
زما د مضمون سرليك دى (رحمان بابا، يو هر اړخيز شاعر) په دې مضمون كې چې كومې خبرې تر بحث لاندې راځي، په ترتيب سره په لاندې ډول دي:
1. د رحمان بابا ادبي مقام.
2. خپله د خپل شاعرانه مقام په اړه د رحمان بابا تعلۍ.
3. د رحمان بابا عام مقبوليت او ګرانښت.
4. د رحمان بابا درويشي او قلندري.
5. د رحمان بابا سياسي او ټولنيز شعور.
6. د رحمان بابا بې ريا شخصيت.
7. د رحمان بابا مجازي او حقيقي عشق.
8. د يو شعر پر حواله له نسل او نسب څخه د رحمان بابا انحراف او نور.
اوس كه په لنډه توګه ددغو ټولو بابونو په حواله خبره وكړو؛ نو په لنډيز كې به بيا د يو مضمون بڼه خپله كړي. په همدې خاطر مناسب دا ده، چې د يوازې د هغه شعر په حواله خبره وكړو، چې ترې ددې زبادولو كوښښ كېږي، چې رحمان بابا د نسل او نسب نفي كوونكى يو صوفي شاعر و.
د رحمان بابا درويشي او قلندري له هر ډول شك و شبهې څخه پورته ده. خپل او پردي ټول د هغه پر دروېشانه خوي او قلندرانه شان باندې معترف دي؛ خو د هغه يو شعر ته داسې مانا اغوستل شوې ده، چې په تاييد او ترديد كې يې ډېر څه ويل شوي دي. هغه شعر دا دى:
زه عاشق يم سر او كار مې دى له عشقه
نه خليل، نه داودزى يم نه مومند
(زه عاشق يم، زما سر و كار له عشق سره دى. نه خليل يم، نه داودزى يم او نه هم مومند)
په عامه توګه ددې شعر په حواله ټول ناپښتانه او ځينې پښتانه پوهان رحمان بابا د قوميت او مقاميت نفي كوونكى يو صوفي شاعر زباد كړى دى؛ خو په حقيقت كې داسې نه دى. په دې شعر كې رحمان بابا خپل ځان له غوريه خېل قبيلې څخه بېرون نه دى ايستى؛ بلكې ځينې ناقدين، چې په كې دوست محمد خان كامل هم شامل دى، ددې شعر مطلب داسې بيانوي، چې كله يو پښتون غوريه خېل وي؛ نو هغه بيا ځان د خليل، داوودزي او مومند په خانون كې نه ايساروي.
دوست محمد خان كامل مومند په خپل كتاب (رحمان بابا) كې د (مقاميت او قوميت) تر سرليك لاندې د پورتني شعر په حواله بحث كوي او وايي، چې:
(د وطنيت، قوميت او مقاميت له نكته نظره موږ د رحمان بابا په كلام كې د هغه د ماحول او ذهني ورثې اثرات په ښكاره بڼه كتلاى شو. د هغه په كلام كې د هغه د وطن، قوميت او ژبې يادونه په واضحه توګه شوې ده. د خپل مهال پر ځينو پېښو يې چې كومه تبصره كړې ده، په هغې كې كه ډېر نه وي؛ نو تر يوې اندازې پورې خامخا د قوميت او وطنيت جذبه شتون لري، چې ترې زبادېږي، تبصره كوونكى پښتون دى.
د رحمان بابا په كلام كې د پښتنې ټولنې د كردار او اخلاقو ځينې اړخونه په ښو او بدو دواړو بڼو شامل دي. اوس كه موږ د پورتنيو دعوو په تاييد كې موږ خپله رحمان بابا د هغه د كلام په حواله د يو ګواه په بڼه وړاندې كوو؛ نو له ټولو څخه به دمخه موږ ته د هغه يو شعر رامخ ته كېږي، چې رحمان بابا ترې د هر ډول قوميت، نسل او نسب څخه انحراف كوونكى او د عالمګير انسانيت ناره پورته كوونكى شاعر زباد شي. هغه شعر دا دى.
