د روسيې پوځي الوتکو په سوريه کې د داعش پر مرکزونو بمباري کړې

د روسیې هوایي ځواکونو پرون یو ځل بیا د سوریې په دیر الزور ولایت کې د داعش ډلې مرکزونه بمبار کړي دي.
 د روسیې د فاع وزارت وایي، شپږو الوتکو یې چې له روسیې څخه یې پرواز کړی و، په سوریه کې د داعش ډلې مرکزونه په نښه کړي دي.
 دا چې په دې هوایي بریدونو کې داعش ډلې ته څومره مرګ ژوبله اوښتې ده، څه نه دي ویل شوي. بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې په سوریه کې نور له داعش ډلې سره مبارزه وروستي پړاو ته نېږدې شوې ده او دغه ډله د له منځه تلو په حال کې ده.