
ليکوال :خالد احساس
داخو ډېره تنګه لاره ده خونه پوهېږم چې دابياولې .... هېڅ يقين نه شم کولى چې دادې هماغه لاروي
هو نه پوهېږم چې د ا لاره ولې يوناڅاپه ستاپه ليدوپه دومره لويه دښته بدله شي چې بيامې په کې سترګې کارنه کوي .
اوبيازه ولې ځان په داسې دښته کې احساسوم چې ددښتې ټول وحشي ځناورغواړي چې ما وداړي ، نه پوهېږم چې ولې زه ستاپه ليدودومره وېرېږم ؟ ولې ناڅاپه زه دومره ستړى شم ؟ چې بيامې په زړه کې هېڅ زورنه وي .، ولې مې ژبه هېڅ حرکت نه شي کولى هغه ژبه چې زماډېرملګري له خاڅخه پرې تنګ دي .
اوبيازه تاته ولې درکتلى نه شم په دې سترګوخوماډېروهغو څېزونوته کتلى شوى چې زماګڼوهمزولو يې دليدلو توان نه درلود خواوس ولې ؟
خوشايدزه اوس مړيم
شايدزه له پخوامړشوى وم تاخوبه په دې دومره وخت کې يوځل کتلي وو چې په دې باد، باران ، ګرمۍ ، يخنۍ اودغرمې په سوزنده لمرکې څوک ولاړدي اوزمالارې څاري