زه عاشق يم سري كار مې دى له عشقه
نه خليل، نه داوودزى يم نه مومند
دا بيخي سمه ده، چې په دې شعر كې د عظيمې انساني ورورولۍ د اثبات په ضمن كې، سره له دې چې ګټې يې په پام كې نيول شوي دي، خو نسلي او نسبي امتيازات يې نفي كړي دي؛ خو بيا هم د هر انسان د فكر، اظهار او دتخليق خپل ځانګړي اسلوب وي، چې د هغه د ځانګړيو خصوصياتو څخه پرته، د هغه موروثي خصوصيات او ماحول هم متعين كوي او له نسل او نسب نه د انكار كولو دمخه هغه د نسل او نسب د شتون اقرار كوي. دا اقرار په نورو وييونو كې ترك دى او دا ترك د هر قام له خپل حالت، نوم او لقب سره سم وي. عرب، عربيت، ايران، ايرانيت، ترك، تركيت او پښتون، پښتونيت ترك كوي. دا چې رحمان بابا پښتون و؛ نو په دې خاطر يې د پښتونيت اسانې او ګرانې ترك كړي دي. خو له دې سره هم د هغه په كلام كې مقامي او قومي رنګ شتون لري. د پېلګې په توګه كه تر بحث لاندې شعر څخه دا معلومات نه كېږي چې رحمان بابا خليل و، داودزى و او كه مومند؟ خو دا ترې په ښكاره توګه معلومېږي، چې هغه غوريه خېل و او كوم وګړي چې د پښتنو له تاريخ سره بلد وي، هغوى پوهېږي، چې غوريه خېل د پښتنو يو مشهوره قبيله ده او دا خبره هم له هغوى څخه پټه نه ده، چې دا قبيله چېرې او چېرې اوسي.
د رحمان بابا له ځينو اشعارو څخه دا واضحه كېږي، چې هغه د پښتنو د كومې قبيلې كس و. د بېلګې په توګه دا شعر يې واخلئ، چې:
يو خوشال يو كم سل خټك نور په طبيعت كې
زار شه د رحمان سړبني له يوه فرده
يا هم دا شعر واخلئ، چې:
كه يې شعر د رحمٰن مومند تر غوږ شي
غوږ به نه باسي په شعر د خوشال خان څوك
او هغه رحمان، چې نه خليل دى، نه داودزى دى او نه هم مومند، په لاندى شعر كې نه يوازې دا ښكاروي، چې هغه غوريه خېل دى؛ بلكې غوريه خېل يا داودزى يا مومند يا په بله مانا د پښتون كېدا هنر او عظمت يا نصيب او بخت دليل يې ګڼي:
هېڅ حاجت د هنر نشته ونصيب ته
(غزا وشوه) كه مومند يا داودزى يم
مانا، د تقدير جوړونې لپاره كوم هنر ته اړتيا نشته ده. دا چې زه مومند يم يا داودزى، زما خبره يوه ده.
له دې شعر څخه دا زبادېږي چې د رحمان بابا په نزد داودزى يا مومند كېدل د تقدير څخه په برخه كېږي او دا يو هنر دى، په ځانګړي ډول د شعر په دويمه مصرعه كې (غزا وشوه) نه د نسبي امتياز او لويوالي احساس په ښكاره توګه راپورته كېږي.
د (غزا وشوه) لفظي مانا خو دا ده، چې (جهاد وشو) خو دلته دا لفظونه په لفظي مانا نه دي كارېدلي؛ بلكې د محاورې په مانا كارېدلي دي او په پښتو محاوره كې دا لفظونه ډېرې ماناګانې لري او په بېلابېلو ماناګانو كارول كېږي، لكه:
يوه خبره ده.
هېڅ خبره نشته.
په دې نو څه كېږي؟
څه پروا نه لري.
سمه ده، او نور نور
د تر بحث لاندې شعر په دويمه مصرع كې دا محاوره د (يوه خبره ده) په مانا كارېدلې ده.
