري د پښتو ادب ژوندی وي، د هغه د دې بې ساري خدمت قدر به کوي. که دا کار ده نه وای کړی خدای خبر چي چا به کاوه او څونه وخت وروسته به یې کاوه او تر هغه وخته به د اولسي ادب د دې قېمتي خزاني څونه مرغلري ضایع سوي وای.
ډارمسټتر یوازي د اولسي سندرو په راغونډولو بسیا سوی نه دی بلکه د کتاب په پای کي  د ټولو هغو خانانو او مشهورو کسانو په باب يې چي په سندرو کي راغلي او نومونه یې په یادولو او توضېحاتو ارزي، د معتبرو کتابونو او اسنادو په حواله، لنډ او ارزښتانکه معلومات ورکوي. د پښتنو د عنعناتو او ځینو رواجونو په باب، د پښتنو د بدل او مېلمستیا د اصولو په باب د ډم د کلمې او په پښتنو کي د ساز او آواز او اولسي سندرو د اهمیت او نورو مهمو موضوعاتو په باب معلومات ورکوي. د سید احمد برېلوي، اخوند صاحب، د امبېلي او قتل ګړ د مهمو او تاریخي جنګونو او پېښو په باب داسي لنډ او ګټور معلومات ورکوي چي له دې معلوماتو پرته به کتاب البته په هیڅ توګه ناقص نه وای خو لوستونکو به یې ، په تېره بیا هغو کسانو چي له تاریخ سره به ښه بلد نه ول،  په مطالعه کولو کي ستونزي لرلای. نادر او له استعماله لوېدلي لغات یې جلا جلا د پاڼو په حواله ترجمه کړي دي. مثلا ورشاړی د بې غیرته په معنی. دوټقا یعني دوې حصې. نهنګ د خاین په معنی او ... ګواکي د پښتونخوا د شعر هاروبهار یوازي د پښتنو د اولسي سندرو او د پېښو په مقابل کي د اولس د ږغ او احساس انعکاس نه دی بلکه هغو کسانو ته د یوه تدریسي کتاب حیثیت لري چي په راتلونکي کي د پښتنو د اولسي سندرو د راټولولو لپاره مټي رانغاړي. د هاروبهار د کتاب د هراړخیز اهمیت په باب که زه او بل هر څوک هر څومره وږغېږو  د ډارمسټټر حق نه ادا کېږي. سړي ته سوال پیدا کېږي چي که دا نامتو نابغه ځوانیمرګ سوی نه وای او په شپږڅلوېښت کلنی کي یې له نړۍ څخه سترګي پټي کړي نه وای هغه به خدا زده نور لا څه لیکلي وای.
ددې سندرو یوه بله ښېګڼه د یوه بل لوی او مهم تاریخي حقیقت بیان دی او هغه دا چي  دا سندري ټولي په پېښور کي راغونډي سوي دي ځکه چي ډارمسټټر د پښتنو د اوسېدلو نورو سیمو ته د تللو او پلټنو لپاره وخت نه درلود؛ مګر موږ وینو چي د ډیورنډ د کرښي پر دواړو غاړو باندي اوسېدونکي پښتانه یو مشترک دښمن لري او د دواړو غاړو هنرمندان، په یوه آواز، د خپلو قهرمانانو ستاینه کوي او د اخوند صاحب، سید احمد برېلوي، غازي محمدجان خان او امیر شېرعلي خان سندري په ګډه وايي. له دې سندرو څخه ښکاري چي انګرېزي استعمار، د پښتنو د یوه تاریخي او پخواني دښمن په توګه،  څرنګه دا یو کور، چي ژبه، تاریخ، قهرمانان او هنر یې سره شریک دي، په وچ زور، سره وېشلی دی.
 
