مغصوبه زمکې!

د مشرانو سره يو دوستانه بحث!
په یاد لرو جناب عبد الرب رسول سياف څو میاشتې مخکې یو دیني بحث او ستره ناسته کې ‌‌‌‌‌‌‌ډېر شرعي احکامو نه نا خبر کسان له داسې جدي مشکل او شرعي حکم سر مواجه کړل چې له هغه حکمه غیر ملا او غیر مسلکي  ته ځان خلاصول سخت کار وه. 
جناب سیاف پر ځای ویلي وه چې د قرآن کریم صریح حکم دی چې مجاهد او  غیر مجاهد، عالم او جاهل مساوی کیږي او مساوي  نه دی. مجاهد د الله (ج) دربار کې ستره مرتبه لري. جناب استاد برحقه اضافه کړي وه که څوک د دې صریح حکم نه  منکر وي نو منکر د قرآن د صریح حکمه خو له دینه ووت او که ببا ځانته مسلمان وايي نو له سره دې کلیمهء شهادت ووایي او هغه بل به ورسره داهم اضافه کړي وي چې نکاح دې هم له سره وتړي.
دا بحث په دغه ‌‌‌‌‌‌ډول یو شمېر خلک او یو شمېر افغانان سخت په غوسه کړي هم وه.
 
اوس نو که راشو د استاد سیاف دا نوې خبرې ته او مونږ خبر یو او پوهیږو چې واقعیت څنګه دی؟ مونږ پوهیږو چې په زرو او زر به څه اسناد جوړ شوي وي نو که
استاد ووايی او تاکید لري چې یوه ولیشت او بلیست ځمکه یې نه ده ولکه کړې او نه غصب کړې نو لیا مونږ ته داسې سوال او حکم مطرح کول په کار دي چې: د عامه ملکیت غاصب ګنهکار اما غصب شوې ځمکې ته د غصب په سترګه نه کتل او هغه خپل مال ګڼل او په دې توګه حرام حلال ګڼل انسان کافروي او له سره د کلیمې لوستل او له سره د نکاح مسأله مطرح کیږي.
 
ستاسو نظر او برداشت په دې کې څه دی؟
 
او هو
ما وثایقو کې کار کړای او ددې مسایلو لږه تجربه لرم او له ممکنو حیلو او مکاریو  نه انشاء الله خبر یو، خو الله ( ج)  په هرڅه خبردی.
زه د سرپناه لپاره دکور لپاره تر لاسه شوې زمکې لپاره د قضایاو جنایی کولو پلوی نه یم، اما د غصب پر زمکه د تجارت برخه کې د عادلانه لار او حل  پلوی یم.
 
او یوه بله: کندز  کې ٣٠ كاله پخوا یو کس په بل کس دعوه وکړه چې زما زمکه یې غصب کړې او محکمې ته راغلل.
محکمې د یوه په ګټه حکم وکړ او زمکه هغه یو ته د محکمې د حکم پر بنیاد چې قضیه یې وړې وه قباله شوه او له محکمې دواړه خواوې او قاضي خوشاله لاړل.
ولې درې واړه قاضي او طرفین خوشاله ولاړل؟
 هغه داسې چې هغه شخص چې قضیه وړې او هغه چې بایللې وه خوشاله لاړل. په دې علت چې زمکه دولتي وه او دعوی جعلي او قاضي هم پرې خبر  وه خو خپل سهم یې واخیست.
داسې مکارۍ زیاتې دي. 
 الله (ج)  دې مونږ ته د نیکۍ هدایت وکړي. آمین