
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تلېفوني اړیکه کې په افغانستان کې د امنیتي ننګونو او نشه یي توکو په اړه خبرې کړې دي.
له کرملین ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دواړو مشرانو د افغانستان پر روان امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې ده او په دغه هېواد کې یې د نشه یي توکو کر کېله او کارو بار ګواښوونکی بللی دی.