پخواني ولسمشرحامد کرزي او اوسني ولسمشراشرف غني ته یو ملي وړاندیز

زه په دي وړانديزکي له مقدمي ليکلو څخه ډه ډه کوم يوازي دومره وايم چي دګران هيوادافغانستان اوسنی ستونزمن حالت کي ستاسي دواړوقدرمنوترمنځ دنظراختلافات داسي حدته رسيدلي چي اوس په آزادډول په ښار ،بازار،کلواوبانډوکي حتي په ليري پرتو سيموکي ګرمي معاملي پري کيږي اوداهم يوڅرګند حقيقت دي چي ستاسو دواړوترمنځ اختلاف يوازې ستاسو په تاوان اوورکيدو نه بلکه دهيواددجغرافيي او اولس سره مخالفت اوستره بي غوري ده ، که دادنظراختلاف يوازي ستاسودواړو(اشرف غني احمدزي ، حامدکرزي )په تاوان واي شايد چي مابه داسي وړانديزنه واي کړي اوتاسودواړوته به مې ويلاي چې پردردموبرکت سه ، خواوس چي دهيواداو اولس خبره ده، دآبادی اوتباهی خبره ده ، دمرګ اوژوندخبره ده بياخونوهروطنپال افغان حق لري چې تاسي دواړوته په ډاګه ووايي چي تاسودواړه نن ملت کې يو مطرح څوک ياست ، اوستاسوترمنځ داسي بي پردې اختلافات رامنځته کېدل اوهغه هم بياستاسودبي تجربې کارمندانوپرلاس آزادبازارته بيله قيمته عرضه کول ددښمن ژرندې ته اوبه ورايله کول (ددښمن سره مرسته )اودهيواد،خلګو اوځمکنی بشپړتياسره ستره اونه بخښونکي جفاده اوتاسوهيڅکله ددي ځورېدلي اوميړنی اولس سره داسي جفامه کوی اودبخښي لاره پرځانونومه تړی ، که داختلاف ښکاره ټکي دځمکنی بشپړتيااوملي ګټو دساتلوپه هکله وي نرغوندي مخ په مخ سره کښينئ اودحل لارې چارې يې ولټوی چي په دې کړوسره به مو له يوې خوا مخ ته پرتې ستونزي حل کړي وي اوهم به هغه دښمن چي دنفاق اورته لمن وهي ناکام ، شرمنده اومختورن کړی وي . هيله ده چي پرځانونو او اولس زړه وسوځوئ موږبه دعاوي درته کوو چې خداي تعالی موپرصراط المستقيم  هدايت کړه !
 وطنه موريي زمونږ