
روهي (دوه نۍ/۲۰ د لېندۍ)، تېره ورځ په استانبول کې د ترکيې ولسمشر رجب اردوغان اسرائيلو ته خبرداری ورکړ، چې بيت المقدس د دوی لپاره سره کرښه ده او د يادې موضوع په اړه شونې ده چې له اسرائيلو سره هر ډول ډېپلوماټيکې اړېکې غوڅې کړو.
ښاغلي اردوغان د اسرائيلو په اړه سختې او ترخې څرګندنې کړي او ياد هېواد يې د ماشومانو په وژنه تورن يو ترهګر هېواد ياد کړ.
له بل لورې د اسرائيلو لومړي وزير بن یمین نتن یاهو د ترکيې ولسمشر اردوغان له ترهګرو ډولو څخه په ملاتړ تورن وي او د بيت المقدس په اړه وايي، "له بيت المقدس پرته بل هېڅ ځای د اسرائيلو پلازمېنه نه ده، له تېرو ۳۰۰۰ کلنو راهېسي بيت المقدس د اسرائيلو پلازمينه ده او زمونږ ټولې لوړې دولتي ادارې په بيت المقدس کې دي."
نتن یاهو له فلسطينيانو هم غوښتنه کړي، چې دا حقيقت بايد ومني چې بيت المقدس يوازې او يوازې د اسرائيلو خاوره او پلازمېنه ده، په دې کړنې سره به فلسطينيان د سولې خبرو ته لاره برابره کړي.
د امريکا حکومت هم بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه پېژندلی، چې په دې سره يې نړيوال غبرګونونه راپارولي دي، د امريکا د يادې کړنې په اړه ملګرو ملتونو په خپل غبرګون کې زياته کړې ده، "کله چې ولسمشر ټرمپ بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه په رسميت پېژني نو شونې ده چې د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ د سولې خبرې له ځنډ او خنډ سره مخ شي."
د نړۍ ګڼو اسلامي هېوادونو له بيت المقدس څخه خپل ملاتړ اعلان کړي او د بيت المقدس موضوع يې په اوسنی وخت د مسلمانانو لپاره يو ازموينه او د يووالي وخت ياد کړی.