سوله خوښه حل لاره!

د کمونیسټي انقلاب وتلې نظريه پرداز تروټسکې وایې : هغه حکومتونه چې د پرديپالنۍ په ناروغي  اخته وي، تاریخ د هغوي جنازې اخیستلي دي او د ملتونو په نفرین سره به د ژوندانه له دايرې جارو شي.
وروسته له هغه چې ټرمپ د امریکا جګړه ماره ستراتيژي اعلان کړله خپله د امریکایې  منابعو چې تازه یې د بېلګه په توګه د نیوزویک هغه راپور دي چې د ۲۰۱۷ د اکټوبر تر ۳۱ امریکا په افغانستان کښې تر ۳۵۰۰ ډېر هوایی بمبارې کړي.
هغه چې د دغه ولسی وژنو چې تازه یې د وردګو په نرخ کښې د یوی ديني مدرسی د زدکونکو لومړۍ په مرمیو غلبېلول او بیا یې دغه مدرسه بمبار کړي ده ، دهلمند دیشو او بهرامچه د ننګرهار په شيرزادو کښې د ګډو ځواکونو بمبار د يو ديني عالم په ګډون د ۷ تنو ولسي وګړو وژل او دېته ورته خبرونه اوس په ټولنيزو رسنیو کښې د هری شيبۍ موضوع جوړه شوي.
دا په داسې حال کښې چې ارګ تر اوسه د خواشینۍ يوه اعلامیه هم د ملکۍ وژنو اړوند نه ده خپره کړې.
بل لور ته د بشری حقونو نړیوالۍ محکمه په یوه تازه او بې سارې ګام کښې د امریکا افغان جګړې دخيل لوریو( حکومت، طالبان او امریکایې ) ځواکونود تېر ۱۶ کلنۍ جګړې په بهیر کښې د ولسي افغانانو د وژنو په اړوند د بي پرې او هر اړخیزو پلټنو د پېل خبري ګډ حکومت او د هغوی ملاتړي په خاص ډول امریکایان له ويري سره مخ کړې، ځکه دوی پوهیږی چې د ټروریزم په وړاندی جګړه د افغان وژني د توجیح او د جګړې د دوام په موخه تش شعار وو.
له ماتي سره مخ حکومتواله :
اوس هغه شعارونه چې امریکا او د هغوی داخلي فرنګيانو د طالب واکمني د ړنګولو او د امریکا په مشري د ۴۷ هېوادونو د یرغلګرانه شتون د توجیح او برحقه ښودلو په موخه د افغانستان د ګلستان کولو لپاره ورکول هغه اوس د درواغو رنګ راوړې.
ځکه د نږدي ۲ لسیزو په تېريدو سره د قانون لرونکې ټولني شعار هسي خبري ثابتی شولې بلکښې اساسی قانون د ګډ حکومت په رامنځته کېدو او د ولس په آرادي د معامله له امله اوس د تشناب د يو ځلي مصرف کاغذ څخه هم بي ارزښته شوي، د دولت جوړولو بهيرد طالبانو څخه وروسته له سره درک نه لري او ټولنيز نظم د سیاسی بي ثباتی له امله په ګوندي انډوخر اوقومی انارشیزم بدل شوي، دیکتاتوری او د قدرت انحصار تر دې کچې رسېدلي چې ولسمشر لکه د کوڅې ماشوم له هر چا سره پرې تر غاړې او ګريوانه نېسي، ولسي تلفات د محاسبه وړ نه دي، ملي عواید ۳۰ سلنه کم شوی،پنځه سوه زره ځوانان له هېواده د بې کاري او بد برخلېک له ويرۍ وتښتېدل، ۴۰ زره ځوانان د سمندری نهنګان خيټي ته ولوېدل، د بيکارې کچه ۷۰ سلنه ته اوچته شوي، افغانۍ بی اعتباره شوی له ۴۵ څخه ۷۰ ته رسېدلي، د ۱۶ کلونو په تېريدو اوس هم حکومت خپلو عسکرو ته حد اقل معاش نشي ورکولای، د وارداتو کچه ۹۲ او د صادراتو کچه ۸ سلنه ده ولس ته د ورکړیو ژمنو له ډلي څخه اوس نه د ۱ ميليونه کورونو درک معلوم شول نه د يو ميليون کارونو، ډيورنډ باندې د پاکستان له لوری په سپېنه ورځ د اغځن تار غزول، د دولتي ځواکونه ګدایی ته مجبورېدل، اخلاقی ابتذال او د حکومت څخه د باندي ورځ تر بلي د سیاسي خپګانونو ډيرېدل، د ولسي جرګې ټاکني، د لوی اکثریت وزیرانو په میاشتو میاشتو سرپرستی او  په ټوله کښې د جګړې په ډګر کښې د اور په لمبو کښې د طالبانو د ( ولسي نفوذ، سیاسي اړيکو او نظامي ځواک ) زیاتېدل بې ولسه حکومت د ګړنګ په غاړه درولي.
