د خواشينۍ او غمشريکۍ پيغام

خواشينۍ او غمشريکۍ پيغام
په ډيره خواشينۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د وسله وال پوځ پخوانی افسر، سياسي او ټولنير شخصيت بريد جنرال محمد عمر توتاخېل پرون  د۲۰۱۷ کال د نومبر ۳۰  د جمعې په ورځ د ۷۷ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله په مسکو کې په حق ورسېد.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد بريد جنرال محمد عمر توتاخيل په ۱۳۱۹ هجري لمريز/ ۱۹۴۰ ميلادي کال د پکتيا ولايت د سيد کرم ولسوالۍ په کندرخېلو کلي کې زيږيدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې  په ۱۳۲۵ کال په سيد کرم ولسوالۍ کې  پيل کړې او په ۱۳۳۶ کال  کې  يې په حربي ښوونځي کې پای ته رسولې دي.  لوړې زده کړې يې په ۱۳۳۶- ۱۳۳۹ کلونو کې د افغانستان په هوايې پوهنتون کې او وروسته بيا په ۱۳۳۹- ۱۳۴۵/ ۱۹۶۰-۱۹۶۶  کلونو کې په پخواني شوروي اتحاد کې تر سره کړي دي. له تحصيل وروسته يې له ۱۳۴۵ څخه تر ۱۳۵۸ کال پورې د افغانستان په هوايي قواوو کې د الوتکو د برقي الاتو د انجنير پتوګه دنده ترسره کړې ده. په ۱۳۵۸- کال  کې د افغانستان د هوايي قواوو په سياسي رياست کې د سیاسي لکچرونو د استاد په توګه، د ملي دفاع وزارت د مطبعې د افسر پتوګه او همدارنګه د ملي دفاع وزارت په سياسي رياست کې د سياسي لکتر پتوګه دندې ترسره کړې دي. په ۱۳۵۸- ۱۳۵۹ کلونو کې يې د افغانستان د کورنيو چاروزارت د سياسي رياست د لومړي مرسيال پتوګه او وروسته بيا تر ۱۳۶۳ کال پورې د ياد  وزارت د چارو د تنظيم د رئيس پتوګه کار او خدمت کړی دی. ارواښاد جنرال محمد عمر په ۱۳۶۶- ۱۳۶۸ کلونو کې په مسکو کې د افغانستان د لوی سفارت د لومړي سکرتر او کلتوري چارو د مسؤل پتوګه دنده ترسره کړې ده. له ۱۹۹۰ کال راهيسې يې له خپلې کورنۍ سره په مسکو کې د مهاجرت ژوند کاوه.
اروښاد جنرال محمدعمرتوتاخيل له رسمي دندو او مکلفيتونو برسېره د پراخې مطالعې خاوند و، له ليکوالۍ، کتاب او قلم سره د ژوند تر پايه ځانګړې علاقه ساتلې او پاللې ده. په علمي ، ټولنيزو او سياسې برخو کې د کتاب په بڼه درې آثار او د هيواد په مطبوعاتو کې يې ګڼ شمير ليکنې او مقالې چاپ او خپرې شوې دي.
ارواښاد جنرال محمد عمر توتاخيل د خپل هيواد او خلکو سره ژوره مينه درلوده، د لوړ انساني سلوک خاوند و،دروند، مهربان ، متين، متواضع، او صابر شخصيت و. مجلس يې خوږ او خوشالونکی و، په خبرو اترو، ناسته پاسته، ټولنيز چاپيريال او کورني ماحول کې يې هيوادنۍ مينه ، مهرباني او صميميت له ورايه څرګند و.
د ارواښاد جنرال محمد عمر توتاخيل مړينې په هيواد دننه او بهر، په ځانګړي ډول په روسيه کې مېشت ګن شمير افغانان، همکاران، همفکران، ملګري، دوستان او خپلوان غمجن کړل.  
په روسيه کې د مېشتو افغانانو سراسري  اتحاديه د ارواښاد جنرال محمد عمر توتاخېل په  مړينه د ژورې خواشينۍ او غمشريکۍ په  ترڅ کې  د لوی خدای دربار ته د هغه د روح د ابدي خوښۍ دوعا کوي .  فردوس جنت يې ځای شه، کورنۍ او دوستانو ته يې جميل صبر په برخه شه.  آمين