درې سوه(۳۰۰) کرښې (دويمه برخه)


۸۲ کرښه : په مینه کې سستي مه کوه او هغه چاته مینه ورکړه چې له تا سره یې مینه ده ، خو یوه خبره په یاد ولره، هغه دا چې مینه دنفرت کولو له پاه ره نه ده، چیرته چې مینه وي هلته نفرت ژوند نه شي کولی.
۸۳ کرښه : مینه استاذي نه غواړي، خو صداقت په کې شرط دی.

۸۴ کرښه : اوس ستا له مینې توبه څنګه وکړم!.
 
۸۵ کرښه : تاسو هم مینه وکړﺉ او وګورﺉ چې په دې کار کې څومره برلاسي یاست ،څوک چې مینه کوي هغه به د تل له پاره په هر څه برلاسي وي.
 
۸۶ کرښه : د ژوند په رنګونو کې ورکه یاره!
څومره چې له ما لرې لاړ شې همدومره مې زړه ته رانېږدې کېږې ،اوس زما له زړه لرې نه شې تللی.
 
۸۷ کرښه : زه له الله (ج)څخه شکر کوونکی یم چې ماته یې د عبادت کولو وخت راکړ او زه یې دنېا ته راولیږلم، زه به د الله(ج) غبادت نور هم پسې زیات کړمه چې دبنده ځای مې حاصل کړی وي.
 
۸۸ کرښه : ته ولې په خپل حال شکر نه اوباسې؟ ولې له تا هیره ده چې الله (ج) له موږ سره دې!؟
 
۸۹ کرښه : هرڅومره چې ته په شا تګ کوې همدومره به دې له سترګو دپرمختګ لاره لرې کیږي نو پر مخ مزل کوه او دشا تګ دې هم مه هېره وه.

۹۰ کرښه : که له چا څخه تیښته کوې نو د شا څخه د مخکې لارې کتل ضرور دي که تا څوک پسې اخیستي وي نو بیا شا ته ضرور مخ واړه وه.
 

۹۱ کرښه : ستا له تندي د نور وړانګې وریږي ، او زه غواړم چې د ستا تندی ښکل کړم که خدای هم چیر ته په ما رحم وکړ او له بدو ورځو وساتل شم.
 
۹۲ کرښه : لیونیان د کاڼو لېوال نه دي خو دا دې لیوال دي چې له کاڼو تېر شي او خپل مقصد ته ورسیږي.
 
۹۳ کرښه : د دا مینې کار دی په دې کې زړونه هر څه ته تیار وي ،خو تا په سر لاسونه نیولي چې مات نه شي.
 

۹۴ کرښه : دا خو سمه ده چې مینه له سترګو پیل کیږي خو دا به مو نه وي اوریدلي چې مینه په څه پای ته راسیږي ،ما مینه له سترګو پیل کړه او پای ته راسول یې د ژوند پرېښودل دي.
 
۹۵ کرښه : زه د ژوند په تېرولو خوښ یم خو په دې خوښ نه یم چې په ژوند کې مې ګناهونه ډېر شي، نو ځکه مې له ژوند سره مینه یو ځای کړه .
 
۹۶ کرښه : زه هر څه ته په درنه سترګه ګورم ،هغه څه چې زما له پاره ارزښت لري.

۹۷ کرښه :زمانې تېرې شوې ،خلک بدل شول خو دمینې نوم هم هغه مینه دی،او مینه به یو ځل د هر چا زړه ته ورشي خو ډېر نه پوهان به یې له لاسه وباسي ،تاسو د نه پوهانو له ډلې څخه مه کیږﺉ.
 
۹۸ کرښه : زه د سېنځلې دونې لاندې ناست وم ،توتکیو پاس په ونه کې چغار کو،او زه وپوهیدم چې ما دادوی د مینې لار ونیوه او زه دونې له څنګ څخه لاړم،هر ژوند سوری الله(ج) پیدا کړی،په هغوی ظالم مه کوﺉ.
 

۹۹ کرښه : ماشومانو د دېوال له سوړې څخه د چرچڼو ځالې را اېستې ،او هګۍ به یې ورته ماتې کړې،خو دکور دخاوند ماشوم له کوره راووت او نور ماشومان یې چې دخپل کور په دیوال کې له ځالو سره ولېدل نو په سپکو سپوروو یې پیل وکړ او دوی یې له دې کاره منه کړل ،شاید دغه ماشوم به په نورو ماشومانو نیت کم شوی وي ،خو ما یې دا سپکې سپورې خوښې شوې.
 
۱۰۰ کرښه :هغه په پټیو کې روان و او چارۍ یې په مټ اېښودي وه او په ټکه غرمه کې یې د ونې لاندې ناست زوی ته ور غږ کړ چې ولې یې تر اوسه له کور څخه ډوډۍ نه ده راغلي؟ زوی په خواږه غږ ځواب ورکړ چې مور مې دستا په خاطر ډوډۍ ځنډه وي چې دستا له پاره یې خوند زیات شي او ته ډېر کار وکړې ،نو د ستړیه ډوډۍ وخورﺉ او تمبلي مه کوﺉ چې ډوډۍ به مو بې خونده شي.
 

