افغان کرکټ لوبډله د اېرلینډ په وړاندې پایلوبه کې لومړی توپ وهنه کوي

 افغانستان په درېیمه یو ورځینۍ پنځوس اوریزه سیالۍ کې د آیرلینډ پر وړاندې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
دغه سیالي د شارجې په نړیوال لوبغالي کې ترسره کیږي او په ګټلو سره به یې لوبډله د سیالیو ګټونکې شي.
له دې وړاندې لومړۍ لوبه کې افغانستان آیرلینډ ته په ۱۳۸ منډو او په دوهمه لوبه کې آیرلینډ افغانستان ته په ۵۱ منډو ماتې ورکړه او سیریز یې په یو یو مساوي کړ.
افغانستان په نننۍ لوبه کې دوه لوبغاړو د بدلولو پرېکړه کړې، نور علي د احسان الله جنت پر ځای او شاپور ځدراڼ د دولت ځدران پر ځای لوبیږي.
د درېیو یو ورځنیو سیالۍ د مساوي کیدو له کبله نننۍ لوبه به له نورو لوبو جلا خوندوره وي چې هره لوبډله به د سیالۍ جام ګټلو پوره کوښښ کوي.
اوسمهال افغان کرکټ لوبډلې په ۳۸اورونو کې ۱۳۱منډې جوړې کړې دي او ۶وېکټې یې له لاسه ورکړې دي.
په لوبه کې تر دې مهاله، تر ټولو لوړې نمرې رحمت شاه زرمتي ۴۲ منډې جوړې کړې دي.
لوبه روانه ده.
نور جزئیات وروسته...