ځکه که په ريښتيا هم حکومت د ۳۰ ميلیونه ولس استازي وي نو بیا ولې په ۱۰ میلیونه هغه مستقیم د سېګار په خبره واک نه لري، ۲۰ میلیونه یې په وړاندي سخت معترض دي چې د دودیزی لویه جرګې وروستي کمپاینونه یې ښه بیلګه ده، جګړه تر سترو ښارونو راو ورسېدله او د دې سربېره دوي تر ښارونو راکوچنی شوی په سمینټي دیوالونو کښې رایسار او د امنیتی خنډونو تر څار لاندي د کابل ښار یوه برخه چې د ( ګرین زون) په نوم نومولي هم امن نشي ساتلي.
نو ښه دا ده چې د نبيل له اعترافاتو او د سپانټا د شرم له کیسو زدکړه وشی.
امریکایان وایې ماتي مو خوړلي :
داچې تازه نفسه او تر فشار لاندي امریکایی جنرالان په راتلونکې ۴ کلونو کښې د جګړې د ګټلو خبري کوي د دې پر ځای دي ولس ته رجوع وشي او د عبرت لپاره دي د ازمایل شویو او ماته خوړليو هغو امریکایې جنرالان له خبرو پند واخیستل شي، چې یو وخت هغوي هم دغه لاپي وهلی مګر اوس ( زور، جګړه او وژنه ) حل لاره نه ګنې.
د بېلګه په توګه د امریکا د مرکزي استخباراتو يا ( سي ای اې ) پخواني مشر، د امریکا دفاع وزیر او تر هغه وړاندی په افغانستان کښې د امریکایی ایتلاف د مشر جنرال ډیويد پټریوس د نومبر په  ۲۰په خپلو تازه څرګندونو کښې وایې : چې امریکا او ناټو په افغانستان کښې  ماتې خوړلۍ بايد غوږ ورته کښیښودل شي.
تر دې را وروسته د ۱۳۹۵ کال د لړم په ۲۶ يوه ډله امريکایې سناټورانو وویل : چې امریکا په افغانستان کې په يوه بی پايه جګړه کښې ښکېل ده او پدی اړوند دوي په کانګریس کښې د بحث غوښتنه هم کړي وله.
نشنل انټرسټ نشريه هم ليکلی : امريکا په افغانستان کښې په خپلو موخو کښې ناکامه شوی او ماتي خوړلو ته نږدي ده.
څه وخت وړاندي د امریکا د بهرنو چارو وزارت پخوانی ډیپلوماټ ماټيو هوو ( Matthew Hoh ) د يوي رسنۍ  سره په مرکه کښې وویل : چې افغان چارواکې او د امريکا نظامي جنرالان نه غواړي چې د افغانستان جګړه ژر پاي ته ورسیږي.
د نوموړي په وينا په افغانستان کښې د امریکا جګړه چې څومره اوږدیږی همدومره د امریکایی جنرالانو او افغان چارواکو په ګټه ده، ځکه نو دوی نه غواړی جکړه پای ته ورسوي ځکه یې نو په یوه بله بهانه اوږدوی.
