دعربو او اسلام برئ

ليکوال٫ ارواښاد علامه عبدالحی حبيبي
راټولونکئ
محمدعلی عمری

٫٫٫
موږ دمخه دپښتنو دروحیاتوپه بحث کي وویل ٫ چي دوی
زاړه مبادي ښه ساتي اوچي نوي مبادي یې ومنل بیایې نوژر پرېږدي داسلام مقدس دین چي پښتنوته راغی٫نو دوی لومړئ دمسلمانانو سره سختي مقابلي وکړې٫ مګر وروسته چي دوی دامقدس دین قبول کئ ٫ نویې داسي قدا کارۍ ورته وکړې چي یو لوی مملکت٫ لکه هند ددوی په توره داسلام په دین مشرف سو٫ احمد بن یحی بغدادي اسلامي مؤرخ چي په بلازري مشهوردئ په ٫ ۲۵۵ هجري کي لیکي٫ دهجرت په ۳۰ کال
ربیع بن زیاد بن انس حارثي دسیستان له خوا په هرمند او داور راغی او وروسته یې بست او زابل ٫ قندهار ٫ فتحه کړ ٫ مګر دسیستان درزنج خلګو خپل اسلامي امیر ایستلئ وو نو حضرت علی رض بیرته دجمل تر جنګ وروسته ونیوئ دحضرت معاویه رض په عصر کي بیا مسلمانانو هغه ځایونه ونیول چي خلګ یې له اسلامه برته اوښتي وو کابل هم په دغو کي وو وروسته بیا دکابل پا چا رتبیل مسلمانان وایستل مګر بیرته مسلمانانو کابل ٫ بست رخج ٫ داور ونیول ٫دعبدالملک بن مروان ٫په عصر کې یعنی په ۶۵
۸۶ هجری کې بیا درتبیل سره جنګونه وسوه او دا خواوي له ۳۰ څخه بیا تر ۱۰۰ هجري کاله پورې مسلمانانو څو واره فتح کړې په دې ډول پښتنو لومړئ دمسلمانانو فاتحینو سره کلکې مقابلې وکړې مګر وروسته چي داسلام په مقدس دین مشرف شو نو بیا یې دې دین ته ښې فدا کارۍ وکړې ٫ هغه وخت چي دسند اسلامي فاتح محمدبن قاسم د۹۰ هجری کال په حدودو کې ملتان او سند فتح کول ددې اسلامي بریالي سره پښتانه هم وه او پر هغه خوایې اسلام خپور کړئ ٫ په
۳۷۵ هجری کي دپښتنو لودیانو څخه بریالي شیخ حمید په ملتان کې دسلطنت اساس کېښود ٫ دې پښتون او دده کورنۍ تر ډېره په پښتنواله خپله پاچهي وچلوله او دهندوستان دراجګانو څخه یې ځان وساتئ ٫ وروسته چي امیر ناصر سبکتګین په ۳۶۷ ه کي دغزني پاچا سو ٫ پښتانه ددې پاچا ملګري سوه ٫ اودې پاچا هم دزابل ٫ قندهار له پښتنو سره خپلوي وکړه ٫ ځیني مؤرخین وایي ٫ چي دده په لښکر کي چي دهندوستان دحملو دفاع یې کوله ٫ دوه زره یالس زره پښتانه وه ٫دملتان له لودیانو سره هم دسبکتګین دخپلوۍ له امله دوستانه روابط درلوده ٫ تردې وروسته دسبکتګین زوی زابلي محمود٫ چي موریې دکندهار پښتنه وه ٫ دغزني شهنشاهي لوړه کړه ٫ پښتنو له خپل خوریی سره دیر کومکونه وکړه ٫ دهندوستان فتوحات او دبخارا ٫ ایران بری ټوله دپښتنو په توریالیتوب وه ٫ یمیني دغزنوي عصر مؤرخ وایي ٫ چي پښتانه داجل په څېر یا دوږي زمري په ډول پر کوتلو خاته لکه برېښنا پر زنګلو ننواته ٫ لکه هوسۍ پر غرو لوړېده ٫ لکه سېل په غروکي شېوه کېده ٫ یو پښتون دهندوستان
په فتوحاتو کي دپښتنو مېړانه په دې بیتو کي په فخر او حماست بیانوي
٫٫٫
ترکو نامردو داسي ودنګل له نام وننګه
زه یو پښتون وم چي ولاړ وم دسلطان تر څنګه
توره په لاس په سره اور دعرصات وختم
له بت شکن سره به دژ دسومنات وختم
٫٫٫
پښتانه مؤریخین دپښتنو جنګي مشرانو او ملکانو نمونه چي دسلطان محمود په لښکر کي وه ٫ بیانوي یو جنرال یې
خالو خان وو په دې لنډۍ کي هم له ګومله ددې جنرال دلښکرو راتګ ښوول سوی دئ
٫٫٫
چي دخالو لښکري راشي
زه به ګومل ته دخپل یار دیدن ته ځمه
٫٫٫
دغه دپښتنو کومک وو چي دمحمود زوی مسعود دایران په فتوحاتوکي موفق او وروسته یې وغوښته چي ولاړسي ٫بغداد هم فتح کي او داسلامي خلافت مرکز غزني ته رانقل کړي او غزنوي شاهان دایشیاء او اسلام په پاچهي منل سي٫ تر غزنوي پاچهانو وروسته دغور پښتانه بریالي سوه دوي هم دپښتونوالي دروح په برکت ټوله هند فتح کړئ دغوري سلطان شهاب الدین مېړانه دقطب الدین ایبک بریالیتوب او بیا په هند کي دپښتنو پاچهانو کارنامې تاریخ نه سي هېرولای ٫ دسوریانو پښتنو شاهي ٫ خو په هند کي دعدالت او عظمت او مدنیت دوره وه دشیرشاه سوري عمرانات او دثقافت او تمدن خدمتونه دتاریخ په زرو لیکي