دوست محمد خان كامل مومند د خپل كتاب (رحمان بابا) په سريزه كې د پښتو ژبې مشهور شاعر، اديب، مفكر او دانشور ا مير حمزه خان شينواري ليكلي دي او د هغه د استدلال تاييد په دې ويلو سره كړى دى، چې:
(د رحمان بابا په څېر د يو صوفي شاعر په اړه له ډېر سرسري تحقيق څخه وروسته دا اندازه لګول ستونزمن دي، چې هغه دې د خالص پښتني نفسياتو او شعور لاندې داسې اشعار هم ويلي وي، چې يو نقاد دې يې پر تعصب محمول كړي؛ خو دوست محمد خان كامل مومند د رحمان بابا له كلام څخه په ډېرې عمدګۍ سره داسې نمونې وړاندې كړي دي، چې رحمان با با له خپلې بزرګۍ او تصوف سره د ژورې مينې سره سره په پښتون فطرت كې رنګېدلاى په نظر راځي او د جذب او سلوك په څپو كې لاهو حالت كې هم هغه كله كله د قوميت او پښتونولۍ جوش څخ كار ا خلي. كامل د (قوميت او مقاميت) تر سر ليك لاندې پر دې موضوع ډېره ښه تبصره كړې ده او هغه رحمان بابا چې ويلي يې دي:
زه عاشق يم سري كار مې دى له عشقه
نه خليل، نه داودزى يم نه مومند
داسې وړاندې كوي، لكه چې هغه صوفي نه وي بلكې له عصبيت څخه ډك يوكټر پښتون وي)
رحمان بابا يو تنګنظرى پښتون زبادول به موږ ته د سياسي مصلحتونو په لحاظ ښه خبره نه وي؛ خو د اسلامي نكته نظره خپل نسل او نسب بدلول هم ښه خبره نه ده او د رحمان بابا پر سر دا تور پورې كول هم په زړه پورې خبره نه ده، چې هغه له نسلي او مقامي مفاخرو څخه منحرف و او دا هر څه يې نفي كړي دي. يو شعر له خپل ادبي جوړښت څخه رابېلول او بيا يې وړاندې كول يا يو شاعر د ځينو سياسي تنګنظريو او مصلحتونو پر بنسټ نسلي امتياز نفي كوونكى ګڼل هم ديانتدارنه تنقيد نه دى. كه د رحمان بابا د دېوان د قومي او مقامي تناظر له مخې ژوره لوستنه وشي؛ نو هغه به د قوميت او مقاميت نفي كوونكي شاعر څخه ډېر پر قوميت او مقاميت وياړكوونكى شاعر محسوس شي.
د رحمان بابا د ادبي مقام په باره كې د نظر اختلاف شتون لري. قاضي مير احمد شاه رضواني، خوشال خان خټك د پښتنو شاعرانو پاچا ګڼي. د يو انګرېز ختيځپوه الفسټن په اند هم د خوشال خان خټك مقام له رحمان بابا څخه لوړ دى. په همدې ډول يو بل ختيځپوه راورټي هم خوشال خان خټك په پښتنو شاعرانو كې تر ټولو لوړ ګڼي؛ خو په نوي دور كې پښتانه شاعران، ناقدان او محققين د رحمان بابا د مقام په اړه په دوه ډلو وېشل شوي دي. يوه ډله يې دومره قدامت پسنده ده، چې د خوشال خان خټك او رحمان بابا د پرتلې كولو سو چ هم ګناه ګڼي. په داسې حال كې چې دويمه ډله د لومړۍ په مقابل كې روڼاندې ده او د قاضي مير احمد شاه رضواني، الفنسټن او راورټي په څېر نظر لري. دغه دويمه ډله خوشال خان خټك د پښتنو ستر شاعر ګڼي؛ خو تر كومه چې خبر په شهرت، مقبوليت او هر زړه كې ځاى موندنې پورې تړلې ده، په دې كې كوم شك نشته، چې رحمان بابا له خپلې زمانې راهېسې تر اوسه پورې د پښتنو تر ټولو زيات محبوب او مقبول شاعر دى او په هغو ټولو سيمو كې، چېرته چې پښتانه مېشت دي، داسې كورنۍ به خال خال پيدا شي، چې دوه كتابونه په كې شتون ونه لري، يو يې قرآن كريم او دويم يې هم د رحمان بابا دېوان.