۱۰۱ کرښه : که ته د یار د دیدن تږی وې نو اوبه وڅښه دا دې له پاره نه چې د دیدن تنده به دې ماته شي دا دې له پاره چې الله (ج)دریاد شي او د الله (ج) په نعمتونو شکر وباسې ،نو الله به پرتاسو رحم وکړي او دیار په لیدو به مو سترګې یخې شي .
 
۱۰۳ کرښه : ما ډېره مینه وکړه خو په مینه کې مې یو کار لا تر اوسه هم نه دی کړی ،خو هغه کار زما په ځای تا سر ته ورسوو نو ځکه یې ماته ضرورت پاتې نه شو ،بې وفایي د انسان ژوند څخه خواږه اوباسي او دسترګو تور یې سپين شي، له داسې خلکو لرې اوسۍ ،دا خلک د ژوند خواږه نه پېژاني، هسې نه چې تاسو بې خونده کړي.
 
۱۰۴ کرښه : دملګرو سره دخبرو په وخت کې له خولې سره فکر کوﺉ ،کنه تاسو به دملګرو په مخ کې دخبرو کولو نه شﺉ.

۱۰۵ کرښه : هر څه په یاد ولرﺉ خو کېنه په یاد مه ساتۍ په دې کې دستاسو ګټه یوه لپه ایرې دي.
 
۱۰۶ کرښه :هر چاته د هغه وړ احترام وکړﺉ خو له ښځو سره داحترام کولو په وجه مینه زیاتیږي تاسو دا مینه له لاسه مه ورکوﺉ ،کنه بیا به درته څوک احترام ونه کړي.

۱۰۷ کرښه : که تاسو شاعر یاست له دو شیانو لرې اوسﺉ، له دروغو څخه او له بدو کارونو څخه ،کنه دستاسو شاعري به کوم ځای ونه نیسي.
 
۱۰۸ کرښه : ماشومان مه ویره وای،که دوی لوی شي نو بیا به تاسې وا ویره وي.
 
۱۰۹ کرښه : د تورو توتانو سیورو ته مه ودرېږﺉ،چې جامې به مو درته تورې کړي،د ناپوهانو سره یاري کول د تورو توتانو سیوري ته دریدل دي.

۱۱۰ کرښه : هر چا سره یارنه وکړﺉ خو له هغه چا سره یاري مه کوﺉ چې د ستاسو ارزښت ورت هیڅ وي.
 
۱۱۱ کرښه : په هدیره کې د نوي قبر تر څنګ ګلونه په یو په بل پسې کتار و،ماته یې د ګلونو باغ رایاد کړ،دا ګلونه مړاوي و او یو ځو شېبه ورسته د بوی کولو نه و،نو تاسو عبادت وکړﺉ،چې دکمو ګلانو په ځای داسې ګلونه تر لاسه کړﺉ چې په لېدو به یې حیرانه شﺉ.
 
۱۱۲ کرښه :ما دستا له مخه د ژوند رازونه ولوستل،خو ته د ژوند په ارزښت ونه پوهېدې ،څوک چې د ژوند په ارزښت نه پوهیږي،د هغه له پاره دناکامۍ زېری دی.

۱۱۳ کرښه : ټوله شپه مې دستا یادونه ځوره وي،او خوب رانه په دې مرور دی چې زه دستا یادونه نه شم هیره ولی،نو په ډاډه زړه سره ویلی شم چې د بل هیره ول،دځان هیره ول دي.
 
۱۱۴ کرښه : په مینه کې هغه وخت وډار شه چې شک په کې پیدا شي،خو زما دستا په مینه یقین دی نو د ډار سوال نه پیدا کیږي.

۱۱۵ کرښه :کله چې مینه وکړﺉ نو زنداګي په تاسو مهربانه شي،او تاسو ورته په درنه سترګه وګورﺉ.
 
۱۱۶ کرښه : د لارې په سر روان وم، په مخ کې مې د نورو وکړو پلونه و،او شاته مې خپل پلونه پاتې کېدل، نو زه ډاډ من شوم چې لاره مې سمه ده .

۱۱۷ کرښه :د ګلونو په موسم کې مې دستا له پاره ګلونه راوړل خو تا وخندل ،او ما سم دلاسه تاته وویل چې په پسرلي کې خو د ګلونو څخه ګیډۍ جوړه ول اسان دي خو ډالۍ کول یې ډېر سخت کار دی .
 

