ازموينه او چټکه مطالعه

دا چې یو ځل بيا کلنۍ ازموينې رانژدې دي زه يو شمير زده کوونکي او زده کړيالان وينم چې ډېر ورخطا دي، دا هغه کسان دي چې د کال په جريان کې يې مطالعې او زده کړو ته منظم پروګرام نه درلود او يواځې د ازموينو په شپو او ورځو کې کتاب لولي دا چې ټول کتاب په يوه شپه او يا يو څه وخت کې نه کتل کېږي نو دوی ورخطا دي او دا هڅه کوي چې څنګه په لږ وخت کې ډېره مطالعه ترسره کړي او په ازموينو کې ښې نمرې واخلي؟
د پورته پوښتنو د ځوابولو لپاره لاندې ټکي په غور سره ولولئ!
ازموينه د زده کړې جز دی او ددې لپاره اخيستل کېږي؛ څو ښوونکي وپوهېږي چې زده کوونکو تر کومې کچې نوي لوستونه زده کړي، ازموينه له يوه لوري د لوړې او ټيټې سويې د زده کوونکو ترمنځ د توپير ښه وسیله ده او له بل لوري همدا ازموينه ده چې زده کوونکي اړ باسي تر څو مطالعه وکړي خو، ځينې کسان ازموينې ته په منفي نظر ګوري، هغه يوه اجباري، اضافي او د ځان له خوښې پرته يو بار ګڼي، دا فکر بايد ورک او ازموينې ته د يوه ګټور څيز په توګه وکتل شي، ازموينه حقيقت هم هغه وخت ستونزه ده چې ازموينې ته په بد نظر وکتل شي، ازموينې ته لومړی تياری همدغه دی چې بدبينی ورته ونه لرئ هغه دځان په ګټه وګڼئ او د خپلو نيمګړتياوو د معلومولو معيار يې وګڼئ په دې توګه به درته ازموينه خوښه او اسانه وبرېښي. په ازموينه کې د ګډون چمتوالی
۱- د ازموينې لپاره تياری نيول د لوست له پيل څخه بايد پيل شي.
۲- له ښوونکي څخه وپوښتئ چې څه ډؤل ازموينه اخلي؟
۳- تر ازموينې يوه-دوې اوونۍ وړاندې د ښوونکي پوښتنو، اشارو او په ځينو مطلبو تاکيد ته غور وکړئ، ډېر اټکل کېدلی شي چې ښوونکی په همدې پوښتنو تاسې د ازموينې څرنګوالي ته متوجې کړي.
۴- د ازموينې تر وخت لږ تر لږه پنځه دقیقې وړاندې خپل ځای ته ځان ورسوئ، لو يوه لوري به د ناوخته رسېدلو له تلولي توب څخو ژغورلي ياست له بل لوري به د ښوونکي لارښوونې نه درڅخه تېرېږي؛ کله خو داسې هم کېږي چې ناوخته راغلي زده کوونکي ته د ازموينې اجازه هم نه ورکول کېږي.
۵- ټول لوازم قلم، پنسل، پنسل پاک که ورته اړتيا وي زيات کاغذ که ضروري وي د حساب ماشين له ځان سره ولرئ، داسې بې پروا زده کوونکي ليدل شوي چې د ازموينې په ډګر کې په قلم پسې ګرځي، چې هم خپل وخت ضايع کړي او هم د نورو فکري تمرکز وربايلي.
۶- په خپل ځاي آرام کېنئ که د ازموينې ستونزو درته فکري ستونزه پيدا کوله يو-دوې دقيقې فکر وکړئ او اوږده ساه واخلئ بيا په کار پيل وکړئ، دا ستونزه مو ختمېږي.
۷- د ازموينې ژبنۍ او ليکلې لارښوونې په غور سره واورئ او وګورئ.
۸- د ځوابونو تر پيل وړاندې په دې خبره ځان پوه کړئ چې سوالونه ټول حل غواړي که نه.
۹- د پوښتنو په ځواب ځان پوه کړئ، چې آيا د ځواب شاواخوا کرښه کښل کېږي؟ کوم توری په نښه کېږي؟ خالي ځايونه ډکېږي؟ څه تشريح غواړي؟ کوم مطلب معلومول دی که...
۱۰- ازموينې ته مهال وېش ولرئ؛ داسې چې پوښتنې ولولئ هر سوال څو دقيقې وخت لري، د نمرو په تناسب يا د اسانې او سختې په اټکل سوالونه ځواب کړئ.
۱۱- د سوالونو شمېر په ډېر احتياط وګورئ او د ځوابونو شمېر يې په غور سره وليکئ.
۱۲- په چټکۍ او احتياط سره کار وکړئ.
۱۳- که د ازموينې وخت ډې وي، يوه-يوه شېبه لاس له کار څخه واخلئ؛ تر څو مو استراحت او آرام کړی وي.
۱۴- سوالونه ټول وګورئ، سختې او آسانه پوښتنی ځان ته معلومې کړئ، که د ټولو ځوابونو نمرې يو شان وې نو لومړی آسانه پوښتنې ځواب کړئ.
۱۵- سختې پوښتنې دوه-درې ځله وګورئ څو يې په مطلب او غوښتنه ښه پوه شئ.
۱۶- تر حل وروسته خپلې پاڼې وګورئ، کوم سوالونه مو چې بې ځوابه پراېښي وي، هغه ځواب کړئ.
