دنظامی په شعرونو کې طنزی توکي (۵)

پوهنمل محمود نظری
د ادبیاتو په سیمه کې داسې شاعران لږ دي یا نشته ،چې د ښځو ښکلایې نه وي ستایلې او عاشقانه شعرونه یې نه وي ویلي . په عمومي ډول دا ‌ډول شعرونه د اوریدونکو د خوشالۍ لپاره ویل کیدل.
له بلی خواپه هغه وختونوکې دکلاسیک ادب دود دا وو، چې له عیبونه او نیوکو څخه سترګې پټي کړي اویوازې نیکۍ او ښه وړاندي کړي.
د هغه مهال په ادبیاتو کې د ښځو ښه والې ،ښکلا اورول روښانه لیدل کیږي که هغو ته نقد په سترګه وکتل شي داسې ښکاري چې ډیر شعرونه د یو تن صفتونه دی او د ټولوخوبانې له یو بل سره ورته دی د ټولو قد د خرما یاد سرو ونه ،سترګې د هوسۍ،مخ لکه لمر ،خبرې شکري دی اود خولو یې مروارید توېیږي...
نظامي بیا ددې ښو تر څنګ دځېنو ښځو بد اخلاقي او نفساني خویونه بیانوي
او هغو ته دمنفي دیده ګوري.
نظامی لیکی : کله چې اسکندر د نوشابې مړانې ته خجل کیږي ؛ د هغې په بهادري منښته کوي وایي:
به دل گفت کاین کاردان گر زنست
به فرهنگ مردی دلش روشنست
زنی کو چنین کردواینها کند
فرشته بر او افرین ها کند
ولی زن نباید که باشد دلیر
که محکم بود کینه ماده شیر
زن آن به که در پرده پنهان بود
که اهنگ بی پرده افغان بود
مشو برزن ایمن که زن پارساست
که دربسته به گردزد آشناست
په زړه کې ول که دا جنګیالې ده ښځه
د خلکو په فرهنګ يې ړون د ی زړه
ښځه چې داداسې کوي کاروايي
ملایکې پر هغې سل آفرینه وايي
مګر نه باید وي زړوره ،ښځه
ځکه د زمرۍ کینه ده ستغه
ښځه په پرده کې ده ښه
بی پردی غزله ده چغه
په ښځی باور مه کوه که څه وي پارسا
ورتړلی ښه دی ان که غل وي اشنا
ښځه نه بایدزړوره او اتله وي؛ ښځه باید په کور ناسته وي،
په ښځی باور په کار نه دی ځکه په هر حال ښځه ښځه ده .
نظامي دمجنون او لیلی په داستان کې یو هجویه شعر لیکي: یو سړي مجنون ته خبر راوړي، چې لیلی د میړه سره خوشاله ده ستا په غم کې نه ده بیا دښځو بد ورته وایي
زن گر نه یکی هزار باشد
در عهد کم استوار باشد
چون نقش وفا و عهد بستند
برنام زنان قلم شکستند
زن چیست؟ نشانه گاه نیرنگ
د رظاهر صلح و در نهان جنگ
در دشمنی آفت جهانست
چون دوست شود هلاک جانست
گوئی که بکن نمی‌نیوشد
گوئی که مکن دو مرده کوشد
چون غم خوری او نشاط گیرد
چون شاد شوی ز غم بمیرد
یوه نه که زر وي ښځې
په خپله وفا نه دې ولاړې
چي د وفا اوتړون نقش یې ایسته
د ښځو په نوم د قلم څوکه ماته شوه
ښځه څه ده؟ نښه د نیرنګ
په ښکاره سوله په پټه جنګ
په دښمني کې افت د دنیا ده
چی ملګړې شوه د ځان فنا ده
چې ورته وایي وکړه نه اوري
په مه کوه یې په قسته کوي
ستا په غم هغه شي خوشاله
په ښادی دی له غمه شي سربداله
مجنون ددې خبرو په اوریدو سر په ډبرې وهي؛بیا هغه سړی ورته وايي ،چې درواغ می ویل.
پرښځو تر ټولو بد تور د د خسرو اوشرین په داستان کې لیکل شوی ،چي مریم له کینې د شیرین بد خسرو ته وایي چې دا د نظامي یو ډیر توند هجویه شعر دی.
بسا زن کو صد از پنجه نداند
عطارد را به زرق از ره براند
زنان مانند ریحان سفالند
درونسو خبث و بیرونسو جمالند
نشاید یافتن در هیچ برزن
وفا در اسب و در شمشیر و در زن
زن از پهلوی چپ گویند برخاست
مجوی از جانب چپ جانب راست
ډیر ښځي سل له پنځوسو نه پېژني
هر برېښندوکی د پیسو په ګمان پورته کوی
ښځه لکه د کونډالي ریحان ده
له دننه ناپاکه له بهره سبحان ده
هیڅ چیری نه پیدا کیږي وفا
دآس ،تورې او ښځې کار دی جفا
ښځه چې د ادم له کیڼ خوا پیدا ده
نو له چپه مه غواړه لاره راسته
کله چې اسکندر ختیځ هیوادونه نیسي وینې هلته ښځې بې حجابه دي. اسکندر د خپل ستړي پوځ دخرابېدو له ویرې د کام مخور راغواړي او هغو ته وایي: ښځي باید حجاب وکړي!
زنی کو نماید به بیگانه روی
ندارد شکوه خود وشرم شوی
زن گیر که خود به خون دلیر است
زن باشد زن اگرچه شیر است
که ښکار ه کړي مخ پردي ته ښځه
نه لري له خپلو ویره او شرم له میړه
ښځه که څه په خیانت ده دلیره
بیا هم ښځه ده ښځه که څه ده شیره