متوازن انکشاف

ډاکتر محمد ابراهيم شينواری

متوازن انکشاف دادی چې د کلیو، ښارونو اوبېلابېلو ټولنیزو ګروپونو ټولو وګړو ته د ټولنیز – اقتصادي پرمختګ او تحرک، په طبیعي زېرمو د کنټرول او د سیمه ييیز انکشاف یو ډول زمینې اویو شان فرصتونه برابر شي، چې هغوی نیکمرغۍ ته د رسېدو لار او له خپل پوټنشیل نه د کار اخېستلو وس پیدا کړي .
د متوازن انکشاف لپاره انساني انکشاف تر ټولو ضرور دی چې د څه کولو او څنګه کولو لپاره د خلکو د انتخاب چانسونه ډېروي او د ټولنو، ملتونو او هیوادونو د انکشاف اساسي روح جوړوي . د ولسونو او سيمو تر منځ د منابعو عادلانه وېش ډېر مهم دى، چې ټولو ولسونو ته په هېواد کې د مالکيت او کوربه توب احساس ورکوي او د هېوادنيو مسووليتونو په وړاندې د دوی ژمنتوب پياوړى کوي .
اوس چې موږ په کومه زمانه کې اوسېږو د چټکې پرمخیتا دوره ده او په کومه نړیواله حوزه کې چې زموږ هیواد پروت دی، بدلونونه پکې د چټکېدو په کال کې دي او موږ ترې ضرور اغېزمنېږو.
فقر یوازې د مالي منابعو د نه لرلو ستونزه نه ده، بلکې تر دې ډېره اوچته ده، چې ډېر بعدونه لري : اساسي زیربناوو، منابعو او خدماتو ته نه لاسرسی، د بشري قوې د انکشاف کمی او د سیاسي نماینده ګۍ نه تضمین د وګړو او ګروپونو د عمومي انکشاف مخه نیسي او دوی د بدلېدونکو حالاتو، شخصي او طبیعي آفاتو او د ځینو نورو وګړو د استثمار په وړاندې زیانمنېدونکي کوي .
د نامتوازن انکشاف درې اساسي سببونه دادي : طبیعي فکټورونه ، ټولنیز اوکلتوري فکټورونه او سیاسي فکټورونه .
1. طبیعي فکټورونه لکه سختې او غرنۍ جغرافیې، د لارو او پلونو نشتوالی، بندشونه، لیرې فاصلې، خرابه هوا، د طبیعي زېرمو کمی، کرنیز- اقلیمي شرایط او نور.
2. ټولنیز اوکلتوري فکټورونه ، لکه ارزښتونه، دودونه- رواجونه چې ولسونه او وګړي د انکشاف، نوښت، تجارت، او ټولنیز- اقتصادي خوځښت منلو او یانه منلو ته هڅوي . په دې برخه کې د ښار او کلي په خلکو کې توپیر ډېر وي : د کلي خلک مغروره او مېلمه پال دي، د لانجو او ستونزو پخپلسر اواري ته مجبورېږي، قومي مسایل، او نور یې بوخت ساتي . ځینو ته واړه کارونه تر خپل شخصیت ټیټ ښکاري، سوداګري او تجارت ته کله کله ښه نه ګوري، د لویو کورنیو په سیستم ډاډ یې لا زیات تحرک ته نه پرېږدي، خو احساسات، مینه او همدردي پکې ډېره وي . د ښار خلک په یو بل پورې تړلي نه دي، هر څوک خپله چاره کوي، اړیکي یې زیاتره د کار په اړه وي، په فرصتونو پسې ګرځي او د مسایلو دحل لپاره په حکومتونو تکیه کوي . له بلې خوا د ښار او کلي امکانات هم توپیر لري : په کلي کې په کرنه او مالداۍ ډېره تکیه ده، چې هغه هم په هوا او اوبو پورې ډېر تړلي دي، خو په ښار کې فرصتونه رنګارنګ دي . په کلیو کې د زده کړې زمینې او د مهارت لاس ته راوړلو امکانات کم، خو په ښارونو کې ډېر وي .
3. سیاسي فکټورونه، لکه دا چې ښاري او کلیوالي سیمې او یا ځینې ځانګرې سیمې د واحد سیاسي سیستم لاندې نه وي راغلې، په سیاسي پرېکړو کې د ټولو ګډون نه وي یقیني شوی، سیا سي نماینده ګي عادلانه نه وي ، د سیمو او ټولنیزو ګروپونو تر منځ د سیاسي واک په توازن کې توپیر موجود وي، د منابعو د ویش نا عادلانه پالیسي ګانې موجودې وي، د ټرانسپورټ او اړیکو شبکې نه وي موجودې او د کلیو او محرومو سیمو لپاره د ځواکمنولو ځانګړې پالیسيانې نه وي موجودې .
