په ترکيه کې د «دیانت» ادارې د سړیو د ويښتانو پر رنګولو بندیز لګولی

د ترکيې د مذهبي چارو ادارې «دیانت» د جمعې په ورځ داسې يوه فتوا ورکړې، چې پر بنسټ یې سړي حق نلري، چې وېښتان رنګ کړي.
د «سپوتنیک» د رېپوټ له مخې، دغه ادارې د مومنانو د پوښتنو په ځواب کې ويلي، چې د ږيرې، ويښتانو او بریتو رنګول جواز لري، خو په دې شرط، چې موخه د ښځو غولول نه وي. او له بل پلوه د اسلام دين د وېښتانو رنګول منع کړي دي.
سرچينه زياتوي، چې یادې ادارې همداراز زیاته کړې: په هغه ځایو کې، چې شراب پلورل کيږي د موسيقۍ غږول حرام دي، يوازې په هغه صورت کې جواز لري، که بله هيڅ لاره د عایداتو د تر لاسه کولو لپاره وجود ونلري.