
روهي (يوه نۍ/۱۹ د لېندۍ)، د اسرائيلو د صهويونيستي رژيم له خوا د مسلمانانو د پخوانۍ قبلې (بيت المقدس) باندې يرغل او هغې ته د ياد هېواد د پلازمېنې لېږد او همدا رنګه د امريکا د متحده ايالتو د ولسمشر د ټرمپ له خوا يې په رسميت پېژندنې، د نړۍ د مسلمانانو غوسه او غبرګونونه راپارولي دي.
په ټولنيزو شبکو کې د اسرائيلو د يادې کړنې پر وړاندې ډېری غبرګونونه، په اوسني وخت د نړۍ د مسلمانانو د يووالي غوښتنه کوي او همدارنګه د مسلمانانو د يووالي په نشتون کې، د نورو سپېڅلو اسلامي ځايونو د اشغال او نېونې وړاندوينه کيږي.
د جهاد د پخواني مشر مولوی محمد يونس خالص اسلامي ګوند هم، روهي وېب پاڼې ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې ياده کړنه غندلي او د نړۍ د مسلمانانو په اتحاد او يووالي باندې يې ټېنګار کړی.
د مولوی محمد يونس د اسلامي ګوند اوسنی مشر مولوي انوارالحق مجاهد زاياتوي، "د ټرمپ لاس پوڅي او هم نظره بايد په دې پوه شي، چې داسلامي امت په رګونو كې لا د جهاد جذبې ژوندۍ او يو صلاح الدين ایوبي به الله رب العزة بيا دې امت ته وركړي، ټرمپ د دې حق نه لري چې دمسلمانانو مقدسات يهودو او يا داسلام نورو دښمنانو ته په ولکه كې وركړي."
د ياد ګوند څخه په راغلي اعلاميه کې د نړۍ په يو شمېر اسلامي هېوادونو باندې هم نېوکې شوي او په وينا يې چې د اسلام نړۍ څخه په دفاع کې چوپ او بې حرکته دي، "دا به ومنو چې ډيرو عربي دولتونو دبيت المقدس په ارتباط خپله وجيبه اداء نه كړه او په اصطلاح دغلو سره يې دبوجۍ خوله ونيوله، خو د دې مانا دا نه ده چې غير اسلامي قوتونه يا د اسلام په جامه كې اسلام نما دښمنان له پامه وغورځو."
په نړيوالو غبرګونو کې د بيت امقدس ته د اسرائيلو د پايتخت لېږد، د ټولو نړي،الو اصولو او د ملګرو ملتونو د اساساتو پر وړاندې عمل ياد شوي دی.