 
 
۱ تنګه یا ټنګه یو پولي واحد وو چي له دېرشو پولو سره برابره وه او د ۱۹۶۰ د لسیزي په سر کي تقریبا له منځه ولاړه او که موجوده وه هم یې پولي ارزښت له پنځه ویشت پولۍ سره، چي اووه لس ایکیزه ورته ویل کېدله، برابر وو. که څه هم چي رسمي او حکومتي  پولي معیار پول وواو یوه افغانۍ سل پوله کېدله، خو په عوامو کي  د ایکۍ مفهوم، بیا هم تر ډېره وخته، ژوندی پاته سو. د مثال په توګه پنځه پولۍ ته درې ایکیزه، لس پولۍ ته اووه ایکیزه، شل پولۍ ته دوولس ایکیزه، پنځه ویشت پولۍ ته اووه لس ایکیزه ، دېرش پولۍ ته ټنګه یا عباسی ویل کېده او پنځوس پولۍ نیمکه یا غیران بلل کېدی.
 
 
جیمز ډارمسټټر پر هاروبهار باندي د مقدمې په دوهمه پاڼه کي لیکلي دي چي «  په ۱۴۹۴ میلادي کي خان کجو، چي د شیخ ملي په ځای ناست وو، او د یوسفزو مشر وو د خپل ټبر تاریخ وکیښ. چي له کندهار نه د دوی لېږدېدل بیا تر هغه وخته پوري پېښي پکښي خوندي دي.د خان کجو تاریخ د خافظ رحمت خان د تاریخ اخځ دی چي په ۱۷۷۰ عیسوي ۱۱۸۵ ه ق په دري ژبه کښل شوی دی ... »
دلته دوې خبري یو څه توضېح ته ضرورت لري. لومړی خو خان کجو د شیخ ملي پرځای، چي یو روحاني شخصیت وو ، نه بلکه د ملک احمد پر ځای، چي د شیخ ملي له وفات څخه یو کال وروسته وفات سو، قدرت ته رسېدلی دی. د ملک احمد له وفات څخه وروسته د هغه د دوو زامنو الهداد او اسمعیل تر منځ د قدرت د نیولو لپاره جنګونه پیل سول چي د کورنۍ ډېر خپلوان او تربرونه یې پکښی ووژل سول. یو سفزیو د دې بې اتفاقی د ختمولو لپاره جرګه وکړه او په اتفاق یې، د ملک احمد وراره، خان کجو، چي د ملک احمد په ژوند کي یې هم خپل لیاقت ښودلی وو، د مشر په حیث وټاکی. تواریخ حافظ رحمت خاني ص ص ۱۴۶ – ۱۴۷
دوهمه خبره دا ده چي تواریخ حافظ رحمت خاني، چي پیر معظم شاه تالیف کړی دی، په دري ژبه نه بلکه په پښتو اودري ژبه په داسي شکل لیکل سوی دی چي په پښتو عبارت پسي دري او په دري عبارت پسي پښتو راغلې ده. خو دا خبره باید زیاته کړو چي د کتاب لږترلږه درې برخي په پښتو او تر څلورمي لږه برخه به یې په دري وي. دا عبارتونه د یوه بل ترجمه نه بلکه د پېښو دوام دی. ښايي ډارمسټتر لومړی د کتاب له دري عبارت سره مخامخ سوی او فکر یې کړی وي چي ټول کتاب به په دري ترتیب سوی وي. بده به نه وي چي د کتاب څخه یو متن د مثال په توګه راوړو.
«  القصه چون مردم متراوي ازلشکر یوسفزی استماع یافته نهایت متوحش شدند و دربست از اطراف و جوانب باهم آمده و در قلعه باګرام متحصن شدند. و بالګرام نام قلعه ایست که بر سر کوه واقع است و نهایت منیع و رفیع است. او ګرداګرد یې لوی غر دی. د دښمن د لګاو ځای ورته نشته. او ملک حسن به له خپلو عزیزانو سپاهیانو سره هورته پکښي اوسېده او نور رعایا خلق به ګرداګرد په کلیو کي اوسېدل. لکه چي لښکر د یوسفزیو ورغی په کاټګلی ورته دېره شه... » هغه کتاب ص ۱۰۵
 
 
 
 
                    ماءخذونه
1      معظم شاه، پیر. تواریخ حافظ رحمت خاني. پښتو اکېډیمي، پېښور یونیورسیټي. ۱۹۷۱
2      ۲  ډارمسټتر، جیمز. د پښتونخوا د شعر هاروبهار. کابل پښتو ټولنه ۱۳۵۶
1     
3  Darmesteter, James. Selected Essays. London 1895
4  Garret, John. A Classicsal Dictionary of India. 1999 New Delhi, India