دا زما د خپلې كتنې خبره ده، چې زياتره مېرمنې سره له دې چې نالوستي وي؛ خو چې چېرته قرآن كريم زده كوي هلته د رحمان بابا دېوان هم لولي. دوى ته د رحمان بابا هغه شعرونه په يادو زده وي، چې په پښتنو كې د متلونو په څېر عام شوي دي او په عامو خبرو اترو كې كارېږي. بله خبره چې د پښتنو په زړونو كې د رحمان بابا د ځاى ثبوت راكوي، دا ده چې پښتنې مېرمنې د رحمان بابا له دېوان څخه خپل فالونه هم راباسي. د رحمان بابا پر دېوان د فالونو راايستل يوازې په پښتنو مېرمنو پورې محدود نه پاتې كېږي؛ بلكې پښتنو مشرانو هم پرې فالونه ايستي دي. د (پټې خزانې) مولف ښاغلي عبدالحي حبيبي د وينا له مخې كله چې پر ۱۱۱۹هـ كال افغان ملي مشر مېرويس خان كندهار د ايرانيانو له منګلو څخه خلاصوه؛ نو له حملې څخه يوه مياشت دمخه يې د رحمان بابا پر دېوان فال راوايست، چې په كې ورته د صبر تلقين شوى و، هماغه و چې حمله يې ماتل كړه. څه موده وروسته يې چې بل فال راوايست؛ نو ورته د حملې كولو ترغيب شوى و، هماغه و، چې پوځ يې تيار كړ او له ايرانيانو څخه يې كندهار ونيو. زه دلته په دې اعتراف كولو سره د خپلې عقيدې د ضعف ثبوت نه وړاندې كوم، چې د رحمان بابا پر دېوان سهي فالونه راوځي؛ بلكې ما خو دا حكايت يوازې په دې خاطر بيان كړ، چې له دې څخه د رحمان بابا شهرت، مقبوليت او په هر زړه كې ځاى ښه معلومېږي.
دا يو حقيقت دى، چې د رحمان بابا له مرګ څخه وروسته كوم شهرت چې په پښتنو عوامو كې رحمان بابا تر لاسه كړى دى، تر اوسه پورې د پښتو كوم بل شاعر نه دى تر لاسه كړى. په همدې خاطر زموږ ځينې څېړونكي رحمان بابا د پښتو تر ټولو ستر شاعر ګڼي، چې په دې څېړونكيو كې قاضي ميراحمد شاه رضواني هم تر دې حده شامل دى، چې تر كومه خوشال خان خټك د پښتنو شاعرانو پاچا ګڼي؛ نو رحمان بابا هم د پښتو په بهترينو شاعرانو كې شمېري. له دې پرته معزالله مومند، عظيم خان راڼيزى، په دولسمه هجري پېړۍ كې يو مشهور او ستر شاعر پير محمد كاكړ، په ديارلسمه هجري پېړۍ كې يو شاعر مرزا خان او شمس الدين كاكړ او نورو چې رحمان بابا ته په كومو الفاظو خپل درناوي وړاندې كړي دي؛ نو له دغو څخه هم د رحمان بابا د مقبوليت اندازه ښه لګېږي.
معزالله مومند په خپل يو شعر كې د رحمان بابا د عظمت اعتراف داسې كوي:
د تمامې پښتونخوا له شاعرانو
معز الله! عبدالرحمن دى منتخب
پير محمد كاكړ فرمايي:
جوړ په شعر كې رحمان غيب اللسان دى
په دا څېر نشته هر ګز د انسان شعر
شمس الدين كاكړ خو په ښكاره ډول د زړه له تله منلې ده، چې په شعر ويلو كې د رحمان بابا مقام ته څوك نشي رسېداى. هغه وايي:
و به نه رسي په شعر كې له رحمانه
كه هر څوكوي هوس افغان د شعر
د خوشال خان خټك ذهين زوى اشرف خان هجري، چې هغه ته خداى وركړى استعداد خوشال خان خټك په خپلو څو شعرونو كې راوړى دى، دى هم د رحمان بابا عظمت داسې مني:
د رحمان په ويل ځاى د لقب نشته
چې يې ما شعر منظور كړو معتبر دى
دا د رحمان بابا د عظمت په باره كې هغسې سندونه دي، لكه څرنګه چې د اردو ژبې د عظيم شاعر مير تقي مير په اړه دا سند شتون لري، چې:
آپ بې بهره هى جو معتقد مير نهين
(مانا هغه بې ګټې دى، چې د مير معتقد نه دى)
لكه څرنګه چې د هر ښه شاعر په اړه د هغه هممهالي او تر هغه وروسته راتلونكي شاعران خپل خپل نظرونه څرګندوي، په همدې ډول هر شاعر په خپله هم د ځان په اړه د نظر څرګندونه كوي. له دې كار څخه رحمان بابا هم مستثنىٰ نه دى. هغه كه له يوې خوا د ځان په اړه ددې حسن ظن اظهار كړى دى، چې:
خوشاله او دولتا مې غلامان دي
ره رحمان په پښتو ژبه عالمګير يم
نو له بلې خوا يې خپل مقبوليت له دې اشعارو څخه هم واضح كړى دى:
هم نغمې كاندي هم رقص كا هم خاندي
د رحمان په شعر تركې د باګرام
(باګرام) د پېښور پخوانى نوم دى.