۱۷- حل شوې پوښتنې ته پرته له کوم دليله بل ځواب مه ورکوئ.
۱۸- که د پوښتنې په ځواب نه پوهېدلئ او په اټکل مو ځواب ورکاوه، نو لومړنی غوراوی غوره دی. چټک لوستل او چټک مفهوم اخيستل کوم کسان چې کتاب کتلو ته زړه ښه کولی نه شي؛ په همدې دوو برخو کې ستونزې لري چې ګړندۍ مطالعه نه شي کولی او په کتاب ژر پوهېدلی نه شي.
ځينې خلک د کتاب کتلو په وخت کې ورو روان وي، چی په هره خبره او کلمه دریږي، د مطالعې په وخت کې يې شونډې حرکت کوي او په لوړ غږ مطالعه کوي خو څومره چې دا ځنډ زياتېږي هغومره مطلب کم اخيستل کېږي؛ ځکه په هغه وخت کې چې په کلمه ځنډ راځي حافظې ته څه نه انتقالېږي او دا واټن مطالب سره بېلوي، ددې نيمګړتيا د مخنيوي لپاره بايد هم ګړندۍ مطالعه وشي او هم د مطلب اخيستو وس ډېر شي.
د شخص او اطلاعاتو ترمنځ اړيکو ته مطالعه ويل کېږي، څومره چې دا اړيکې زياتېږي هغومره د فکر تمرکز پيدا کېږې او مطلب ښه اخيستل کېږي، ددې اړيکو د ټينګولو لپاره غوره او لنډه لاره چټکه مطالعه ده؛ په چټکه مطالعه کې درې ګټې دي:
۱- وخت سپمېږي.
۲- د حواسو تمرکز پيدا کېږي ځکه څومره چې مطالعه چټکه شي، هغومره ذهن خپلې دندې ته متوجې کېږي.
۳- په چټکه مطالعه کې له مطالعې سره اړيکې ډېرېږي ځکه که څوک په کم وخت کې زيات څه ترلاسه کړي، ورسره خوند او ذوق هم زياتېږي.
مطالعه دا مرحلې لري: ځينې کسان په لوړ غږ مطالعه کوي شونډې ورسره ښوروي، غږ يې نور اوري او يا په خپله، په هر حال يې وخت زيات نیسي، انرژي يې ډېره مصرفېږي او ګټه کمه ترې اخلي؛ دا کسان کله په کلمه درېږي، په يوه دقيقه کې تر دوه سوه پنځوسو کلمو پورې مطالعه کولی شي چې دا د مطالعې ټيټه اندازه ده، که څوک د مطالعې مهارت ولري نو کولی شي په يوه دقيقه کې تر زرو کلمو هم زياته مطالعه وکړي.
ځينې کسان د کتاب کتلو په وخت کې شونډې نه ښوروي، په غږ لرلو سره مطالعه نه کوي خو، کله کله درېږي او د هرې کلمې مانا او مطلب بېل بېل ذهن ته رسوي دا ډول مطالعه د پردۍ ژبې د زده کړې لپاره ښه ده خو، بل ځای بې ګټې ده. ځينې کسان بيا له ژبې او شونډو څخه ګټه نه اخلي يواځې په سترګو مطالعه کوي، دا کار څه مهارت غواړي او غوره لاره ده، څوک چې په ځنډ کتاب ګوري نو د سترګو په مطالعه دا نيمګړتيا پوره کولی شي.
 که ځينې کسان د لوړ غږ د مطالعې عادت ولري او يا د مطالعې په وخت کې په خطو(ليکو)قلم يا ګوتې تېروي، د دې عادت د کمولو لپاره دې د مطالعې په وخت کې تر هغه چې عادت کېږي ژبه د غاښونو ترمنځ نيسي، هغه د غږ مخه نيسي او که ګوته يا قلم په خطو راکاږي نو هڅه دې وکړي چې لاسونه له کتاب څخه لرې وساتي تر څو عادت شي. ګړندۍ مطالعه څه تمرين غواړي، خو چې دا کار لړمړی په آسانه متنونو پيل کړي؛ ورو ورو ګران متنونه وګوري، ډېره ستونزه نه لري له دې تمرين سره سره چې شونډې او لاس په مطالعه کې ورګډ نه کړئ، دا څو ټکي مه هېروئ!
۱- د مطالعې په وخت کې زيار وباسئ چې په مطلب پوه شئ او بيا د جملو تکرار ته اړ نه شئ.
۲- د کلمو په ځای په جمله درېږئ او ددې درېدلو ځنډ هم کم کړئ، د کلمو په ځای په جملو درېدل لږ وخت نیسي، ذهني تمرکز ډېروي او ستړيا کموي.
۳- دا خبره په ځان حتمي کړئ چې د شونډو او ژبې په ځای يوازې له سترګو څخه ګټه واخلئ؛ که په سترګو د مطالعې اشنايي درسره پيدا شوه بيا په خطو د پنسل تېرول نور هم تمرکز پيدا کوي، دسترګو مطالعه بايد تر هغه تمرين شي څو مو مطالعه په يوه دقيقه کې تر زرو کلمو واوړي.
۴- په جديت سره مطالعه وکړئ، کله چې مطالعه پيل کړئ لږ تر لږه يو-دوه ساعته مطالعه بايد وکړئ، وروسته تفريح لازمه ده، کومه مطالعه چې ډېر وخت او پرته له تفريح څخه وي هغه په ذهن کې سمه نه کېني.