غټه خېټه له بېلا بېلو نارغيو او روغتيايي ستونزو لکه د زړه مختلفې ناروغۍ، شکر، سرطان او نورو سره تړاو لري. مختلف فزيکي تمريونونه (Physiotherapy)، غذايي رژيم (Diet) او ځينې ورځنۍ چارې در سره مرسته کوي، چې له يادې ستونزې په امن شی.
په دې لېکنه کې درته پنځه اسانه او غوره مېتودونه په ګوته کوو، ترڅو د خېټې اضافي وازده مو ويلي شي.
۱- سهارنی خوراک: هر سهار چې هر کله له خوب ويښ شي، نو د يو ساعت په دننه کې ښه د سهار خوراک ولرئ، د سهار په خوراک کې هګۍ، لوبيا، بې وازدې (بې شحمه) غوښه، تازه مېوه او تازه شنه سبزۍ وخورئ، خو په سهارني خوراک کې د بورې او بل هر ډول خوږو شيانو له خوړولو ډډه وکړئ.
څېړونو ښودلې ده، چې په سهارني خوراک کې مو پورته خوراکونه د وجود د انسېلون هورمون اندازه ثابته ساتي او د کلسترول په کمولو کې ښه رول لوبوي.
۲- اندېښنې مه کوئ: کله چې په اندېښنو او تشويش کې پاتې شی، نو ستاسو وجود د کورټیسول (Cortisol) په نوم هورمون توليدوي، کورټېسول هغه هورمون دی، چې د زيات تشویش او اندېښنو په وخت کې تولېديږي او ياد هورمون د د خېټې د اضافي وازدې يو له مهمو لاملونو څخه شمېرل کيږي.
- په عادي ډول بايد ۷ - ۸ ساعتونو پورې د شپې خوب وکړئ او ارام اوسئ.
- د زياتو اندېښنو په وخت کې ځان ته ۱۵ دقيقې وخت ورکړئ، ژوره ساه واخلئ، سترګو مو پټې کړئ او اندېښنې مو هېرې کوئ.
- له هغه څه څخه ځان لېرې وساتئ، چې د اندېښنو او تشويش سبب کيږي. اندېښنې مو د وزن په زياتوالي او په ځانګړې ډول د خېټې په لوېدو کې بده مرسته کوي.
۳- په پښو مزل وکړئ: څېړونو ښودلې ده، چې کاري دفتر، ښوونځۍ، ښار ته په ورځني او منظم ډول په پښو تګ کول به د دوو او يا درېيو اونيو په وخت کې کابو ۷ سلنه د خېټې اضافي وازده له منځه يوسي.
- په زينو ډېر پورته او ښکته شئ.
- هر نيم ساعت وروسته ودرېږي او ۳۰ قدمه پلی مزل وکړئ.
۴- فيبر لرونکي خواړه وخورئ: فيبر لرونکي خواړه (Fiber Food) هغه خواړه دي، چې په بېړه سره نه هضم کيږي. کله چې فيبر لرونکي خواړه وخورئ، نو د لوږې احساس مو له منځه ځي او ياد خواړه په دې اساس چې زر نه هضم کيږي نو ستاسې د وزن په کموالې کې مرسته کوي.
شلغم، ناک، لوبيا، انځر، کوپره، بېنډۍ، بادام، چهارمغز، نخود او نور د فيبر لرونکي خواړو څخه عبارت دي.
۵- ډېرې اوبه وڅښئ: د شرابو، خوږه لرونکي څښاک او نورو بوره لرونکو څښاکونو څخه ډډه وکړئ او پرځای يوازې اوبه وڅښئ.
که شوني وي نو هره ورځ اته ځلې اته ګېلاسه اوبه وڅښئ او په کوم وخت يې پايله داسې واخلئ، چې د وجود اضافي وزن او په ځانګړې ډول د خېټې اضافي وازده مو به ويلې شي.
وروستي