دقت

ژوند، ژوند دی. څوک ورسره څنګه او څوک ورسره څنګه چلند کوي.
څوک یې په خوښۍ تیروي. څوک ورسره نا راضه دي. څوک ورسره پخلا شول او څوک لا تر اوسه هم د ژوند د انډیوالۍ فکر نه لري.
ما د ژوند دا قاموس هم مطالعه کړی دی. سختې کلمې مې ځانته او آسانې کلمې مې ځانته معنا کړي دي. د سختو کلمو په تحقیق کې اوس هم ناکام یمه، خو د آسانو کلمو ژباړه راته آسانه وه او پرې وپوهیدم.
په سختو کلمو کې مې د ملګري کلمه باندې سر خلاص نه شو.
له ملګرو مې پوښتنه وکړه. هغوی راپورې وخندل. زما خبرې یې په تمسخر را ځواب کړې. زه  خجالته شوم. وروسته مې د ملګري د کلمې د معنا څخه له چا پوښتنه نه شوه کولی.
ما فکر کاوه، بیا راپسې خاندې. ممکن راباندې د لیوني ګمان وکړي. زه حیران وم.
د ورځو څخه یوه ورځ په لاره روان وم. ملګري مې ولیدم، راغږ یې کړ.
ما ورته د ملګري نوم واخېسته چې ملګریه زه ملګري پسې ګرځم.
ده وخندل او ویې ویل راشه زه دې ملګری یم کنه!
حیران پاتې شوم،  ور وګرځیدم.
خوا کې ورسره کیناستم. په سر یې لاس راته کېښود ، ډېره شیبه یې زما سترګو ته خپلې سترګې مخامخ ونیوې.
پوښتنه یې وکړه چې اوس پوه شوې. ما ورته وویل نه !
بیا یې زما لاس په لاس کې ونیوه. ډېره شیبه غلي شو.
بیا یې وپښتل اوس ؟
ما ویل نه !
غوسه شو. ویل یې ته ساده یې. ما ووویل خو څنګه ؟
پاڅیده څادر کې ټک واهه او روان شو
وړاندې ولاړ، زه پسې ورپورته شوم.
ملګریه ملګریه !! غږونه مې وکړل 
خو راستون نه شو.
زه په هماغه لاره پسې ورغلم. ځانته ناست و خواته ورنږدې شوم.
ومې ویل ملګریه تا خو راته ونه ښودو!؟
ویل یې ته زما ښه ملګری یې، راپسې راغلې، یوازې دې پرې نه ښودم.
بس ملګري دې ته وایي!
ددې سختې کلمې معنا دا وه چې ملګری باید د غم او خوشالی ملګری وي
بس !!