هسې زېب كا په بياض د رحمان شعر
لكه زلفې د خوبانو په رخسار
در ګوهر په تله چا نه دي تللي
د رحمان شعر ګوهر دى څه يې تولې
يا به شهد يا به قند يا به نبات وي
هر كلام چې له رحمانه شنيده شي
په غزل كې خو دوه بيته انتخاب وي
د رحمان تمام غزل دى انتخاب
لكه څرنګه چې ما پورته وويل، په دې كې خو اختلاف كېداى شي چې د پښتو تر ټولو ستر شاعر څوك دى؟ خو پر دې د ختيځ و لوېديځ ټول پښتانه عالمان، ناقدين، محققين او زده كوونكي متفق دي، چې رحان بابا د خپلې زمانې راهيسې تر اوسه پورې د پښتو تر ټولو مقبول او هر زړه تر نږدې شاعر دى. نامناسبه به نه وي، كه ددې دعوې په تاييد كې دلته د ختيځ و لوېديځ د څو ناقدينو نظريې وړاندې كړو.
مولانا عبدالمجيد افغاني د (دېوان رحمان بابا) په سريزه كې ليكي، چې:
((د رحمان بابا شاعري د معمولي انساني جذباتو اظهار نه ده، بلكې د هغه په دېوان كې د خپه زړونو ټوټې يا هم د ځيګر وينې پرتې دي. د هغه په هر خيال كې انسان ته د دلچسپۍ سامان او د هر ناسور لپاره د الماسو ټوټې موندل كېږي. د عبدالرحمن بابا غزلو ته پښتانه رباعي وي، زه دا نه شم ويلاى چې د پښتنو په سيمه كې به داسې كوم نارينه يا ښځه هم شتون ولري، چې رحمان بابا دې ونه پېژني.))
عبدالروف بېنوا د رحمان بابا په دېوان كې د هغه د كلام پر مقبوليت داسې تبصره كوي، چې:
((د رحمان بابا د اشعارو يو ستر رمز په دې كې دى، چې مطالب يې له هر ذوق سره جوړ دي او په يوازيتوب كې د هر چا ملګري دي. په پښتنو كې به داسې كورنۍ كمې وي، چې په كې د رحمان بابا دېوان نه وي))
د اوسني دور يو ستر څېړونكى عبدالحى حبيبي هم په دې وينا سره د رحمان بابا له د مقبوليت له راز څخه پرده پورته كړې ده. هغه وايي:
((د رحمان بابا اشعار ډېر سادهو سليس او روان دي. دده د اشعارو مضامين عموماً عشقي، اخلاقي، ديني او ټولنيز وي. د هغه په شعرونو كې د تصوف يوه ستره برخه هم شتون لري. په پښتنو كې چې څومره د هغه دېوان مشهور دى، د بل كوم شاعر دېوان هغومره نه دى مشهور. د رحمان بابا دېوان ته د پښتنو هره طبقه د قدر په سترګه ګوري، هره طبقه يې درناوى كوي او ټول پښتانه يې د شعر عاشقان دي))
د الفنسټن په اړه خو مو دمخه هم يادونه وكړه، چې د هغه په نظر خوشال خان خټك له رحمان بابا څخه ډېر زيات ستر شاعر دى؛ خو بيا هم هغه د رحمان بابا د ګرانښت قايل دى او په خپل يو كتاب (اين اكاونټ اف دې كينګډم اف كابل) كې د (پښتو ژبه او ادب) تر سرليك لاندې په يو څپركي كې وايي، چې:
((تر ټولو زيات هر زړه ته ګران شاعر رحمان بابا دى، چې تخليقات يې پر داسې غزلونو مشتمل دي، چې كټ مټ د ايرانيانو د غزلونو په څېر دي))
