حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن (۶۵کښت)

پوهنمل محمود نظری

مرحوم ایت الله سیّد شرف الدین د ملک عبدالعزیر په حکومت کي حج ته تللی وو. په لوی اختر کې لکه نور علما دی هم د پاچا قصر ته وبلل شو؛د روغبړپه وخت کې هغه ملک عبدالعزیر ته یو قران شریف، چې د پوستین پوښ یې درلود ډالۍ کړ
پاچا هغه مچ کړ او پر تندي يي ونیو.
مرحوم ایت الله سیّد شرف الدین ورته وویل:
ولي دي دا ټوک ښکل کړ او درناوی دي وکړ؟ هغه دوزې پوستکی دی.
پاچا وویل: زما موخه ټوک نه دی بلکی هغه قران دی ،چې په هغه کې دی.
سیّد شرف الدین سمدلاسه ورته وویل:
اې پاچا! موږ شیعیان ،چې د پيغامبر د کوټې پنجره مچوو او درناوي کوو د هغه په منځ کې رسول الله (ص) پروت دی.
ټولو دا ورسره تایید کړه .ملک عبدالعزیز ناچار د رسول الله د دمقبرې د پنجرې د مچولو اجازه ورکړه .
مګر د هغه ځایناستی هغه بیرته بند کړه.
***
استاد پوښتنې کولې ؛ یو یو زده کوونکي ځواب ورکاوه؛ امایو پټه خوله او چوپ ناست وو؛ نه يې کوم پوښتنې ته ځواب ورکاوه او نه يې کوم حرکت کاوه .
په پای کې استاد یو ظریفه پوښتنه وکړه؛ ټول چوپ وه؛ هغه لاس پورته کړ او د سوال ځواب يي ورکړ.
استاد وخندل او په مسکا يي وویل:
یار من که به حرف می‌آید،
آفتاب است و برف می‌آید!
یار زما چي په خبرو راشی
لمر دی لکه واوره راشي
***
يوې کوشنی جنۍ د نهنګ په اړه له ښوونکي څه و پوښتل:
ښوونکی ویل:د فزیک له نظره دا امکان نه لري ،چې نهنګ انسان تیر کړي ځکه مرۍ یي کوشنی ده.
جنۍ وپوښتل: نو نهنګ څرنګه یونس (ع) تیر کړ؟
ښوونکي په غوسه ځواب ورکړ: نهنګ انسان نه شوای تیرولای دا ناممکنه ده!
جنۍ ویل: چې زه جنت ته ولاړم؛ زه به له یونس(ع) څخه وپوښتم!
ښوونکی ویل: که هغه په دوږخ کې وو بیا څه؟
جنۍ ځواب ورکړ : بیا ته له هغه وپوښته!
***
یوه کوشنی جنۍ ولیدل چې دمور څو تاره وېښتان يي سپین شوي دي.
هغې له مورې وپوښتل: ستا په سر کې ډیر سپین پیدا شوی دی ولي؟
مور یي ویل: هر وخت چې ته یو بد کار وکړې زما یو تار سپینیږي!
جنۍ د لږ سوچ وروسته وویل: اوس پوه شوم، چې د انا د سر وېښتان ولي ټول سپين شوي دي.
***
عکس اخیستونکی یوې ټولګۍ ته ورغی ،چې یادګارې عکس واخلي.
ښوونکي زده کوونکي هڅول را ټول شي
ښوونکي ویل: دابه څومره ښه یادګار وي ، چې څو کاله وروسته هغه ته وګورئ او ووایاست: دا احمد دی چې اوس داکټر شوی! دا علی دی چې اوس انجینر دی!
یو هلک نارې کړل: دا ښوونکی دی چې اوس مړ دی!
***
ښوونکی د وینو د جریان په هکله خبرې کولې.
که زه په سر ودریږم وینه مي سر ته راځي؛ هلته را ټولیږي. وګورئ زما مخ سورشوی دی!
اوس چې په پښو ودرېدم وګورئ ولي مي پښې نه دي سرې شوي!
یو زده کوونکی نارې کړه:
صیب! پښې دی لکه سر خالي نه دي.
***
د ښوونځی د ډوډۍ په خونه کې په یوه ټوکرۍ کې مڼې پرتې وې پر هغه یې لیکلی وه: یو دانه واخلئ! خدای تاسو ویني!
د میز په بل سر کې د چاکلیټو یوه ټوکرۍ پرته وه. یو زده کوونکي پر هغه ولیکل :هر څومره، چې غواړې واخله؛ ځکه خدای مڼې ساتي.
***
حکيم شفائي اصفهاني څوار لس کلن وو،چې یو ورځ محشم کاشاني د هغه د پلار لیدو ته ورغی. شفایی خپل یو شعر محتشم ته وښود.
محتشم ورته ویل:
ستا شعر لکه د اصفهان خټکی دی کوم کوم یي خوږ را وځي.
شفاهي يې په ځواب کې وویل: شکر چې د کاشان دخټکي غوندې نه دی؛ چې هیڅ خوږ په کې نشته!
محتشم خجل شو