يو په ځاى او ګټور وړانديز

حبيب مايار
هر وخت چې په افغانستان كې له بهرنيو ځواكونو وغوښتل شي چې د خپلو ځواكونو د ويستلو لپاره يو مهال وېش وړاندې كړي، هغوى په ځواب كې د هېواد ناامنۍ ته ګوته نيسي او وايي چې څو په افغانستان كې نا امني او جګړه روانه وي، دوى نه شي كولاى چې د خپلو وتلو لپاره كوم پلان تر كار لاندې ونسي.
هغوى هر وخت جګړه پلمه كوي، خو دا نه وايي چې دا جګړه د څه زېږنده ده او چا رامنځ ته كړې ده. سره د دې چې ټول هېوادوال د دوى شتون او جګړې نه غواړي خو بيا هم دوى ورځ په ورځ خپل سرتېري ډېروي او هېوادوالو ته د هېواد په بېلابېلو برخو كې د نوو جګړو او عملياتو خبر وركوي. چې هېڅ هېوادوال په داسې خبرونو نه خوښېږي، بلكې د عملياتو او جګړو په خبر باندې اوښكې تويوي. ځكه چې هره ورځ په كې په لسګونو افغانان خپل ژوند له لاسه وركوي.
طالبان هم د خبرو لپاره همدا شرط وړاندې كوي چې لومړى بايد بهرنيان له هېواد څخه ووزي بيا دوى حاضر دي چې له افغان دولت سره خبرو ته كښېني. دا چې په دې وروستيو كې د خبرو لپاره ګرمه لړۍ روانه ده، افغان ولسمشر او ځينې افغان كړۍ هڅه كوي چې نور جګړې پاى ته ورسېږي او يوې تلپاتې سولې لپاره كار وكړي. په همدې لړ كې ولسمشر كندوز ته د خپل كاري سفر په بهير كې له وسله طالبانو وغوښتل چې د بهرنيانو د وتلو لپاره د لارې د اواري لپاره له جګړو څخه لاس واخلي.
دا لومړي ځل دى چې ولسمشرکرزي له خپلو وسله والو مخالفينو څخه غوښتنه کوي چې له هېواده د بهرنيو ځواکونو وتلو ته د زمينې د برابرېدو په خاطر له جګړې لاس واخلي.
كرزي چې د نړيوالو ځواكونو د قوماندان مك كرېسټل او يو شمېر نورو افغان چارواكو په ملتيا كندوز ته سفر كړى و. په دې ولايت كې يې د مشرانو او سيمه ييزو خلكو يوې غونډې ته په خپلو خبرو كې وويل، چې جګړه د هېواد په ګټه نه ده او د وسله والو مخالفينو له خوا د جګړو دوام په افغانستان كې تر ډېرې مودې پورې د بهرنيو ځواكونو د پاتې کېدو لامل کېږي. د كندوز له خلكو يې وغوښتل چې د سولې د ملي جرګې ملاتړ وكړي، ټول بايد په دې جرګه كې برخه واخلي او په هېواد كې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره بايد لارې چارې ولټول شي.
په رښتيا هم كه چېرې د سولې په برخه كې ټول هېوادوال كه هغه وسله وال مخالفين دي او كه هر څوك برخه واخلي او كار وكړي، لرې نه ده چې د سولې خبرې به بريالۍ شي. ځكه چې په دې برخه كې د ولسشمر خبره په بشپړه توګه پر ځاى ده، موږ بايد هڅه وكړو څو د بهرنيانو دا پلمه چې د جګړو او نا امنيو له امله يې وړاندې كوي له منځه يوسو. څو وروسته له دې څخه دوى ونه وايي چې په افغانستان كې د افغانانو د امينت ساتلو لپاره جنګېږي، ځكه چې د دوى امنيت ساتنه خو هم ټولو نړيوالو وليده او ټولو ته څرګنده شوه چې دوى څه ډول په افغانستان كې امنيت ساتي. د افغانانو د امنيت ساتلو په برخه كې د دوى هلې ځلې هره ورځ وينو، ځكه چې تېره ورځ هم دوى د امنيت ساتلو په موخه په ۳۰۳ موټر ډزې وكړې او ۲۲ كسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله، دا كار دوى د دې كسانو د امنيت ساتنې لپاره وكړ. اوس په افغانستان كې د امنيت ساتلو نوم د كسانو د وژلو په معنى دى او په دې هېواد كې اوس ټولې خبرې سرچپه او په دروغو روانې دي. څوك چې خلك وژني، كورونه بمباروي هغوى ځان ته د خلكو ژغورونكي او امنيت ساتونكي وايي.
موږ ټول هېوادوال په پاى كې په جګړه كې له ټولو ښكېلو غاړو هيله كوو، چې نور سره يو ځاى شئ څو بهرنيان نور د امنيت په نامه افغانان د خپلو وسلو خوراك نه كړي، د امنيت په پلمه په هېواد كې تلپاتې پوستې جوړې نه كړي او وروسته له دې څخه هېوادوال د يوه ارام او خپلواك ژوند څښتنان شي.