په همدې ډول راورټي هم د خوشال خان خټك عظمت مني؛ خو د رحمان بابا پر مقبوليت هم اقرار كوي او وايي، چې:
((چېرته چې هم پښتو ژبه ويل كېږي، هلته به د رحمان بابا اشعار هم لوستل كېږي))
رحمان بابا د پښتو تر ټولو مقبول او هر زړه ته منلي شاعر په توګه د زبادولو په ترڅ كه د پورته ختيځپوهانو او ناقدينو له نظريو سره د قاضي مير احمد شاه رضواني دا اشعار هم شامل كړو؛ نو خبره تر يوه ځايه بشپړېږي، چې:
تا به وى چې د شېراز خواجه حافظ دى
چې پيدا شو په اولس كې د افغان
كه صوفي كه محتسب او كه قاضي و
بې له انه يې ټول ګډ كړه په ميدان
كه څه هم دلته خو قاضي مير احمد شاه رضواني خپل ځان د هغو وګړيو له ډلې څخه ايستى، چې د رحمان بابا شعر اوري او د مستۍ په عالم كې نڅا ته لوېږي؛ خو ددې شعرونو له منځ څخه داسې هم معلومېږي، چې رضواني صيب به هم دا ډول نڅا كړي وي.
د پښتو اكاډمۍ بنسټګر او ډايركټر او د پښتو ژبې او ادب ډېر زيات ستر عالم مولانا عبدالقادر مرحوم هم د رحمان بابا د عقيدتمندانو له ډلې څخه دى. هغه په خپلې يوې سريزه كې د رحمان بابا د مقبوليت او هر زړه ته ګرانښت په اړه داسې اعتراف كوي، چې:
((د پښتو شاعرۍ په تاريخ كې له رحمان بابا څخه زيات شهرت او هر زړه ته ګرانښت بل كوم شاعر ته تر اوسه نه دى په برخه شوى. د پښتنو هر نارينه او ښځه، وړوكى او غټ، عالم او جاهل لنډه دا چې هر كس و ناكس د رحمان بابا له نوم سره اشنا دى، كه پوره رباعي يې نه وي زده؛ نو خامخا به يې ورته يو نيم شاعر په يادو زده وي. د هغه په كلام كې د پښتون قام د ژوندانه هر كيفيت په يو نه يو ډول شتون لري. خدايزده د هغه څومره مصرعې متلونه ګرځېدلي دي، چې اوس په خبرو اترو كې د ژبو پر سرونو ګرځي))
دا خو شوې د رحمان بابا پر مقبوليت، هر زړه ته ګرانښت او د هغه د مقام په اړه څو خبرې، اوس راځئ د هغه د دروېشۍ، قلندرۍ، سياسي او ټولنيز شعور، دوربينۍ او انسانيت په لور. په دې ضمن كې له ټولو دمخه دا ويل په كار دي، چې پښتانه د يو قام په حيث مسلمانان دي او ددې قام د مذهبپالنې انتها دومره ده، چې نه يوازې خپل پاچايان، سياسي لارښودونكي او مشران د مذهب په پيمانه تلي؛ بلكې خپل شاعران او اديبان هم په همدې كنډه تلي او تر ټولو زيات محبت له هغه پاچا، سياسي لارښود، خان، عالم، شاعر و اديب سره كوي، چې په مذهبپالنه كې د هغوى په تول پوره وخېژي. كه له رحمان بابا څخه دا ازموينه اخيستل كېږي؛ نو هغه خو له پخوانيو او نويو ټولو شاعرانو څخه په دې تول كې مخكې دى او دغه لوړه رتبه هغه ته د هغه دروېشۍ او قلندرۍ وركړې ده.
