زموږ ټولنه، فیس بوکي رسنیزه  نړۍ!

زموږ په ټولنه ، فیس بوکي او رسنیزه نړۍ کې هم ډېر عجیب عجیب اشخاص او موجودات خوځيږي.
(۱) په ځیني مهمو او کلیدي  دولتي سیاسي پوستونو کې د برحاله اشخاصو، علمي، اخلاقي او تجریبوي معیارونه، د هېوادپالنې او ولس پالنې روحیه :
په علمي لحاظ به د دولت او حکومت  ، د حکومت او اجرایه قواؤ ترمنځ ، د درېګوني قواؤ ، صلاحیتونو او مسؤلیتونو ترمنځ  د وضعي او الهي قوانینو ، دسیاست او ډیپلوماسۍ  ، د سیاسي نظریې او عقیدې ترمنځ  توپیر  او د دولت حقوقي جوړښت او سیاسي شکل ،  سیاسي رژیم ، خارجي او داخلي سیاست  او د اقتصادي سیستم  شناخت، د ادارې او مدیریت تعریف،  اداري اصول  او مشخصات  لا څه چې د ځان صلاحیت او مسؤلیت  هم نه پېژني  خو د شخصي ارتباطاتو او ملحوظاتو پر اساس په مهم سیاسي او دولتي بست ګمارل شوی وي خو ادعا به د هېوادپالنې،  ولس پالنې او قوي مدیریت  کوي  ،حقیقت کې به  د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته دومره ترجع ورکوي چې د ډېرو ناجیزو امکاناتو ، ارتباطاتو او مفادو په مقابل کې د خپل ولس او ملیتونو  پر طبیعي ازادۍ،  غرور،  ابرو عزت،  او  ستوني پښه ږدي،  ټول  دولتي قوانین،  اداري سلسله مراتب او لاېحه وظفوي  تر پښو لاندې کوي  خو خپلې نامشروع ګټې له پامه نه غورځوي د خپلو مسلکي، وظفوي سیالانو  او ولسونو لخوا  هر ډول سپکوۍ  او ګوستخي زغمي، هرچا ته چپلوسي او سرټيټي کوي خو خپل مختاج او زلیل موقف له لاسه نه ورکوي    
(۲) ډېری تش په نوم سیاسي او مدني فعلان شنونکي او د هېوادپالنې روحیه:   
د ملي ارزښتونو، ملي منافعو  ، ملي مصالحو ، اعتقادي او کلتوري  ارزښتونو  او حساسیتونو  په تعریف لا څه چې  دافغانستان د متشکلو قومونو  ، جوړښتونو ، جعرافیایي مساحت او د سرحداتو شناخت  به هم نه نشي کولی  خو په مطبوعاتي او رسنیزو  برنامو  کې به ناست وي په ملي او سیاسي مسأېلو به بحث کوي،  د خپل پېوست او همسرخده ولایت  اکلیم،  جعرافیایي سرحدات،  د ولسوالیو تعداد او د نفوذ ارقام ،  د سیاسي وضیعت  تحلیل ، د چېلېنچونو او نندریو حل لار خو لا غټه خبره ده،  خو په خپل کلي او قوم کې به د اندکې او واړې ستونزې د حل کولو توان، جرأت او حکمت  هم نلري او نه به ورباندې څوک باور کوي  خو! شنونکی صاحب  به بې مورده په ملي او سیاسي مسآېلو کې بحث او مداخله کوي د عامه ذهنیتونو د ګډوډ کولو او د ولسونو تر منځ د رج مرج پېدا کولو بله مانا نه لري  د خپل نظام او دولت پالیسۍ،   ملي یوالي،   ملي ګټو او ملي ارزښتونه سره به لکه اور او پطرول لوبه پر مخ وړي او ځان ته هم خبر نه وي 
  
(۴) اکثریت عام خلک او د هېوادپالنې روحیه : د خپل متبوع دولت پر وړاندې خپله واجیبه خو لا څه چې ځان ورباندې پوه  کړي په فیزیکي او فکري لحاظ به یې په  ۲۴ ساعتونو کې  عملا  نیم ساعت هم د خپل ولس، خاورې او د دین خدمت دپاره نه وي مصرف کړی ،  او نه به یې په مادي او  اقتصادي لحاظ  ۱۰۰۰ افغانۍ  د خپل ولس او خاورې د پاره مصرف کړي وي  ټول ژوند به یې صرف د خپلو اولادونو او خپل شخصي کاروبار د پاره وقف کړی وي ،  نه د نورو اولادونو،  خپلې خاورې او ولس دپاره امأ کله چې ۱۰ مېنټه وخت پېدا کړي د ساعت تېرۍ د پاره فیس بوک خلاص کړي بیا نو په احمد او محمود د تخریبولو،  سپکولو،  بې ځایه،  بې بنسټه تورنو لګولو او تأېدولو ته اړم شي ډز او ډوز  شروع کړي په سیاست او ملي مسأېلو کې به مصروف وي نه به شرق پېژني او نه به غرب ، د تور او سپین،  رواع او نارواع توپیر نشي کولی هر څه یې چې زړه غواړي همغه وایي او نشر کوي یې  سره دا دې چې دا ډول اعمال د اسلامي او بشري رسالتونو او وجأېبو خلاف عمل دی  ،
(۶)  ډېری دولتي مامورین او د هېوادپالنې روحیه: د دولت عادي مامور به وي خو دولت ته به په د نیت او اراده ورغلی وي  چې مغاش ترلاسه او صرف خپل ژوند او اېنده جوړه کړي نه په دې روحیه  چې ټولنې او دولت خدامات عرضه کړي کوشش به کوي چې  واسطه پېدا کړي تر څو داسې بست او ځای ته ځان کاندید او بلاخره بریالی شي چې لوړ معاش ، ډېر عاېد او امکانات ولري تر څو ځان او خپله اېنده ښه جوړه کړي نه دا چې تقرر یې په  ملي فکر او د هېوادپالنې په روحیه او مینه تر سره شوی وي، دا دې پر ځای چې خپل صلاحیت او مسؤلیت وپېژني او خپله دنده په اېماندارۍ پر مخ یوسي، په خپله اداره کې یې غېر سالم رقابت،  د یو بل توهین، تهدید او تخریب ته مټ ورکړای وي،  ټوله ورځ به د دولتي امکاناتو،  پرصتونو  او سهولتونو څخه په سؤ استفادې فیس بوک ته ناست وي بې ځایه او بې بنسټه به یې یو او بل ته  د ملامتیا ګوته نیولي وي په بې کفایتۍ، جاسوسۍ، ناغیړۍ او بې عقلۍ به یې تورنه وي خپله انرژي بې ځایه او فضول مصرفوي  نور به چغې او  شعارونه د هېواد پرستۍ او اصلاحاتو  ورکوي، د پورته موردو په اړه که زموږ  حکومت د اصلاحاتو  په موخه  کنترول او اقدامات ترسره نکړي د رسنیزو او خاصتا د فیس بوک له شبکې سره ځانګړي  شرېط وضع نکړي دا به د حکومت په ناغيړي او د ټولنې په عامه ذهنیت د زهرو پاشل وي او د پرادیو استخباراتو دپاره به دفعلیت زمینه سازي وي