نوموړی وایی ما وليدل چې څنګه په افغانستان کښې د وسلو مافیا جګړه ماران او مفسدین ورځ تر بلی قدرتمند کېدل او پړسېدل  نو ځکه مې استعفا وکرړله.
 
ناکام بهرني سیاست :
په بهرني تګلاره کښې د ۱۳۹۳ کال له ټاکنو راديخوا ته نه بیا چا د ۵ کټګوریز سیاست نوم واخیست او نه یې څرک ولیدل شو، بلکښې د ګډ حکومت شعاری تګلارو، ډراماتیکو کړنو او احساستي تحرکاتو د دي پرځای چې پاکستان منزوی کړي، روسیې د ناټو او امریکا له ګواښونکو احتمالونو لری وساتی او چین ته د اقتصادی تګلارو بازار او د امنۍ انرژی په برخه کښې اعتماد رامنځته کړي.
ځان یې د امریکا په غیږ کښې تر دي کچې رامحدود او منحصر کړل چې ټول ملي قوانین یې ورته لغوه کړل او دایې نړۍ ته وښوده چې د کابل حکومت لکه د ۱۹ پیړۍ د یعقوب خان  دواکمنۍ په څېر هېڅکله د امریکا  د خوښې او آرادي څخه پرته په خپلواکه توګه له نړۍ سره د سيال  اړیکۍ نشي لرلای.
هغه چې په اچین کښې د بمونو د مور بم کارول د دغو قدرتونو د ټیکاو او اعتماد پلازمیني ولړزولۍ، د دوي اندیښنۍ یې پر حقیقي واقعیتونو بدل کړل او په اخیر کښې د طالب د فعالي لابي له امله دغو هېوادونو د شدیدو امنیتی او ستراتيژيکو سیاسي اړتياوو پر بنسټ طالبان د بدیل افغان لوري په توګه ومنل او پایله یې د ايران او پاکستان له تېر څخه لا نږديوالي، د فاجعه تر سرحده د نظامیانو تلفات او د جګړې شدت ده.
لکه د امریکا په مشری د قاطع ماموریت قومندان جنرال جان نکلسن پرون د ليندۍ په ۳ وویل : پداسې حال کښې چې ټرمپ دوی ته د نوی ستراتیژی له اعلان سره د طالبانو د هر ډول ځپلو واک راکړې  مګر بیا هم مونږ په جګړه کښې پرمختګ نه دي کړي، جګړه د پخوا په څېر روانه دي او زمونږ لاسته راوړنۍ له  ولاړحالت سره مخ دي.
اسلامي هيوادونه جګړې ته داخيلول :
اوس په داسې حال کښې چې  امریکایې غربي ایتلاف خپله د دوي دلوړ پوړو نظامي څټو په خبره له ولاړ او نيم ماتي حالت سره مخ دي، د ناټو سرمنشي د قطر او اماراتو عربي اسلامي هيوادونو څخه په جګړه کښې د ګډون خبره او غوښتنه کړې ده.
هغه موضوع چې په لويه کښې موخه دا ده چې امریکا له یو لوری د جګړې د اقتصادی پیټې د راکمولو په هڅه کښې دي ولې بل لور ته مهم هدف دا ده چې د اسلامي هېوادونو ګډون به د دي جګړې یرغلګرانه اړخ کمزوری اوحتا اشغال به یې د مشروعیت ورک منطق هم لټولي وي.
مګر واقعت دا ده چې د امریکایانو ۱۶ کلن بدنام شتون او د دوی جنایاتو نه یوازی د دوي شتون ته مشروعيت نشي ورکولاي او د جګړې له قوت څخه څه راکاږلي نشي، بلکښې په لویه کښې د اماراتو، قطر او هند احتمالی همکاری د نه محاسبه وړ تازه ستونزو ته زمينه برابرولي شي.
