
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده مارییا زاخارووا وایي، په سوریه کې د امریکاغیر قانوني نظامي حضور دا په ګوته کوي، چې دا یو اشغالګر هېواد دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د دفاع وزیر هغه څرګندونې چې ګواکي دوی د ملګرو ملتونو په خوښه په سوریه کې نظامي حضور لري، پوچې بللې دي.
سرګي لاوروف ویلي، امریکا ښه پوهېږي، چې دا یو غیر منطقي دلیل دی.
له دې مخکې هم د روسیې د بهرینو چارو وزارت ویاندې مارییا زاخارووا ویلي و، چې امریکا باید په سوریه د ملګرو ملتونو لخوا د نظامي حضور اجازه ولري.
نوموړې ویلي، چې په سوریه کې د امریکا حضور غیر قانوني دی او موږ دې هېواد ته د اشغالګر کلیمه کارولی شو.