۱۱۸ کرښه :زما زړګيه !وژړا ښه په چيغو ،چيغو وژاړه دومره وژاړه چې په ژړا ژړا کې دې ترک زړه وچوي ،وژړا دهغه بې وفا په ياد وژاړه چې يوه شيبه يې هم دستا په خاطر نه دي ژړالي ،وژړا دهغه بې وفا په ياد وژاړه چې ،دوفانوم يې نه دی اوريدلی اوتل يې دجفا په مزي دژوند تسپې پېیلي، خو یوه خبره په یاد ولره ،داډول ژړا اوښکۍ کمه وي او ګټه یې په نیشت حساب ده.
 
۱۱۹ کرښه : کمبخته او بې بخته زړګيه وژړا ،اوس ژړا دومره وژړا چې په ژړا ژړا کې دې ترک زړه وچوي،زه دې له ژونده ویستم او د غم مېچن ته دې په اوږدږ پښو کښېنولم.
 

۱۲۰ کرښه : دبلۍ له سر څخه دې دکوڅې ورستۍ برخه ته په خواږه نظر څو ځله وکتل،خو انتظار دې پسې اوږد شو او له بلۍ راکښته شوې او دکوڅې په ورستۍ برخه کې دې د د کوڅې له کونج څخه دې د بلې کوڅې ورستۍ کنډو ته خپلې سترګې واړه ولې،تا دا کار نور هم پسې اوږد کړ، ان تر دې چې د کلي ورستۍ کوڅې ته ورسېدې،او پر خپل مین دې سترګې ولګدې،زه خوشاله شوم او دستا ځار مې بند کړ او بېرته دستا له لیدو څخه ستون شوم او ومې ویل ،څوک چې یو قدم هم مخ ته لاړ شي د هغوپه ګټه دی او منزل همیشه یو ګام هغه خو ته شتون لري، خو ډېر خلک خپل منزل نه پېژاني.
۱۲۱ کرښه : ماشومانو په خوړ(توی)کې په لمبو بوخت وو،او جامې یې دشنو کاڼو په سر ورته ېښودې وې،زه لږ ورته په ننداره شوم ،او دا دوی په لېدلو مې له ځان سره وویل ،انسان ته الله (ج) اولادونه ورکړل،او انسان د هغو ژوند دکاڼو په سر تېر کړ، نو د پلار تر کېدو ورسته به په اوښکو کې لمبي که خپلو اولادونو ته سمه لار ه ور ښکاره نه کړي ،تاسو د کاڼو په سر لمبو کوﺉ ،که خپل زوی ته د ښه او بد فرق نه شئ کولی.
 

۱۲۳ کرښه : دهر سهار په راتلو سره تاسو ته زیری دی چې خپل نېک کارونه پیل کړﺉ او دالله(ج)په عبادت ځانو نه بوخت وساتئ .

۱۲۴ کرښه : دمازدېګر په راتلو سره، دستاسو یوه ورځ له خپل ژوند څه کومه شوه ،اوس دستاسو خوښه ، که الله (ج) بل سهار درکړ تاسو به یې په څه پیل کړﺉ ؟ اوهښیاران همیشه په نیک کار کې بیړه کوي.
۱۲۵ کرښه :تاپه ما دجانان د راتلو زیری وکړ،ما دستا دنورو خبرو بدرګه ونه کړه او درته مې وویل چې په خوله دې ګوړې شه،خو دستا په مخ کې ګونځې راغلې او علی زما ترخوا وادرېدې او په رپېدلو شونډو دې وویل چې هغه له بل وطن څخه خپل وطن ته دا دې له پاره راوړل شو چې پاتې وخت قیامت ته د تېرېدو په خاطر د خپل کلي په هدېره کې تېر کړي،زه چوپه خوله پاتې شوم ،خو تاسو ته ووایم چې هره خبره په غور سره ووارﺉ او دخبرو په کولو کې بېړه مه کوﺉ.
۱۲۶ کرښه : له یو کور څخه تېرېدم ،دکور له منځ نه دښځو اواز راغی، زه ماشوم وم،نو ځکه ورته لږ تم شوم ،هغو ښځو په یو اوبل د غلا تور لګو،زما په خیال دوی د خاوند دراوړل شوو شیانو په اړه اندېښمنې وې،زه لږ نور هم دیوال ته ورنېږدې شوم،هغو دا مهال یوه اوبله د سر په وېښتانو کې سره نېولې وې،او غږونه یې لږ نور هم لوړ شول ،ما وخندل هغو سره پرېښودل،او دواړو ښځو د دروازې له شا څخه ماته وکتل او جګړه یې بس کړه ،زه لږ نور هم په شونډو کې موسکې شوم او ومې ویل خندا هم سړی له جګړې ژوغورلی شي.
 
۱۲۷ کرښه : خندا هم سړی له جګړې ژوغورلی شي.

