
دهلمند ولایت اوسیدونکی وایی چه دوی په دولت باندی ددی ایټالویانو په ایله کیدولو سره ډیر بی اعتماده سوی دی
هلمند اوسیدونکی وایی دوی داسی فکر کوی چه هر مجرم ونیول سی هغه ډیر ژر خوشی کیژی
کله چه هر مجرم له وسلو سره یو ځای ونیول سی او هغه داسی سامانونه او توکی له ځان سره ساتی دبیلګی په ډول
دځان وژونکی صدری او نور چاودیدونکی توکی نو په کوم اساس مجرم خوشی کیژی
ددی ایټالوی کسانو دنیولو یوه ورځ ورسته دهلمند ولایت اوسیدونکو په پراخ لایون لاس پوری کړ او ددی نیول شوو ایټالویانو دمحکمه کیدو غوښتنه یی وکړه او هغوی ته یی ددرنی سزا غوښتنه وکړه
دا ایټالوی کاروکوونکی چه دهلمند ولایت په ایمیرجنسی روغتون کی یی کار کاوه دهلمند ولایت دملی امنیت او دهمدی ولایت دمقام له خوا ونیول شوه هلمند والی ګلاب منګل ددی کسانو تر نیولو ورسته په یوه خبری کنفرانس کی وویل چه دغه چاودیدونکی توکی دده دوژلو لپاره راوړل سوی وه او دده لپاره یی پلان درلو د
دهلمند ولایت اوسیدونکی وایی چه مالومداره دا کسان نیول کیژی والی هم داوایی مګر په ډیر تعصف سره چه په ډیر احترام سره وخپل ګران دولت ته سپارل کیژی او په درناوی او اوږدو پلوو سره خپل کارونو ته دوام ورکوی
راسی چه ددی اوسنی دولت په کارونو یو لنډ نظر واچوو
دا چه مجرم داسی لوی کارونه کوی په داسی لوی جرم لاس پوری کوی خو هغه ډیر ژر ایله کیژی ایا.....دلته دولت شتون لری
له هر مجرم سره چه داسی چاودیدونکی توکی ونیول شی چه هغه په سلکونو افغانانو څخه ژوند اخلی ایا.........دلته دولت داری مانا لری
داچه داسی کسان ایله کیژی چه دتداوی پروخت یی دخلکو څخه نا حقه او دعلاج وړ ټپی عضلات پری کوی
او په سلګونو کورنی بی سرپرسته کوی او هغه ایله کیژی نو دلته بیا اسلامی شریعت پلی سو .
دا لمړی مسله نه ده چه افغان دولت بیغوری کوی دی ته ورته په سلګونو پیښی همداسی سوی دی
دهلمند ولایت اوسیدونکی وایی چه په داډول کارونو باندی چه دولت یی کوی نو دولت څرنګه غواړی چه دهلمند اوسیدونکی په ټوله نړی کی دتاریکو په کرلو کی بد نام دی دولت ولی خپله سرګریوان ته نه کښته کوی
چه زه څه کوم
افغان دولت چه دیوه مجرم دنیولو صلاحیت نه لری نو ماته به امن څرنګه راولی سوله به څرنګه وکړی او بیارغوونه به په څه ډول وکړی
ایا دولت حق لری چه هلمند اوسیدونکو ته ووایی چه کوکنار مه کری له طالبانو سره مرسته مه کوی ترورییستانو ته په خپلو کورونو کی ځای مه ورکوی خپل ولسوالی جوړی کړی کارونه وکړی ایا بیارغوونه به ښه نه وی او که به دانسانانو وژنه ؛
دلته خلک ددی سوال جواب داسی وایی؛ نو دولت ښه پوهیژی
دولت وایی چه چه انسانا ن دی له منځه ولاړ سی خو دلته دی پروژی عملی سی او واکدارانو ته دی ډالر ورسیژی
ددوی یی په څه چه دنورو بچی مری غریب څه مانا لری دازموژ ددولت غوښتنه ده
خو ماته دعبدالله مقری هغه سندره راپه زړه سوه چه وایی :هرڅو چه یی ډیره کړی پاتیږی له هرچا ځنی
لس متره کفن دی هم بی شاه وړی هم ګدا ځنی
ایا په دی هیواد کی چه دری لسیزی جنګونه تیر سوی کونډی او یتیمان پاته سوی دی یو سرپرست لری
نه ځکه دامو هلتونه دی
موږ په خپل دولت څرنکه اعتماد وکړو او څرنګه خپل ددولت امر عملی کړو
دلته اوس موږ ته ددولت امرونه او پلانونه دپلی کیدو وړ نه دی په ټول هیواد کی داسی خبری سته چه موږ تحت اثر یو کګر زموږ جناب جمهور ریس وایی تاسو ودریژی که دوی کومکونه او پیسی ودرولی نو زه به ورسته ووایم چه دوی دلته داشغال دپاره راغلی دی ولی خو په هغه وخت کی دده جیب ته ډالر نه راځی
په اخر کی دیوه لیکوال په صفت وایم
هغه څوک دی خدای له منځه یوسی چه افغانان قتلوی
دلته بیاهم دعبدالله مقری یوه سندره راپه یاد سوه
چه وایی : دملت قاتله افغانان ولی قتولی
ددوزخ لایقه ګرمو لمبو ته به ورځی