
په ملګرو ملتونو کې د سعودي عربستان دایمي استازي ویلي، چې د سعودي په مشرۍ عربي ائتلاف به ډېر ژر د یمن پر بندرونو او هوایي ډګر بندیزونه له منځه یوسي.
په ملګرو ملتونو کې د سعوي دایمي استازي په خپلو خبرو کې ویلي، چې په دې برخه کې به لومړی ګام په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې واخیستل شي او د یمن اړوند ټول تړل شوي بندرونه به پرانیستل شي او د دې هېواد په واک کې به ورکړل شي.
دغه اېتلاف د عدن، مح او الموکلا بندرونه تړلي و.