كله چې موږ رحمان بابا ته دروېش او قلندر وايوو؛ نو له دې سره سم مو په ذهن كې دا پوښتنه راپيدا كېږي، چې هغه كوم ډول دروېش او قلندر و؟ خو كله يې چې د دېوان لوستنه وكړو؛ نو ددې پوښتنې ځواب د هغه په اشعارو كې موندلى شو، هغه وايي:
قلندر كه په رښتيا قلندري كا
خان، سلطان او قلندر درې واړه يو دي
په يو بل ځاى كې فرمايي:
هر منعم چې دلجويي د قلندر كا
هغه نه دى قلندر، قلندر دا دى
له دې دوو شعرونو څخه دا خبره په ډېره ښه توګه واضح كېږي، چې د دروېشۍ او قلندرۍ په باره كې د رحمان بابا تصور څه و؟ دا تصور علامه اقبال داسې ښكاره كړى دى:
آن مسلمانان كه ميري كرده اند
در شهنشاهي فقيري كرده اند
د علامه اقبال او رحمان بابا د افكار له مخې دروېش هغه څوك نه دى، چې بې عمله وي، خير غواړي او كچكول پر غاړه په كوڅو كې ګرځي او د شپې له خوا په كومې خانقا يا هم كوم زيارت كې اړوي؛ بلكې حقيقي دروېش او رښتينى قلندر هغه دى، چې د درد دولت راټولوي او د خداى تعالى جل جلاله په مخلوق كې زر او جواهر وېشي. د رحمان بابا اشعار هم جواهر دي، چې د خداى تعالى جل جلاله په مخلوق كې له تېرو درې سوو كلونو راهيسې وېشل كېږي. د رحمان بابا د عقيدتمندانو په اند د رحمان بابا محبوب سيدنا حضرت محمد مصطفىٰ صلى الله عليه وسلم و. همدا وجه ده، چې د مجازي عشق اړيكه هم وګړي په حقيقي عشق پورې تړي. همدارنګه د صوفيانو په اند هم مجاز يو پل دى، چې انسان پرې له تېرېدا وروسته حقيقت ته رسېږي. د رحمان بابا له دېوان لوستنې څخه دا معلومېږي، هغه دې هم دا منزل طى كړى وي او په پاى كې يې د حقيقي عشق روح موندلى وي، كنه نو دا صراحت يې ولې كاوه؟ چې:
حلال عشق دى په رحمان باندې راغلى
په حلالو كې مدام وي احترام
د رحمان بابا زمانه د مطلق الحكم پاچايانو زمانه وه؛ خو بيا يې هم دېوان د پاچايانو او واكمنانو له قصيدو څخه پاك دى. په دونيوي اعتبار لوړ مرتبه وګړيو او پاچايانو سره يې هېڅ جوړه نه وه. كه د هغه له وسه پوره واى؛ نو د شاه جهان او اورنګزېب په څېر پاچايان به يې هم د منصور په څېر له نداف څخه ځار كړي ول. لكه چې وايي:
اورنګزېب او شاه جهان په څېر اشراف
صدقه شه تر منصور غوندې نداف
د رحمان بابا په كلي (بهادر كلي) كې د عزيز خان په نوم يو خان هم اوسېده. دا چې له هغه سره يې هم جوړه نه وه؛ نو دا يې ويلي او ترې يو بل كلي (هزارخوانۍ) ته تللى:
نه شي د خانانو د ملنګو سره كلي
چرته عزيز خان چرته ملنګ عبدالرحمن
رحمان بابا د شاه جهان زمانه هم ليدلې او د اورنګزېب زمانه هم. د هغه دا شعر د مغل واكمنۍ يو بشپړ تصوير وړاندې كوي، چې:
په سبب د ظالمانو حاكمانو
اور او ګور او پېښور درې واړه يو دي
رحمان بابا نه شاه جهان ته قصيده ليكلي او نه هم اورنګزېب ته. نه يې د مغل يو واكمن ته سر ټيټ كړى او نه هم بل ته؛ خو د دروېشانو ستاينه يې په خپلو څو شعرونو كې كړې ده او خپلې هغې غزلې ته يې (حاصل كلام) ويلي دي، چې په كې يې د دروېشانو شان بيان كړى دى. د غزل په وروستي بيت كې فرمايي:
درست دېوان د رحمان زار تر دا غزل شه
چې بيان يې كړو كردار د دروېشانو
د همدې غزل په يو شعر كې رحمان بابا د دروېشانو مقام داسې تعينوي:
چې په يو قدم تر عرشه پورې رسي
ما ليدلى دى رفتار د دروېشانو
د رحمان بابا دروېشي او قلندري له هر ډول شك و شبهې څخه پورته ده. خپل او پردې ټول د هغه په دروېشانه خوي او قلندرانه شان باندې معترف دي.
