
روهي (دوه نۍ/۲۲ د لړم)، د امريکا متحده ايالتونو د عدلې وزارت په امريکا کې په روسيي ټلويزيوني چينل RT باندې نوې بندېزونه لکولې دي.
واشنګټن ياد ټلوېزيوني چينل ته د روسيي د پروپاګندا او روسيي پلوه تبلېغاتي رسنۍ په ډول ګوري او له ياد ټلوېزيوني چينل څخه يې غوښتنه کړې، چې په امريکا متحدو ايالتونو کې د يوې بهرنۍ رسنۍ په ډول بايد ثبت او رجېسټر شي.
د نننۍ روسيي رسنۍ يوې کارکونکې مارګریتا سمونیان ويلي، "ياده کړنه د امريکا د حکومت له خوا د روسيي روسنيو پر وړاندې د جګړې اعلان دی، هغه جګړه چې امريکا د روسيي پر وړاندې اعلان کړې ده، قرباني يې ژورنالېسټان دي"
په امريکا کې په روسيي رسنيو باندې له هغه وخت راهيسې فضاء تنګه شوې ده، چې په يادو رسنيو تور پورې شو، چې د امريکا متحدو ايالتونو د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې يې په تبلېغاتي ډول لاس وهنه کړې ده.