۱۲۸ کرښه : ټکه غرمه وه ماشومان د توتانو سیورو ته لاړل او د ونې په ځانګو کې یې ټالونه واچول او بې غمه یې ټالۍ وهلې ،ناڅپه په یو پسې ټال وشلېده،او لاندې راګوزار شو،او چیغه یې له خولې وواته ،ماته یاد شول چې بې ځایه سوچ همدا دماشومانو ټال دی.
 
۱۲۹ کرښه :بې ځایه سوچ دماشومانو ټال دی.

۱۳۰ کرښه : دشپې دریمه ډېوه مې ولګوله،ما د کتاب څلورمه برخه پیل کړه ،تر څو چې څلورمه برخه خلاصده نو سهار شو او ما دکتاب ورستې توری ولوست ، دکتاب په لوستلو دوه ګټې لاس ته راځې،دسهار زیرې او مغزو ته دپوهې را تګ،تاسو دې دواړو ته ضرورته لرﺉ.
۱۳۱ کرښه: د خزان راتلو ته انتظار مه باسئ او ما هم د سپارلي په تګ خپه کیږﺉ ،خو تاسو په داوړو وختونو کې یو شان ژوند غوره کړﺉ،نو دستاسو ارمان ته به توان ونه راسېږي.
۱۳۲ کرښه : د اختر دمبارګۍ په وخت کې مې دیار سرو لاسونو ته پام شو ،هغه موسکې شو او لاسونه یې زما دلیدو له پاره نور هم پورته کړل،ما د هغه سترګو ته وکتل او ورته مې وویل رنګون په دوه ډوله دي ،یو رنګ دانسان له مړېنې ورسته پاتې کیږي او یو بل رنګ یې په ژوندوني وي ،چې هغه رنګ نن دستا په سترګو کې ښکاري،هغه لږه څه حیرانه شوه وایې ویل هغه کوم رنګونه دي ؟ ماوویل اول د ژوند رنګ کړه وړه دي چې انسان یې بدله ولی شي، دوهم هغه رنګ دی چې عملونو ته ورکړل شوی دی چې له مړېنې ورسته نه بدلیږي.
۱۳۳ کرښه : کومه ستونزه چې تاسو ته پیدا شوي او ډېر یې سرګردانه کړي یاست،یوه لار یې دحل کولو له پاره تاسو سره شته ،کله چې له ستونزې سره مخامخ شئ نو الله (ج) یاد کړﺉ او صبر وکړﺉ، هره ستونزه حل لري خو تاسو به پرې پوه نه شئ ،که چیر ته بې صبره شوﺉ.
۱۳۴ کرښه : د ماشوم غوندې کرګڼې مې په لپه کې راټولې کړې او دستا خوا ته راغلم خو تا رانه له لاسه وتښتولې .
یاره! ما ټوله ورځ د ستا په خاطر د کرکڼو په ځنګ کې تېره کړه.
 
۱۳۵ کرښه : پر مخ دې دباران څاڅکي ولوېدل او تا په خپله ژبه د باران څاڅکي راټول کړل او له شونډو دې تړپ پورته شو.
۱۳۶ کرښه : تاته په سترګو کې مې اوښکې راوړې.
۱۳۷ کرښه :څوک چې تاسو ته په بیا، بیا د کست په خاطر ګوري،تاسو له هغه څخه لاره بدله کړﺉ ،او الله ته مخ واړه وﺉ.
۱۳۸ کرښه :دنه پېژندل شوﺉ کس احترام وکړﺉ،تر څوک چې تاسو هغه نه وي پېژندلی تر هغه وخته پورې په هغه باور مه کوﺉ.
۱۳۹ کرښه : خوشالي یو وار دروازه ټکوي ،خو غم تر هغه پورې دروازه ټکوي تر څو چې تاسو ورته دروازه خلاصه نه کړﺉ،نو دخوشالې له پاره په اول ځل دروازه ورخلاصه کړﺉ،تاسو به ضرور د دروازې په خلاصولو او تاړلو کې تجربه لرﺉ.
۱۴۰ کرښه : که له تاسو په کوم کار کې بیا،بیا تېروتنه کېده ،نو تاسو هغه څه ته مخه کړﺉ چې تاسو پرې مطمین یاست،او لومړی کار ته دسوچ وخت ورکړﺉ.
 

۱۴۱ کرښه :کله چې په مینه کې د مرورتوب وخت پای ته ورسېد،نو تاسو ته به زنداګي یوه بله زنداګي په لاس کې درکړي،خو تاسو دا ځل ډېرې تجربې اخیستي، او بیا دمرورتوب چانس مه ورکوﺉ.

۱۴۲ کرښه : په غمونو کې زه هم له ژوند خوشاله نه ومه ،خو کله مې چې د ستا مینه زړه ته راغله ،نو اوس د ژوند څخه دشکایت وخت نه لرم،تاسو هم له خپلې زنداګۍ شکایت مه کوﺉ،الله له هر څه خبر دی.
 
