
تر کیه به په ۲۰۱۹ مېلادي کال کې له روسیې څخه لومړی هوایي دفاعي S-400 سېستم لاسته راوړي.
د ترکیې د دفاع وزیر جانیکلي رسنیو ته ویلي، ترکیه به له هغه ورسته د S-400 دفاعي سېستم په وسیله له ځانه د دفاع حق ولري.
ترکیې له دې وړاندې ویلي و، چې د دواړو هېوادونو مشران په دې اړه خبرې کوي او اوس دواړه هېوادونه وروستۍ پرېکړې ته رسېدلي او ترکیې مخکې له مخکې د دغه سېستم یوه اندازه بیه هم پرې کړې ده.
ویل کېږي، چې ترکیه به څو دانې دغه سېستمونه د 2،5 میلیارد ډالرو په ارزښت وپېري.
د ویلو ده چې ناټو هم په دې اړه غبرګون ښودلی و. ناټو ویلي، چې که څه هم د دوی غړي هېوادونه باید دغه ډول وسلې ونه پېرې، خو دغه پرېکړه یې ترکیې ته پرېښې وه.