
ځورېدلى- کابل
پښتانه چې د زمانې په دې پړاو کې د يو تاريخي جبر تر ژرندې لاندې راګير دي، هره ورځ پرې د تنفس لارې تړل کېږي. د افغانستان د جمهوري رياست په لومړيو او دويمو ټاکنو کې پښتنو د يوه څرګند مجبوريت پر اساس حامدکرزي ته رايه ورکړه، خو دا رايه او ښېګڼه ددې سبب نه شوه، چې پښتانه دې د ستر ظلم له تيارو څخه راوباسي. د کرزي جمهوري رياست په لومړۍ دوره کې ډېرو پښتنو د کرزي ناخوالې د مجبوريت د زهرو د يوه جام په توګه له ستونې تېرې کړې، خو په دې دويمه دوره کې يو څه هيله په دې وه، چې ځه دى خو بيا ځان نه شي کانديدولاى؛ د تېرو ناخوالو جبران ته به اوږه ورکوي، خو د ښاغلي کرزي د څو
مياشتنيو کړنو څخه داسې ښکاري چې له شمال ټلوالې سره يې يوځاى په پښتنو پسې سوي لوي را اخيستي او هر هغه ځاى چې پښتنو ته په کې د زيان د پېښولو امکان وي هغه په پښتنو ضد اشخاصو ډکوي. پښتانه اوس د کرزي په واکمنۍ کې داسې اوسي لکه په اسرائيلو کې چې فلسطنيان اوسي. د ټولو پښتنو دا حال دى که په دولت کې دي که دولت نه بهر، دلته په دولت کې د څو غوړه مالانو او رشوت خورو چې خپل ځانګړى حساب و کتاب لري او د قوم د رنګبدۍ سبب هم شوي دي، د هغو خبره جلا ده، نور ټول پښتانه په يوه کړايي کړېږي.
شمالټلواله د راتلونکو پنځو کلونو لپاره يو منظم پلان لري، فهيم، قانوني، رباني، مسعود پروډکشن، عبدالله عبدالله، بسم الله خان او امرالله خان وخت پر وخت د شپې د يوه او بل په کور کې غونډې نيسي، پلان يې دادى چې د پنځو کلونو په بهير کې د دولت پر اوسنيو حساسو پوستونو سربېره نور پاتې حساس پوسټونه هم راخپل کړي. د انتخاباتو د کميسيون د مشر په توګه له پنجشېر درې څخه د فضل احمد معنوي ټاکنه د همدغې لړۍ يوه کړۍ ده. پروګرام دادى چې ډاکتر عبدالله او يا د شمالټلوالې د تاجک ګروپ کوم شخص به ځان پارلماني ټاکنو ته کانديد کړي، دا شخص به بيا د ولسي جرګې رياست خپل کړي او په دې ډول به د مقننې قوې ځواک ترلاسه کړي. يونس قانوني او يا هم کوم بل تاجک به ځان جمهوري رياست ته کانديد کړي، جنرال فهيم به ترهغه پورې د حکومت ټول حساس پوستونه د کرزي په لاسليک ترلاسه کړي وي، په دې ډول به د کرزي د حکومت د دورې له پايته رسېدو سره سم هم حکومتي واک، هم مقننه قوه، هم ميډيا او هم د ټاکنو ټول پروسيجر د دوى تر واک لاندې وي، د پښتنو په سيمو کې به نارامي همداسې دوام وکړي او ددوى په اصطلاح له قانوني لارې به واک په داسې ډول راخپل کړي چې د ملت له طبيعت سره به سمون نه خوري، خو ظاهري اسباب او په اصطلاح قوانين به يې ښکاره کېږي. د خواشينۍ خبره داده چې کرزى ددې ستراتيژۍ په پلي کولو کې ګام پر ګام د افغان ضد ډلو ټپلو هيلې پوره کوي.
اوس نو که پښتانه سياستوال په هر ځاى او هر دريځ کې دي که د توطيې دې ژور حالت ته متوجه نه شي او دا زهرجنه پروسه کنټرول نه کړي نو دا به د کرزي په لاس د پښتنو د ستراتيژيکې وژنې په مانا وي. که همدا اوس د کرزي او دشمالټلوالې مخه ونه نيول شي، نو که بل وخت بيا کرزى د ډاکتر نجيب الله په شان په دار هم وځړول شي، د پښتنو درد ځکه نه شي دوا کولاى، چې پښتون به په داسې يو دريځ کې وي چې هم به قاتل وي هم به مقتول وي، ملامتي به د دوى وي او سلامتي به د نورو. نو هيله ده چې ټول پښتانه له هرې ممکنې لارې چې وي له دې پلان شوي ستراتيژيک قتل څخه ځان وژغوري.