۱۴۳ کرښه : د ونې څانګې باد ماتې وې،او ماشومانو په دې څانګو لوبې کولې ،باد نور هم تېز شو او ګرد غبار یې جوړ کړ، زه ترې یو څه لرې وم او ماشومان مې له سترګو پانه شول ،دباران د وریدو او دسخت باد په وخت کې دماشومانو خیال ساتۍ،کنه بیا به د باران څاڅکي او دستاسو د اوښکو څاڅکي سره ګډې شي.

۱۴۴ کرښه : ډېر خلک په دې باور دي چې دمینې پټ ساتل ښه کمال دی، خو زه د دغو خبرو پروا نه کومه او وایم چې مینه وکړﺉ او دساتلو او دښکاره کولو کار یې الله (ج) ته پرېږدی ،هغه په هر څه قادر دی.
 
۱۴۵ کرښه : ما د هر ښایست سره مینه وکړه ، او له هر ښایست څخه مې خپله برخه واخیسته ،د الله (ج) په کیناتو کې ښایستونه دومره ډېر دي چې زه یې د یادولو څخه عجاز یم ، نو اوس تاسو ووایاست چې دا خبره رښتیا ده ،چې مینه یو ځل کیږي؟ نه که تاسو په بیا،بیا مینه ونه کړﺉ او تازه یې ونه ساتئ نو دژوند په کنډو دومره اسان نه شئ تېرېدی.

۱۴۶ کرښه : زه تاسو ته دا کرښې دخپلې پوهې له مخې لیکم، زما کرښې ولولئ او وګورﺉ چې تاسو سره څومره مرسته کولی شي ،خو په دې ځان پوه کړﺉ چې لوستل یې اسان خو سرته راسول یې ګران دي ،ژوند همدې ته ورته دی.
 
۱۴۷ کرښه : په دو وختونو کې دکلي په کوڅه کې مه ودرېږﺉ ،یو دا چې دا چا دمرګ اوازه خپره شي او دوهم دا چې زلزله ځمکه وښوره وي ،دا دواړه وختونه په عبادت تېر کړﺉ،او دژوند په هر شېبه کې دعبادت کول دانسنانو په ګټه دي نو دا دتوان وخت نور ودروﺉ او دثوابونو په ډېره ولو پیل وکړﺉ.

۱۴۸ کرښه : له دو حرکتونو څخه ډاډه وکړﺉ ،یو داچې کله مو اندمونه د ناروه کار له پاره پورته شي او دوهم دا چې په بې حوصلې سره دا چا ګرېوان نیول،دا داوړه حرکتونه تاسو برباد کوي.
 
۱۴۹ : کرښه : خپلې ښځې ته په یو ښه نوم غږ کوﺉ کنه تاسو به دښځې په مخ کې دیوې چونډې شئ.

۱۵۰ کرښه : کله چې څوک دستاسو د کور دروازه په بېړې سره، سر په سر څو ځله وټکول شي، نو تاسو بېړه مه کوﺉ او په ډاډه زړه دټکونکی خواته ورشئ ، په دې وخت کې به دروازه ټکونکی تاسو بې سوچه کړي ،خو تاسو الله (ج) یاد کړﺉ،او دروازې ته په غښتلو قدمونه حرکت پیل کړﺉ ،دغه کارد تاسو ته په ګټه دی.
۱۵۱ کرښه :کله چې دستاسو ماشوم په کوڅه کې دبل ماشوم سره په جنګ شو او تاسو یې ژړا په کور کې واورېده ،تاسو دکوڅې خواته لاړ شئ ، لومړﺉ خپل او پردی ماشوم ښه وګورﺉ او دا دوی حرکتونه په بېړې سره وګورﺉ ،کله چې دوی سلامت وو نو شکر وباسئ ،او ماشومانو ته دنصحت کولو خبرې پیل کړﺉ ،که چیرته دوی په وینو سره وو نو دا وخت دمرستې دی ،داوړو سره مرسته وکړﺉ ،او دغچ اخیستلو څخه ډاډه وکړﺉ ، په دې وخت کې بدل اخیستل د لویانو کار نه دی ،تاسو الله (ج) ته مخ واړوﺉ او د الله (ج) څخه بل فیصله کونکی نه شته.
 
۱۵۲ کرښه : دا وخت دثوابونو دی،که تاسو اوهښیار یاست نو د الله (ج) عبادت وکړﺉ ،تاسو ته ډېر کم وخت درکړل شوی دی.

۱۵۳ کرښه : کله چې ویده کیږﺉ نو څلور شیان په یاد ولرﺉ.
۱:دالله (ج)نعمتونه
۲:د خپل مال راټوله ول .
۳: دخوب وخت.
۴ :ایت الکرسي .
په دې شیانو سره تاسو دځان حفاظت کولی شئ.
 
