خیال پلو

خیال پلو د سپین ګل اکا پنځه ویشتم کتاب دی چې نوی له چاپ څخه راووت.
نن په همدې مناسبت زمونږ په کلي کښې د سپین ګل اکا د نوي کتاب لمانځغونډه جوړه شوې وه،په غونډه کې د کلي مخورو، سپین ږیرو، ځوانانو، د کلي ملک صاحب او لرې او نېږدې کلیو څخه راغلو میلمنو هم ګډون درلود، د غونډې دترتیب او پر مخ وړلو چارې د ژبو او ادبیاتو د پوهنځۍ تکړه زده کړیال او زمونږ کلیوال زلمي طارق پر مخ وړلې.

د خیال پلو کتاب د موضوع له اړخه د سپین ګل اکا د پاتې څلورویشتو کتابونو سره ژور توپیر لري حتې دې کتاب د سپین ګل اکا پر نورو کتابونو سیوری وغوړولو ،د غونډې ګډونوالو او میلمنو ته سپین ګل اکا په خپله وینا کښې وویل چې:
چې د ده ژوند او د کتاب لیکلو اوږدو تجربو ورته ثابته کړله چې د کتاب د لیکوال ژوند او د لیکوال کتاب یو له بل سره د همغږی په هڅه کښې ندي حتی یو له بل سره په تضاد او ټکر کښې پریوځي،د ده به وینا چې لیکوال ندی توانېدلی چې د خپل ژوند او کتابونو لس الی شل فیصده یو له بل سره همغږه کړي او د همدې ترخه حالت سره تر مخ کېدو وروسته یې د خیال پلو د کتاب لیکلو ته هوډ وکړ چې د خپلو کلیوالو لپاره د لیکوالانو د ژوند او کتابونو په اړه معلومات ورکړي،د ده په خبره چې یوڅوک له کتاب څخه لوستل او بیا هغه په عملي ژوند کښې لیدل او لوستل د دوو مختلفو او متضادو کرکټرونو او شخصیتونو لوستل دي.

د کلي ملک صاحب هم د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړه ملک صاحب چې د شتیژ شاته د ولاړ لوی توت ونې ته یې لږ ډه ډه هم وهلې وه نن د معمول خلاف د سپین ګل اکا مخالفت ونکړ او د تېرو ټولو رقابتونو سره یوځای یی د سپین ګل اکا نوی اثر وستایلو،ملک صاحب په خپلو تسبو سره کلیوالو د خطاب اشاره وکړه او ویی ویل : د سپین ګل اکا د خیال پلو د کتاب لوستل تاسی ټولو ته اړین ګڼم ،تاسی یو ویښ کلی یاست او د کتابونو او لیکوالانو په اړه ناویل شویو حقایقو ته لاس رسی ستاسی حق او دا دول حقایق د سپین ګل اکا په کتاب کښې موندلی شی.

ملک صاحب خپله خبره اوږده کړه او ویی ویل چې د سپین ګل اکا د نوی کتاب تر لوستلو وروسته د خپلو مطالعه کړو ډېرو کتابونو د لیکوالانو او کتابونو په اړه له سره غور کولو ته اړ شوم د ده په خبره چې اوس پردې ټکي فکر کوم چې څنګه کولای شو د یو کتاب د لیکوال ژوند او لیکنې یې سره همغږه او هم رکابه کړو؟
ده وپوښتل چې ایا د یوه لیکوال ژوند او کتاب دوه موازي کرښې دي چې یو بل سره په یوه ټکي کښې نه شي موندلی؟

طارق بیا د کتاب پر ادبي اړخ ،روانه خوږه کلیواله لهجه او اصطلاحاتو او دا چې د کلیوالو هیلو او زړونو ته خطاب کوي خبری وکړې،ده دکتاب لپاره د خیال پلو د نوم انتخاب د سپین ګل اکا دلیکوالۍ ابتکار وګڼلو او همدا راز یې دا کتاب د کلیوالو اصطلاحاتو په خوندي کولو کښې د اغېزمنې ونډې درلودونکی وګڼلو.
د خیال پلو پرکتاب د یوې لنډې سریزې لیکونکی طارق له سپین ګل اکا مننه وکړه چې کلیوالو ته یی تل په اړینو موضواعتو کتابونه لیکلي دي.

غونډه لمازدیګر مهال د کلي د ملاصاحب لخوا د قرانکریم په تلاوت او دعا سره پای ته ورسېده او پر ګډونوالو د سپین ګل اکا له بڼ څخه راوړل شوې تازه مېوې وویشل شولې چې ټولو ترې خوند واخیست .
ما چې د سپین ګل اکا امضاء کړی کتاب مې له ځانه سره لېږدولو د لومړي ځل لپاره مې د ماضي هغه لیکوالان تر نظر تیر کړل چې ما یواځې په کتاب کښې لوستلي ول او د عمل په میدان کښې د هغوی د تشو شخصیتونو لپاره مې د ویلو څه نه درلودل.

سپین ګل اکا لومړنی لیکوال وو چې په دې کچه سپینې کرښې یی کښلې وې تر دې وړاندې کوم لیکوال د خپل ځان کمه نه ویله.