د ۱۹۷۰ کالنو ګيتار په څلور سوه زره (۴۰۰۰۰۰) امريکايي ډالرو خرڅ شو

روهي (يوه نۍ/۲۱ د لړم)، هغه ګيتار چې په ۱۹۷۱ زيږديز کال د امريکايي هنرمند باب ډیلان په يو کنسرټ کې غږولی وو، نن ورځ د امريکا متحدو ايالتونو په ډالس ايالت کې په ۴۰۰۰۰۰ امريکايي ډالر خرڅ شو.

د ياد ګيتار د هغه وخت بيه يوازې ۵۰۰ امريکايي ډالر وه، چې کابو د څلورو لسيزو وروسته په ۴۰۰۰۰۰ امريکايي ډالرو خرڅ شو.
 
هرڅ شوی ګيتار د باب ډیلان له خوا په نيويارک ښار کې، د بنګلاديش هېواد په پار جوړ شوې کنسرت کې غږول شوی وو.

د نړۍ شتمن خلک، په ډېره لوړه بيه د پخوانيو هنرمندانو، نامتو څېرو او سياسيونو کالي او نور شيان په دې پار په لوړه بيه اخلي، چې ياد توکي د يو لوړ تاريخي ارزښت څخه برخمن دي.