بې کوره مسافر

د ژمي  په  یخو   شپو کې بې کوره شپه او د یوه مسافر په اورونو کې ژوند. دا هغه یوه  کېسه ده، چې  هر مسافر ورسره  مخ شوی او ښایې ډېر ورسره لاس او ګریوان اوس هم وي.  ځوان راته کېسه  کوله اوما یې هرلفظ بند په بند د هغه له خولې څخه رانقلاوه؛ ځوان له رنګه ژیړ او د ګردونو غمونو اثر یې له ورایه په څېره کې  ښکارېده.   د مازدیګر سترګه د لویدلو په حال کې وه. یو ناڅاپه می په یوه ځوان سترګې ولګېدې، چې له ځان سره د چروتونو په سمندر کې ډوب وو او د اسویلو په اسویللو یې زما زړه هم له غمه ډک کړ. له ښه ځنډ وروسته مې په زړه نا زړه غږ ورته وویل: ـ ګرانه! له رنګه راته افغاني معلومیږې ؟ هغه هم په اوښلنو سترګو مخ راواړاوه  او را ته یې وویل: ـ هو صیب! . ـ نو ولې په دې مازدیګر اوشنه یخ  په څلورلاري کې ناست یې؟ ځوان وویل: خپل کار کوه زمونږ پوښتنه مه کوه. ما ځواب ورکړ: زړګیه! لومړی دې نوم راته معرفي کړه؟ ځوان وویل: نوم می شیردل خان دی. ښه نو اوس ووایه کوم مشکل لرې. که زما له وسه پوره وي زه به درسره همکارې وکړم؟ هغه دومره اسویلي واخیست. ما وویل، چې غټ توفان  له کومې خوا راغی.  توفان نه وو. د یوه بې کوره مسافر د زړه د وینو اسویلي وو . شیردل خان په فریادونو راته سر شو او هغه هم د بې وسۍ او د وطن له یادونه څخه.  ځوان را ته وویل: ته له ما سره هیڅ نشې کولی. الله دې زما او د ټولو مسافرو مل او مرستندوي شي. شیردل خانه وروره! هوالله دې ستا سوال قبول کړي. شیردل خان راته کېسه شروع کړه. او ما دده د خولي لفظونه په خپل دماغ  کې لیکل. دوه کاله می پوره شول، چې له وطن څخه مجبوری را وشړلم او هلته مې کور، وړوکی زوي او یوه وړوکې لور او یوه  زړه مور او یوه می هم  خپله کور واله پرېښودله. کله چې دلته راغلم وروسته له یوه کاله می د هغوی د روغ جوړ معلومات واخیست او له هغه وروسته می یو دانه کم ټیلیفون کورته واستاوه.  نو اوس هره هفته کې یو ځل له هغوی سره اړیکه نیسم او د مورکۍ او د زامنو  حال مي اخلم.    نن له کوره راته زنګونه راتلل کله چې مي کورته ټیلیفون وکړ. د مور له احوال وروسته مي له  زوي سره غژېدم، نو هغه په ډېر ژړغوني اواز راته وویل: بابا نن خو یخ بیخې زیات ده او ته له کوره د باندي یخ ته ولاړ یې راشه اویخ ته مه دریږه. ما ورته وویل: ګرانه بچیه! زه ښه یم او په کوټه کې یم. هغه دا نه منل، چې ته ښه یې او هم دې په کوټه کې دننه یې. په ژړا شو. وايي: کله دلته خو په کوټه کې راسره نه يې. خبره دې ته ورسېده، چې ټیلیفون کټ شو. له ښه ځنډ وروسته مې اړیکه بیا صیحح شوه چې د  زوي پوښتنه مي وکړم. هغوی راته وویل، چې اوس چېرته ولاړ خو زما اندیښنه شوه ما ویل نه هغه را وغواړئ. هغوی  دا ټینګار کاوه، چې چېرته ولاړ، خو زما اندیښنه د هغوی په ټینګار لا نوره هم زیاتي ده  او  هغه وړوکۍ زوي  مي غوښت. شیردل وړو سولګیو واخیست اوما ورته وویل ښه خیر بیاڅه وشول؟ هغه وویل: زما اندیښنه چې څنګه زیاتيده هغه شان وشول. په آخېر کې می راته مور وویل، چې زویه! ستا زوي چې کله له تاسره په ټیلیفون کې غژیدو وروسته یودم له ټیلیفون سره ړنګ شو، اوس مو ډاګټر ته وړی مشر تره یې هم ورسره لاړ او مور مې هم په ژړا پیل وکړ. زویه! نو ته به کله راځې ښایې دزوي په شان دی زه هم بې سده شم. اوس مي دک ور ټیلیفون نه لګیزي او زه دلته د غمونو په  ډيران ناست یم. الله خبر چې هلته به څه اوڅنګه حال وي، زما په ټول صورت اور بل ده. ما شیردل ته ډاډګېرنه ورکوله، خو شیردل په سولګو او اسویلو لګیا وو. او د اور په سکروټو سوځېده نه یې زما خبر اوریده اونه هم راسره ولاړیدو. شیردل می په یخ اوسړه هوا کې د فردیسې غمو ته پرېښود او زما له وسه هم څه نه کیدل.   د "بې کوره مسافر"  دغه  داستان هر مسافر لري.  ممکن لا اوس هم ځيني مسافر په دې اند وي، چې  مسافري او  بې کوره ژوند کې به مزې وی، خو داسي نه ده،.  شیردل په شان هر مسافر د زړه په درد لګیا ده. الله دی نور ټول مسافر په خپل وطن او خپل کور کړې!