تېره شپه نا وخته ايران سختې زلزلې ولړزو چې ډېره مرګ - ژوبله يې هم پېښه کړې ده

روهي (دوه نۍ/ ۲۲ د لړم)، تېره شپه، ايران يوې سختې زلزلې ولړزو، دغه زلزلې چې ۷،۲ ريختر درجې يې کچه ښودل شوي، عراق، کويت، اسرائيلو او ترکيه يې هم لړزولي دي.
 
د ايران په کرمانشا ولايت کې يې ۱۴۱ کسان وژلي او ۸۰۰ نور ټپيان دي، زلزله د شپې ناوخته شوي، د مرګ - ژوبلې شمېر يې ښايي له دې هم لوړ شي.
 
د ايران حکومت تر کنډوالو لاندې د ورکو کسانو لټون کوي، په کرمانشا و لايت کې له ځاني زيان پرته خلکو ته مالي زيان هم رسېدلی او ډېرې ودانۍ نړېدلې دي. د ايران حکومت په کرمانشا ولايت کې درې ورځنۍ ماتم اعلان کړی دی.