مرسي ته په زندان کې هم د ترور ګواښ کېږي

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۷مه) په مصر کې د حقوقو او ازادیو د همغږۍ سازمان ویلي، چې داسې اسناد یې تر ګوتو کړي چې پخوانی ولسمشر محمد مرسي په زندان کې قصدا له روغتیايي خدماتو بې برخې ګرځیدلی او د ترور له ګواښ سره مخ دی.
له دغه سازمان څخه په یوې خپرې شوې اعلامیه کې راغلي؛ په دې وروستیو کې د مرسي د مرموزې وژنې کوښښ روان دی او له همدې امله نوموړي ته ناوړه او غیر صحي خوراکونه ورکول کیږي.
دغه سازمان زیاتوي چې د شکر او فشار د ناروغیو له کبله د مرسي د سترګو دید دومره کمزوری شوی چې کیڼه سترګه یې په ړندې حساب ده.
تېره میاشت د اخوان المسلمین ګوند هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي و چې د مرسي په ګډون د دغه ګوند لوړپوړي چارواکي په زندان کې د قصدي وژنې له ګواښ سره مخ دي.
محمد مرسي په ۲۰۱۳ کال د جنرال عبدالفتاح سیسي په مشرۍ د یوې پوځي کودتا په نتیجه کې له واکه ګوښه او په بېلابېلو تورونو زنداني شو.