ړوند غبار

۲۹/۷/۱۳۹۶
څه وخت چې ورځ له نیمایي واوښته؛ د مازیګر سیورې د غرونو پرلور ورټولې شوې؛ د لمر شغلې هم لکه په توره شپه کې مخامخ څراغ ته ورته وې.

له کوره را وواتم؛ ومې غوښتل، زموږ د ګاونډ د حجرې چم ته ولاړ شم، چې مخکې به مو هم له ملګرو سره یوځای پکې مازیګری تیراوو.

د ملګرو په فکر کې وم؛ څوک به راغلي وي او څوک به راغلي نه وي.
حجره له لاندې لارې د پاسه وه؛ له لارې څو ړکیه زینه د حجرې چم ته پورته شوې وه؛ د چم پر زینې وربرابر شوم؛ سترګې مې پر تشو څوکیو او شنو ګایو ولګیدې او بس.

حیران شوم ځکه هر وخت به دلته یو څوک خامخه وو؛ له ښۍ خوانه یو غلی آواز راغئ تا به ویل، چې حجرې کې څوک دي خو د ومره تیز هم ونه وریدل شو، چې باور پرې شوی وای.

یو څو دقیقې پر ځای ودریدم؛ یو بل آواز مې هم واوریده، چې له دې سره سم د حجرې پر لور وراوان شوم؛ د حجرې تر دروازې د مخه مې زیات شمېر څپلۍ او بوټان ولیدل؛ همداسې مې دروازه ورخلاصه کړه؛ یو ډول خړ او شین لوګی غوټه پر دوازې راغئ؛ تا به ویل دننه ټولې حجرې اور اخیستۍ؛ څو شیبې پر ځای ودریدم؛ کله چې مست لوګی یو څه کم شو، حجرې ته دننه شوم خو حجره له هم سراسر مست بوی او مست لوګي اخیستې وه؛ تر منځ یې څو تورې خوارې څیرې ښکاره شوې؛ نه پوهیږم چې زه یې لیدلی وم او یا نه خو تا به ویل، چې بیخي په بله نړۍ کې دي؛ سترګې یې سرې اوختې وې او شونډې یې یو څه سپیرې ښکاریدې؛ د چرسو د سګرټ کش یې تر پنځو ثانیو دوام پیدا کوه، همداسې تر پنځو ثانیو به بیا بیرته له خولې او پوزې د لوګي وتل جاري وو؛ مخې ته یې ترڅو د قیقو ولاړ وم له سرو مستو سترګو او تورو خوالې شويو مخونه سره، پرته له د ې چې ما وګوري همداسې یې دوام ورکړ.
پای