۱۵۴ کرښه : یوه ګړﺉ واړندې مې اذانونه واورېدل او دلمونځ کولو له پاره مسجد ته لاړم، ملا دجمعې ورکولو له پاره پورته شو ، ما او نورو مسلمانو وروڼو په پوره اخلاص سره لمونځ وکړ،شاته مې مخ ولاړه و ډېر کسان راځینې ورسته و او ټولو خولې ښوراولې او دعاګانې یې کولې،ما هم لاس پورت کړ ،او د دعاګانو په ویلو مې پیل وکړ،دنورو دعاګانو تر څنګ مې وویل چې یا الله (ج) دستا بنداګان له تاڅخه څه غواړي ته یې ورته پوره کړه ، او همیشه دې په اتفاق لره، ای زما ربه (ج)! یواځې ته یې چې زموږ فریاد اورېدلی شې.
 
 
۱۵۵ کرښه : په زړه کې دنفرت ګاڼي مه ګده ،د ګاڼو له پاره خوړونه دي چې دباران دسپنو څاڅکو څخه خړې اوبه راونې شي او خځلې په سر واخلي ،مینه کول یوه لویه لورینه ده ،خپل سپن زړه په تور داغلي نفرت مه پوښه ،کنه تاسو به دښې ورځې څښتنان نه شئ.
۱۵۶ کرښه : دماښام په راتلو سره ته ریاده شوې ،او په منډه دمسجد خواته لاړمه ،او دلمونځ په کولو مې پیل وکړ ،هر څه په عبادت سره پیدا کولی شئ ،که تاسو د زړه له تله دالله(ج) عبادت وکړﺉ.
 
۱۵۷ کرښه : دژوند سره په نخرو مه درومه ،ژوند دنخرو له پاره نه دی ،تاسو له هرڅه نخرې مه جوړه وﺉ ،دا کار تاسو تورو کندو ته رسولی شي.

۱۵۸ کرښه : د کوڅې په سر کې ولاړه وې،او د یار دراتلو له پاره دې سترګې پرانیستې وې،دا یوه خوندوره شېبه ده ،تاسو داسې شېبې خوندي وساتﺉ.

۱۵۹ کرښه : دلیونتوب خبره خو هر مین خپلې معشوقې ته کوي چې دستا په مینه کې لیونی کیږم، یا درپسې لیونی شوم،دا به مو نه وي اورېدلي چې د چا مینې له لیونتوب وساتلم ،خو نن به یې درته ووایم ،مینه سړی لیونی کوي ،خو مینه سړی له لیونتوبه ژوغوري ،که تاسو لیونی یاست مینه وکړﺉ او د صادیق په کې ووسئ ،نو تاسو به له لیونتوب وساتل شئ.
 
۱۶۰ کرښه : دخپل پلار احترام وکړﺉ،هغه زموږ دسر پانه ده ،که تاسو دپلار احترام ونه کړﺉ نو دپلار کېدو تمه مه کوﺉ ،تاسو به په غذاب اخته شئ ،پلار دزوی له پاره هرڅه په ځان وړي خو اولاد یې سختۍ ته نه دی ورکړﺉ،الله (ج)به تاسو ته یو ښه مقام درکړي،که د خپل پلار خبره په هر څه کې واورﺉ ،پلاران تاسو ته بده لاره نه ګوري .
 
۱۶۱ کرښه : که تاسو په مینه نه پوهیږﺉ چې ما له هغې سره مینه ده ،که چیر ته مو دشپې په ورستۍ برخه کې د سترګو څخه اوښکې وبهېدې نو پوه شئ چې مینه مو زړه ته ولوېده ،او ځان ته مبارکي ورکړﺉ ،او کلکه یې په زړه کې وساتئ ،تاسو ډېر نېکمرغه خلک یاست.
 
۱۶۲ کرښه :کله چې ډېر یواځې شوﺉ نو دا کومه خبره نه ده دالله (ج)خوا ته مخ واړوﺉ ،الله (ج) به له تاسو سره مرسته وکړي،خو په دې ځان پوه کړﺉ چې تاسو ولې دومره یواځې یاست!؟.

۱۶۳ کرښه : په نیمه شپه له کوره ووت او یوه شېبه ورسته کور ته راننوت خو مور یې په انګړ کې پریشان پسې تاوېده،کله یې چې خپل زوی ولید چې د جوارو غوټکې ورسره دي نو پوښتنه یې ترې وکړه .
ـــ دا څه دي او له کومه دې کړل.
ـــ د جوارو غوټکې دي، او بیا لږ غلی شو خو مور یې بیا ورته وویل.
ــ وایمه زر ووایه دا دې له کومه کړل.
ـــ دا مې د خپل تره له پټه راپرې کړل.
ــ مور یې شنه وواښته او خپل زوی ته د حرامو په ښودلو سره یې دوه څپړې ورکړې.
زوی یې په داسې حال کې خپلې مور ته وویل چې له سترګو یې اوښکې بهېدې.
ــ مورې! ته ښه پوهیږې چې ځمکه زموږ ده خو جوار پرې زموږ تره په زور کرلي دي نو په دې کې ګنه ځه ده .
مور یې دا دې خبرې په اورېدو سره یوه بله څپړه هم ترې پورته کړه او جوار یې په پښو کې راولوېدل.
 