پر دې درې لویو سببونو سربېره جګړو هم د افغانستان متوازن انکشاف ته ډیر زیان رسولی دی، ځکه جګړې خصوصا دا وروستنۍ جګړې په ځانګړو سیمو کې متمرکزې دي او د یوې لویې بې توازنۍ سبب کیږي، چې بیا به یې جبران ډير زیات ګران وي . د ختیځ او لویدیځ جرمني تر یو ځای کیدو ورسته ۱۰۰ میلیارده مارکه په دې ولګول شول، چې د دواړو خواوو تر منځ راولاړه شوې بې توازني له منځه یووړل شي، خو لا هم د کار کدرونه له ختیځ نه لویدیځ جرمني ته د تګ په حال کې دي، او د نفوسو، انکشاف، خدماتو او کیفیت لویې ستونزې یې ورته پیدا کړي دي . په افغانستان کې هم د سیمو نا متوازن انکشاف پر دغو ستونزو سربیره د جګړو او ملي امنیت ته د ګواښ تر کچې ستونزې را منځ ته کولای شي .
د نويو پرمختګونو په رڼا کې نوې ستونزې یا چلنجونه را مخې ته کېږي : له ښوونیزو ادارو نه ډېر زیات فارغان په اسانه کار نه شي میندلای، د کار منیدنې لپاره مسابقه پیاوړې کېږي او د کلیو فارغانو ته د فرصتونو دروازې لا بندېږي . بهرنۍ پانګې چې زیاتره د زیاتې ګټې په لټه کې وي، هم په ښارونو کې د تمرکز له امله د کلیوالو لاسونو ته کمې رسېږي . د اقتصادي بحران اغېزې هم هغه څه دي چې دواړه کلی او ښار زیانمنوي . که څه هم د معلوماتي ټکنالوژۍ او ترانسپورټي سیسټمونو پرمختیا د ښار او کلي توپیر کموي، نژدېوالی زیاتوي اویو بل ته رسېدنه او پوهاوی ښه کوي، خو طبیعي ده چې دا خدمتونه هم لومړی ښارونو ته رسېږي، خو دا اسانتیاوې دواړو ښاریانو او کلیوالو ته ګټه رسوي او تل په مارکیټ کې د کار خلک حاضرېدای شي . نوي رابرسېره کېدونکې پرمختیاوې که ځینې ستونزې حلوي، ځینې نورې راپیدا کوي .
که څه هم د نامتوازن انکشاف ټولې ستونزې او ټول سببونه په یو ځل نه شي حلېدای او مودې او زمان ته اړتیا لري، خو د فاصلې او توپیر د کمولو او په پای کې د توازن او عدالت د ټینګولو لپاره پکار دي چې په پالیسیو او لوایحو کې داسې بدلونونه رامنځ ته شي، چې که کوم خنډ موجود وي، هغه حل شي .
تر ټولو لومړی باید په پوهنه پانګونه وشي . پوهنه باید نه یوازې د ثبات ټینګولو لپاره بلکې د بدلون د منلو او ورته د تیاري لپاره د اساسي وسیلې په توګه وګڼل شي. له زانګو نه تر ګوره زده کړې؛ او ټول عمر د کار د قابليت لاس ته راوړل بايد د پوهنې هدف وي. د پوهې پر بنسټ د زده کړو لپاره د کریکولم (تعليمي نصاب) او سیسټم بدلول او سمون ضرور دي .اصلي خبره باید یوازې دا نه وي، چې ټول خلک تعلیمیافته شي، بلکې ددې په څنګ کې هر تعلیمیافته بایدد مهارت د کسبولو له لارې ځان ته کار وموندلای شي . يويشتمه پيړۍ د مفکرو ښوونځيو او مهارت لرونکو فارغانو پېړۍ ده او بايد دغسې لوی چلنج ته خپل نسلونه تيار کړو. داسې نسل چې د نړۍ په کچه د ټکنالوژۍ او پوهې ژر بد لېدونکي جريان سره موازي لاړ شي.
د متوازن انکشاف لپاره بل مهم جز دادی چې مارکېټ جوړ شي او د ښارونو او کلیو وګړو ته کار او د اقتصادي ودې زمینې برابرې شي .
د نفوس ډېروالی هغه بله راولاړېدونکې ستونزه ده چې باید فکر یې وشي او له هغه څخه د راپیداکېدونکو ستونزو لپاره تدابیر ونیول شي . کله چې په ښارونو کې نفوس ډېرېږي، وګړي او کورنۍ غریبېږي او دهستوګنځي، کار او تعلیم زمینې ورته کمېږي، له بلې خوا د کلیو ډېر شوي وګړي ښارونو ته د نوو فرصتونو په میندلو پسې راځي او کله چې فرصتونه نه مومي، ستونزې لا ژوروي .
