
په اماراتو کې یوه میلیاردر د خپل شخصي موټر لپاره په لس میلیونه درهمه نمبر پلېټ اخیستی، چې درې میلیون ډالره کېږي.
دغه ځوان سوداګر خلیج ټایمز ته ویلي، خوشاله یم، چې دویمه شمېره پلېټ مې واخیست. په دې بولۍ کې نور پلېټونه هم پلورل شوي دي.۱۱۱۱۲ شمېره پلېټ یوه ۱۲ کلن ځوان ته رسېدلی، چې پلار یې ورته د ډالۍ په توګه په څلور لکه ډالره اخیستی.
تېر کال هم په ورته بولۍ کې لومړۍ شمېره پلېټ په اته میلیون ډالره پلورل شوی و. ویل کېږي، په دغه بولۍ کې لاسته راغلې پیسې ټولې په خیریه کارونو لګول کېږي.