د بيلګه په توګه :
الف،  د اسلامي او په خاص کرده د قطر او عرب اماراتو په څير هېوادونو داخلېدل د جګړې ډګر ته به چې دواړه هېوادونه لومړۍ خپل منځي ټکر لري دلته به تر ډیره د بحران اړخونو اوسي.
ب، د اماراتيانو او سعوديانو ګډ منطقوي عمقونه له ایران سره د ( مذهب او سیاسي جغرافيوی ) تقابل په پايله کښې به چې یمن، سوریه او عراق یې په کنډوالو بدل کړل، لبنان او بحرین یې د ټکر بڅرکو له حرکته اچولي د دي سبب شي چې دلته به له یو لوری د عربوخپل منځ ټکرونه په شدت روان وي    بل لور ته به د مذهبي انډوخرونو او توند لاریو مرکز هم افغانستان وګرزی.
ج، تر ټولو مهمه داچې هغه ځواکونوچې قطر او په خاص کرده عربي متحده امارات یې غواړي افغانستان ته واستوي په حقیقت کښې د پاکستان اتباع دي.
د هغوي روزنه، ښوونه او نظامي رهبری همداوس عملا د پاکستان د پوځ او (ISI)په لاس کښې ده.
یعني ديته وایې له بارانه څخه ناوي ته کښیناستل.
یعني افغانستان د پاکستان پنځمه ثوبه کېدل.
یعني په پنجاب باندی د افغان ناموس ساتل.
یعني (ISI) او پاکستاني پوځ ته د اشغال مجال ورکول.
او...
پايله
اوس پداسې حال کښې چې حکومت بې ولسه دي او ولس بي حکومته، ټاکنیزو شعارونو خپل ځای  ولسي بی باوری ته ورکړي، جګړه د شدت په برخه کښې د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۵ کالونو ريکارډونه ماتوی، نړیوالۍ ټولني په خاص ډول د امریکا په وجود  او د هغوی په شعارونو ولس خپل باور بایللی هغه چې ښه بېلګه د ملګرو ملتونو د نشې توکيو پر ضد د مبارزی ډلي هغه وروستي راپور ده، چې ښيې ۸۷ سلنه د کوکنارو په کرکيله او تولید کښې  ډیرښت راغلي، ړندۍ بمبارۍ او شپنۍ چاپي چې د افغانانو حرمت لوټۍ، کرامت یې تر پښو لاندي کوی او کرکه یې څو چنده کوی یوازی جګړه اوږدولی شی امن او سوله نشي راوستلي.
بنآ اصلآ لنډه، ملي، ولسي او نړیواله بي طرفه اجماع دا ده چې د جګړې د پایته رسولو په لارو چاورو غور وشي، سولې ته کار وویل شي، جګړه د افغانانو لومړیتوب نه دي، زموږ سوله خوښه ده، جګړه د پردیو لومړیتوب دي، هغه کار چې د جګړې لپاره په تېرو ۲ میاشتو کښې شوی که د سولې  لپاره په تېر ۳ کاله کښې شوي وای اوس به یې پایله بل څه وي، بمونو تل نفرتونه زیږولی، د ملتونو تجربو ښودلي چې پردي کټ تر نیمو شپو وی.
او دا ټول یوازی د جګړې د عواملو، سببونو او علتونو په پایته رسولو سره ممکن دي.
 د دي عملي لوري او کاري چوکاټ چې سولې ته د لاري نقش لوبولي شي ولس ته مراجعه، د خیرو، سوله خوښو، بي پري او منلي هيوادونو، جوړښتونو او شخصیتونو سره کار د حساسیت پارونکو ټکیو کنټرول، په نږدي کونکو مشترکاتو کار، اعتماد رامنځته کونکې او ژمن ګامونه اوچتول،  د قرباني او اختیار لرلو روحيه متقابل لوري ته ورکول، د خنډونو پر کمولو کار او د دي مجال په ډاګه کول چې سوله او امن د مقابل لوري په وړاندي د دوي اصلی تګلاره ده.
هغه څه چې تر اوسه سوله خوښه جريانونو له حکومت پدي اړوند کوم شین څراغ نه دي ليدل.
درناوي