د ښارونو د چټکې پراختیا مسله او د نړیوالتوب سیلاب د د دې پیړۍ له سترو چلنجونو څخه دي، چې په جلا بحثونو کې یې څېړو.
د سیاسي نماینده ګۍ د عادلانه حل لپاره باید د وخت او شرایطو سره سم د دولتي سیسټمونو نا مرکزي کولو، د ټولو ټولنیزو ګروپونو د سیاسي آګاهۍ د لوړولو لپاره کار وشي . په دولت او پارلمان کې باید د ټولو سیمو او ټولنیزو ګروپونو معقوله، روا او متوازنه نماینده ګي یقیني شي . په دې کې باید د نفوس نه علاوه د جغرافیې فکټور هم په پام کې ونیول شي او هغو لږکیو ته چې د نفوس او جغرافیې معیارونه، نه پوره کوي، ځانګړې ونډه ورکړل شي .
د تر ټولو بېوزلو وګړو او ټولنیزو ګروپونو د را اوچتولو لپاره ځانګړي پروګرامونه پکار دي، دوی باید په سیاست کې را فعال شي، د ټولنې پر بنسټ سازمانونه ورته جوړ شي، د ټولنیزې ساتنې ادارې ورته فعالې شي، د موسسو د چلولو وړتیا یې لوړه شي او په ټولو ټولنیزو او سیاسي پروسو کې شریکان شي . د دې لپاره چې بیوزلان په انکشاف کې شریکان شي او ډاډ ورکړل شي چې اولادونه به یې د بیوزلۍ په خبیثه کړۍ کې بند نه وي او د پرمختیا مساوي فرصتونه به ورته ېرابرېږي، باید د ټولنیزې ساتنې سیسټمونه او نورې پورته لارې چارې له فساد نه پاکې وساتل شي .
د پراختيايي منابعو په وېش کې بايد لاندې پرنسيپونه په پام کې ونيول شي :
۱ – لومړى هغو سيمو ته دې ډېره توجه وشي، چې تر ټولو ډېرې محرومې او مرستو ته اړې دي .
۲ – دويمه توجه دې هغو سيمو ته وشي، چې اړې او محرومې دي .
۳ – درېيمه، پاملرنه بايد نسبتاً اسانو سيمو ته وشي .
۴ – له هغو سيمو سره، چې غفلت او بې پامي شوې ده، بايد يو څه اضافي مرستې وشي، چې له نورو سيمو سره يوڅه ژر برابرې شي . مثلاً په يوه سيمه کې دېرش زره وګړي ژوند کوي، دوه اساسي او يو جامع روغتيايي مرکز شته او په بله سيمه کې همدغومره نفوس لري او يواځې يو اساسي روغتيايي مرکز لري؛ نو د نوي کال په بوديجه کې دې دويمې سيمې ته د لومړۍ په نسبت ډېرې منابع ځانګړې شي .
۵ – ځينې پروژې، چې لګښتونه يې ډېر او د ټول هېواد په بوديجه ډېر زور راوړي او ګټه يې محدودې سيمې او لږ شمېر خلکو ته رسېږي، په ځاى يې داسې کارونه وشي، چې ګټه يې ټولو يا زياتو خلکو ته ورسېږي . مثلاً: په بدخشان کې درواز ولسوالي يوه ډېره لېرې پرته ولسوالي ده، چې له ولايت مرکز فيض آباد سره يې سرک نه دى نښتى. په غرونو کې يې لاره ډېره ګرانه ده؛ خو د سرک په جوړولو يې تر ۲۰۰ ميليونه ډېر امريکايي ډالر لګېږي. که د هېواد عمومي بوديجه کمه وي او د ولسوالۍ په سر دومره بوديجه نشي برداشت کولاى؛ نو دغه ۲۰۰ ميليونه دې د کوکچې د برېښنا په پروژه ولګېږي، چې د ټولو شمالي ولايتونو په روښانتیا، تعليم، اقتصاد او بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي . په داسې حال کې چې ددرواز سیمې ته رسیدنه کیدای شي تریوه وخته دتاجکستان له لارې دنوموړي دولت سره دیو دوه اړخیز تفاهم له لارې تامین شي لکه څرنګه چې اغا خان پرمختیايي موسسه يي په اوسني وخت کې دخپلو اکمالاتو لپاره استعمالوي، او کله چې افغان دولت په اقتصادي ډول پیاوړی شو، دغه کار سر ته ورسيږي .