۱۶۴ کرښه :د ګودر په غاړه راتېر شوم ،سترګې مې په ځمکه ګنډلې وې ،پېغلو وخندل او غږ شو ،تاسو وګورﺉ له هغه څخه څه ورک دي،بیا دخندا شور شو ، خو زه تاسو ته په ډاډه زړه ویلی شم چې د نه ورک شوي څیز لټول او پرتاسو د چا خندا کول ښه دي نه پر خپل ژوند او عیرت ملنډې وهل.

۱۶۵ کرښه : دستاسو فکر به تر ما ښه وي خو زما فکر پرتاسو ځکه ښه دی چې تاسو دخپل فکر ساینه کوﺉ،دځان ستایل تاسو په امتحان کې روستی شي.
۱۶۶ کرښه : کله چې مو دخندا له پاره خوله خلاصه شي نو د ژړا له پاره تیاری ونیسئ .

۱۶۷ کرښه : په هغه ماښام چې تا سپنه جوړه اچولي وه ،خوند مې ترې واخیست او ماته یې ډېر څه یاد کړل او ژوند سره مې نور ښه کارونه هم یو ځای کړ ،موږ به له دنېا یواځې خپل عملونه او قبر ته به کفن یوسو ،نو تاسو دثوابونو په کولو کې بېړه وکړﺉ،اوس له مرګه ویره نه ده په کار که تاسو د قیامت په ورځ باور لرﺉ.
 
۱۶۸ کرښه : تابه دځان په اړه ضرور فکر کړی وي خو دبل انسان په اړه به دې فکر لږ کړی وي یابه په هیځ شامل وي ،خو دا ځل دبېوزله انسان په اړه سوچ وکړه او د خپلې وسې ورسره مرسته وکړه ،کله چې تاسو دبل انسان په اړه سوچ وکړ نو دستاسو سوچ به په خپله پوره شي .

۱۶۹ کرښه : دماسپښین وخت و ته د ونې لاندې ویده وې ،زه دڅه کار کولو له پاره بر کلي ته روان وم ، په لر او بر کلي کې دماسپیښن اذانونو اذانګې جوړې کړې،ما وویل: الله (ج)لوی دی ،خو ته دونې لاندې په نري څادر کې وښورېدی ،او بېرته دې دخوب غځولو له پاره ځان سم کړ ،ته به ترڅوخپل ژوند په خوب تېره وې ،ولې تاسو دې دنېا ته دخوب له پاره رالېږل شوی ياست،بې ځایه خوب دستاسو ګناهونه ډېره وي.
 
۱۷۰ کرښه : زه دستا له مینې تر دې ځایه راورسېدم خو ته دخپل نفرت له وجې په نیمه لاره کې پاتې شوې ،ما له ځان سره ګلونه راخیستي وو خو تا درنه کاڼي رابار و ،مینه سړی منزل ته راسولی شي خو نفرت له سړي څخه لاره ورکه وي ،تاسو دکاڼو په وړلو وخت مه تېره وﺉ.
۱۷۱ کرښه : هغه ځمکې ته ورټیټه شوه او دشفتلو له پټې څه یې یو څو ګلونه راپرې کړل او په ناز سره یې په خپل اوربل کې وټومبل ،ماوویل :تاسو ته دا ګلونه څومره خوند درکوي؟
هغې په نرۍ موسکه سره وویل :
ډېر زیات
،ما بیا غبرګه کړه او ومې ویل :
تاسو به له دې په سل وارې او له دې به هم ښه ګلونه تر لاسه کړﺉ که چیرته مو ژوند په مینه تیر کړ او که د الله (ج) عبادت وکړﺉ.
۱۷۱ کرښه : تاسو دخپلې کورانۍ له پاره د ډوډۍ په تر لاسه کولو له پاره درنه ګاڼي یوسئ ،خو دیو شخوند له پاره دشوم کس په مخ کې مه اودرېږﺉ.
 
۱۷۲ کرښه : ماشوم دملنګ له پاره شړومبۍ او وچه ډوډۍ راویسته او ملنګ لاسونه پورته کړا او دعا یې وکړه او بیا د دېوال څنګ ته غلی کښېناست ،او په مینه یې د ډوډۍ په خواړلو پیل وکړ ،ماشوم دنورو ماشومانو سره په لوبو بوخت شو ،ما وویل : الله څومره مهربانه دی،اوماشومان تاسو ته هم په خپل لاس ډوډۍ درکولی شي،که تاسو هغه د پوهې په ګوندوري کښېناو.

۱۷۳ کرښه : مینه له هر څه پیلېدلې شي،خو ډېر خلک وایي چې له سترګو پیلېږي ،خوما خپله مینه له زړه پیل کړه .