تر اوسه هم دهندپه مختلیفو ریاستونوکي ددغو پښتنو کورنۍ حکمراني لري دکورګانیانو په پاچهي کي چي لومړی پښتانه دبابر په ملاتړ ودرېدل او هندیې ورسره فتح کړئ وروسته دډهلي ګورګانیانو و غوښته چي ددوی خپل فطری حق یعنی ازادي ځني سلب کئ مګر پښتنو خو مریي توب نه مانه نو په دې دوره کې پښتانه ټول پر خپله ننګه ولاړوو چي تر پایه یې خپله ازادي له لاسه ورنه کړله٫ دپښتنو ملی پهلوان او نامتو سردار او ادیب خوشحال خان خټک ددې ملي جنګو سردار وو او دپښتنو ملی ادیبانو دخټکو کورنۍ او دمومندو توریالیو دپښتونوالي داستقلال غوښتنو روح ښه ښکاره کړئ او دګورګانیانو پر خلاف یې په خپل ملت کي داسي تبلیغات وکړ٫ چي په پای کي دپښتنو له مریي توبه ناکامه سوه ٫ په خپله په افغانستان کي هم پښتانه دبرم او جلال خاوندان وه ٫ دهوتکواو مرحوم حاجي میرویس خان مېړانه او دده دکورنۍ محمود او اشرف فتوحات خوښکاره دي٫ بیا دنادر افشار په مقابل کي دپښتنو ټینګار دپښتونوالي یوه ننداره وه دهرات دابدالیانو جنګونه ددې فاتح سره مشهور دي٫ یو کال دکندهار ښار محاصره وه په دې پافشاري کي دپښتون شاه حسین سیدال خان ناصر سپه سالارمېړانه زموږ نه هیریږي دهند له خواچي نادر افشار بیرته راځي ٫ دې فاتح دخپلو غنایمو دساتني لپاره دخیبرپښتنو ته دلارې ججه ورکړه نو ځیني راتېرسو ٫ ځکه چي ده ته دپښتنو دتوري برېښ ښه ښکاره وو ٫ تر نادر افشار وروسته چي اعلیحضرت لوی احمدشاه بابا دپښتنو باچا سو ٫ نو دې ښآغلي پښتون دپښټنو دپښتونوالي لیاقت او کشور کشایي ښه وچلوله ٫ احمدشاه بابا دخپل ښآغلي پښتون ملت په ملګرۍ او توره اوه اته واره پر هند یرغلونه وکړه ٫ دهند مسلمانان یې دکفارو له تسلطه وژغورل دمرهټو جنګ دهندوستان له لویو جنګونو څخه دئ چي پنځوس شپېته زره پښتانه تقریبا لسو لکو تنو سره وجنګېدل ٫ ټوله یې مات کړه تر دوو لکو تنو پورې یې مړه کړه او دمرهټیانو ملایې ورماته کړه ٫
اې مارسډن انګلیسي مؤرخ وایي
احمدشاه په اسانۍ سره دډهلي پاچا سو او لکه محمودغزنوي او محمد غوري څو واره یې پښتانه پر هندوستان راوبهول ٫
کرانټ ډفه انګلیسي مؤرخ وایي
دپاني پت جګړه دهندوستان دمها بهارت تر جګړې وروسته لو جګړه ده په درو ورځوکي پښتنو لویه فتحه وګټله٫
یوپښتون شاعر برهان خان چي په دې فتوحاتوکي داحمدشاه بابا سره وو ٫ ددې جنګ سببونه دپښتانه شهنشاه له خولې داسي بیانوي
٫٫٫
احمدشاه پاچا په جارو وویله
دغزاپه نیت ځمه له کابله
یابه قتل کړم کفار په هندوستان کې
یابه پرې کړمه کله پرې باندې خپله
٫٫٫
په دې ډول احمدشاه بابا دپښتونوالي په ننګه هندوستان ته څووارې ولاړ ٫ او دخپلو اسلافو محمد او محمود یادیې تازه کئ دپښتنو لویه لمن له دې ښه ښکاریږي ٫ چي احمدشاه بابا که څه هم هند فتح کړئ ٫ بخارا یې ونیوله پر خراسان یې تسلط وموند ٫ مګر په دغو سرو هېوادونو کي یې دهغه ځای باچهان بیرته په شاهۍ کښېنوله او دپښتونوالي لوړ همت او عالی جنابي یې ثابته کړه ٫ تر احمدشاهي دورې وروسته هم دپښتونوالي روح مړ نه وو ٫ ډېر ځله یې شاو خوا برېښ کاوه ٫
وزیر اکبر خان غازي دکابل او جلال اباد جهادونه او دسردار محمد ایوب خان غازي دمیوند غزا او بیا دغازي محمدنادر شاه شهید دټل او جنوبي خوا جهادونه نه هېروي
٫٫٫٫
راټولونکئ
محمدعلی عمری
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ
m.ali.umari@hotmail.com