پدې حال به يې تر څو پورې افغانه
معرفت کې کــــه معلومه دې ميړانه
د دنيا قامونه وګور چې څــــــه کړي
ته لا پروت يې په تيارو کې سرګردانه
ېوويشتمه پيړۍ اوس د کمپوټر ده
د نړۍپــــه حال خـــــــبر نه يې نادانه
نن تخنيک سره اشنا ټول نړيوال دي
تا ته لاره لا پرتــــــه ده ډيره ګرانــه
نور قومونه د نړی اسمان کې ګرځي
ته ويده يې خبر نه يې له خپل ځانه
انسانان نن د مريخ فکر کې تللي
ته اوسيږې لا جونګړه کې پريشانه
پرمختګ د نور عالم ته ېو څه ځير شه
ته د ېو ی مړۍ ډوډۍ غم کې ستومانه
ډير کارونه نن سبا په کمپيوټر شي
نه رسيږی تا ته برق لا په اسانـــــــه
خدای لپاره ځان د نورو سره سيال کـــه
چې راتلونکی نسل شې دي پرې روښانه
دټوپک او د جګړو نه ځان بيزار که
ځان خبر که د اوس حال داوس زمانه
نور دامن او د سولې لمن نيسه
د نفاق او د نفرت نه شه پښيمانه
لويـــــــه خدايـــــــه رؤفي درته دعـــــا ده
د افغان ستوری مې جګ کړی تر اسمانه
مطيع الله رؤفي
وروستي