
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۸مه) د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس به اسرائیلو ته د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس د سفر پر مهال له هغه سره ونه ګوري.
دا خبره د محمود عباس سلاکار مجدي الخالدي نن شنبه کړې ده .
هغه ویلې، چې د امریکا د ولسمشر له خوا د روانې اوونۍ د هغې پرېکړې له کبله چې بیت المقدس یې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژاند، ښاغلی عباس به له دغه امریکایې چارواکي سره ونه ګوري.
خالدي ویلي چې امریکا په دې پرېکړې سره تر سرو کرښو ور اوښتې ده.
په پام کې ده چې د امریکا مرستیال ولسمشر د ډسمبر تر ۲۵ مې دمخه منځني ختیځ ته سفر وکړي.
محمود عباس ویلي، چې په دې پرېکړې سره امریکا د منځني ختیځ د سولي په پروسه کې خپل رول له منځه یووړ.
فلسطین بیت المقدس د خپل راتلونکي هېواد پلازمېنه ګڼي، خو اسرائیلو ختیځ بیت المقدس له فلسطینیانو نیولی او ټول ښار یې د خپلې پلازمېنې په توګه اعلان کړ.
تر اوسه له امریکا پرته بل هېڅ هېواد دغه ښار د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت نه دی پېژندلی او سفارتونه یې په تل ابیب کې دي.