۱۷۴ کرښه :په قبر خاورې ورواړول شوې،دمړه شوي کس زوی پورت شو او خلکو ته یې وویل:
زما پلار یو شریف سړی و او زما په روزلو کې یې ډېره هڅه کوله ..
د مړه شوي کس د زوی خبره نه وه خلاصه چې دخلکو له منځ نه یو راپورته شو او وایې ویل :ما دستا په پلار پنځه لکه افغانۍ وې او په سود مې ورکړې وې، دهغې په اړه هم څه ووایه ، دمړه شوي کس دزوی خوله وازه پاتې شوه ،له څنګ څخه یو سپین ږیري غږ وکړ،لکه څنګه چې له مړو شو کسانو څخه پیسې پاتې شوې له تاسو به هم همدا شان پاتې شي ،ښه به دا وي چې بیا یې غوښتونکی شئ ،اوس دا هلک دخبرو له پاره پرېږ دﺉ،زه هم دخلکو په منځ کې ناست وم او له ځان سره مې وویل، که دمړه شوي کس زوی اوهښیار وي نو اوس به ورته ووایي چې له مړنې ورسته هم زما پلار له سوده خلاص نه شو خو له دې به څنګه خلاصیږي چې چې م
اته یې هر څه په سود پرېښودي دي ، که تاسو ښه پلاران یاست نو تاسو خپلو اولادونو ته حرام مه ډېره وی.
 
۱۷۵ کرښه : تاسو به هله د خپل ژوند په قیمت وپوهیږﺉ چې په کوم جرم مو سر تر پنسۍ ورسیږي.

۱۷۶ کرښه :ما ډېر خلک لېدلي چې وایي ،په عشق کې توانونه دي او همیشه به په غمونو کې یاست ،زه دا خبره نه منم ،که چیرته تاسو دزړه له اخلاصه عشق وکړﺉ، نو ټول ژوند به مو په ګټه تمام شي، دا چې تاسو ته دعشق له وجې توان رسیږي ،نو تاسو په خپل عشق یقین نه لرﺉ.
 
۱۷۷ کرښه : مبارک شه،مبارک شه اوازونه خپره شول او حجرې ته د کوچني ماشوم ژړا په داسې انداز راتله چې په ټولو خواږه لږېده،ملا، له حجرې ولاړ شو ،یو څو شېبۍ ورسته مې داذان اواز تر غوږ شو او دماشوم ژړا شېبه په شېبه پسې ورکېده.
پرځینو ژړاګانو خوشاله شئ،او پر بې ځایه خندا وژاړﺉ.

۱۷۸ کرښه : تاسو به دبلتون شېبه هغه وخت لنډه کړﺉ چې تاسو کله د وصال ارزښت ته په درنه سترګه وګورﺉ.

۱۷۹ کرښه : د دیوال شاته ودرېدې او دماښام ډوډۍ دې په خپلو پاستو ګوټو راکړه او زلفې دې په مخ راخورې شوې ،تا خپله ژبه کاږه کړه او پو دې ورکړ ،وېښتان دنه ،دانه شول، او دزلفو تیاره دې په مخ خوره شوه،ځینې تیارې،زموږ د ارامۍ له پاره دي،او ځینې د اور رڼاګانې زموږ کور سوځلی شي.

۱۸۰ کرښه : هغه یې کلکه په سر کې ونیوله او په خپلو لاسونو یې نور زور هم ورکړ او په لوړ غږ سره یې ورته وویل :
ــ واویه نن دې ولې د چېنې په غاړه له ما شکایت کړی؟.
هغې له سلګو سره یو ځای ورته وویل :ما نه دي ویلي زه درته رښتیا وایم.
ــ نو بیا د کلي ځوانان څنګه خبر دي چې زه ښځه وهم؟.
ښځې یې دا مهال خپل ټکرۍ په سر لږ راسم کړ او وایې ویل:هغه ځکه خبر دي چې ته په کور کې په لوړ غږ او په غوسه سره خبرې کوې او هره ورځ زما ویښتان په کوڅه کې تویږي.
خاوند خپلې سترګې د ښځې په سترګو کې کېښودې او په مخ یې یوه رنګیه څپه تېره شوه.

۱۸۱ کرښه : هغه دکفن څخه دوه ټکونه پورت کړل ،او د څنګ ملګري ته په شونډو کې موسکۍ شو ،ما وویل :تاسو چې کله له کفن څخه ټکونه پورته کړل تاسو ته څه یاد شول چې موسکۍ شوﺉ؟
هغه غلی شو خو ما وویل :له تاسو به جامې بل څوک وباسي او تاسو سر له اوسه دقبر له پاره تیاري وکړﺉ.
موږ په رښتیا چې ډېر ناتوانه یو،دغښتلیتوب له پاره دښه غمل توښه درسره وساتۍ.