۶ ـ د حکومت اوانکشافي سکټورپه نا دولتي موسسو کې باید د کمپیوټر او انټر نیټ پر مټ د/MIS GPS نقشې موجودې وي او د هغو په مرسته هره شېبه دې ته تیار وي، تر څو د ولس د بیلابیلو ګروپونو او سیمو خلکو ته دغه معلومات ورکړای شي او په متوازن انکشاف کې د دوی برخه ور وښایي .
په افغانستان کې ګيلې ګوزارې ډېرې دي او هر څوک فکر کوي، چې یو محروم ګروپ او هویت پورې تړلی دی او خدمت نه دى ورته شوى.
زما ماشومتوب په کونړ کې و، خلکو نه له دولت نه څه غوښتل او نه يې څه تمه کوله، يواځې د بېګار کار ته به تلل، چې سرکونه جوړکړي او ولسوالۍ ته بوس، غنم او ماليه یوسي؛ خو باسواده خلکو فکر کاوه، چې حکومتونو ورته څه نه دي کړي، یا یې نه شول کولای .
زه په پېنځم ټولګي کې وم، چې سروبي ولسوالۍ ته راتبديل شوم. دا ولسوالي، چې د برېښنا دوه بندونه پکې دي، د کابل ولايت مربوط ده، دومره ډېر نفوس لري، چې اوس ترې درې تنه ولسي جرګې ته بريالي شوي دي؛ خو لېسه پکې نه وه؛ نو بيا پوه شوم، چې که کار نه دى شوى؛ هېچاته نه دى شوى . ما فکر کاوه، چې کونړ تر ټولو مشکل او سخت ولايت دى؛ خو چې د نورستان په ټولو کليو کې وګرځېدم، دا ولایت راته په ستونزو کې تر کونړه هم لومړى شو، چې بدخشان ته لاړم، تر نورستان ډېر غريب او له ستونځو سره مخ و. باميان او دايکنډي، زابل او بادغیس هم دغسې وو.
زه، چې کله کندهار ته لاړم او نژدې ولسوالۍ، پنجوايي او ارغنداب مې ولیدلې، حيران شوم، چې هلته د پوهنې او روغتیا حالت څومره خراب و، ښوونځي نه وو، کلينيکونه نه وو او هېڅ شى سم نه و، يواځې خلک قانع او د خداى په ورکړه ډاډه وو. هغه محمدزايان، چې نور ورونه يې د اوږدې پاچاهۍ په خاطر ټول پښتانه ملامتوي، د خپل پيدايښت اصلي ولايت ته يې هم هېڅ نه دي کړي . ښايي حکومتونه به هم نه وو ملامت؛ ځکه دا يو داسې بدمرغه هېواد دى، چې د کمو منابعو او نورو فکټورونو له امله پکې د امنیت او ثبات لویې ستونزې تل موجودې وي او د دولتونو سيستمونه يې دومره کمزوري وي، چې خپلو وطنوالو ته اساسي خدمات نه شي برابرولای .
زه د باميانو په وارس ولسوالۍ کې د شورا له غړيو سره غږېدم. هغوى هم د زیاترو افغانانو په شان له خپل محروميت نه شکايت کاوه، ما ورته دا ټول مثالونه وويل او پوه مې کړل چې ټول ستونزې لرو، خو یو له بله خبر نه یو. دوى ډېر هوښيار خلک وو، ويې ويل، اوس پوه شو، چې يواځې موږ نه، ټول افغانان ستونځې او اړتياوې لري . ذهن مو خلاص شو؛ خو د خپلو ستونځو د حل لپاره به له خپلو حکومتونو نه غوښتنو ته دوام ورکړو او د نورو ورونو د ستونزو خیال به هم ساتو. دا معقوله ده چې خپلې ستونزې مطرح کړو، خو په دې باید پوه شو چې زموږ ټول ورونه ستونزې لري، او هغوی هم د ورته حق لرونکي دي. دلته هر څوک ځان ځکه محروم ګڼي، چې یو د بل له حاله نه دي خبر .
افغانستان اوس په یوه ګذري (تېرېدونکي) حالت کې دی او د ټولنې د سوکالۍ او متوازن انکشاف لپاره په لومړیو مرحلو کې روان دی. دا تېرېدونکې مرحله به دردناکه وي، خو خدای دې وکړي چې ټراوماټیکه (ضرر رسونکې) نه وي .
که دولتونه له همدې اوسه ښې پا ليسيانې جوړې نه کړي، چې اسيب پذيره ګروپونه له لاسبرو کړيو سره وصل او نژدې کړي، نو راتلونکېو بې ثباتيو، ناکراريو، اختلافاتو او محروميتونو ته دې انتظار وکړي.
خو زموږ خلک د دغسې ستونزو هيله نه لري، بلکې متوازن انکشاف او دايمي ثبات غواړي.