د رحمان بابا دېوان يوه داسې آيېنه ده، چې هر چا ته خپله اصلي څېره ښيي:
و هر چا ته په خپل شكل څرګندېږم
آيېنې غوندې بې رويه بې ريا يم
او په دې آيېنه كې چې خپله د رحمان بابا د دروېشۍ او قلندرۍ كوم خد و خال تر سترګو كېږي، د هغو يو څو وړانګې دمخه وړاندې شوې؛ خو دلته يې د يو څوو په وړاندې كولو سره خپل فرض ادا كوو.
د رحمان بابا زمانه له نن څخه درې سوه كاله وړاندې زمانه وه؛ خو له هغه سره نن هم د وګړيو د عقيدت دا حال دى، چې هر كال يې پر مزار دوه ورځنى عرس جوړېږي، چې په څلور غونډو كې يې د سرحد صوبې له لرې لرې سيمو څخه په سلګونو راغلي شاعران، اديبان او پوهان د عقيدت نظرانې ورته وړاندې كوي، ځينې پوهان خو ورته آن له نورو هېوادونو څخه هم راځي. دا يو داسې اعزاز دى، چې له رحمان بابا څخه پرته بل كوم شاعر ته نه دى په برخه شوى. كه رحمان بابا د نورو ډېرو شاعرانو غوندې دونيادار واى او دروېشي يې خپل شعار نه واى ګرځولاى؛ نو اوس به يې نوم اخيستونكي هم ډېر كم موندل كېدل. رحمان بابا ته معلومه وه، چې په ژوندانه او له مرګ وروسته د يو دروېش مقام كوم وي او د صوفيانو په مزارونو څه ډول مېلې جوړېږي. همدا لامل دى، چې د هغه دې شعر ته د يوې داسې وړاندوينې درجه حاصله ده، چې خپله يې پر مزار صدق كوي:
هومره خلق يې زيارت كا پس له مرګه
چې بازار وي په مزار د دروېشانو
د رحمان بابا په اند دروېشي يو همېشه بهار منصب او مسلك دى. هغه وايي:
هر بهار لره خزان په جهان شته دى
خزان نه لري بهار د دروېشانو
رحمان بابا يو عمل لرونكى صوفي او يو متوكل دروېش و. د هغه روحاني لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم و. د نورو په لارښوونه كې هغه په خپل يو شعر كې دا لاره ليدلې ده:
بې رهبره يون د عشق په لاره ګران دى
دلته بويه چې پيدا كاندي رهبر څوك
داسې ښكاري، چې رحمان بابا دې لومړى د خپل كامل مرشد صلى الله عليه وسلم په لارښوونه كې د رشد او هدايت منزلونه طى كړي وي او بيا يې دا دعوه كړې وي، چې:
كه چا لار د عاشقۍ وي وركه كړې
زه رحمان د ګمراهانو رهنما يم
دا سمه ده، چې رحمان بابا فطري دروېش و؛ خو هغه خپل ځان په فقيرۍ كې هم پاچا ګاڼه او د خپلې فقيرۍ آبرو ساتلو لپاره يې دا ناره كړې ده، چې:
بادشاهي د فقيرانو په دعا شي
زه رحمان ځكه پادشاه شوم چې ګدا شوم
په يوه واړه غوندې مضمون كې د رحمان بابا قلندرانه شان احاطه كول ناشوني دي؛ نو ځكه خو مناسبه دا ښكاري چې په دې ويلو سره خبره ختمه كړو، چې:
((كه د عبدالرحمن بنجوري له وينا سره سم د هندوستان سپېڅلي كتابونه دوه دي، چې يو يې (ويد) او دويم يې هم (د غالب دېوان) نو د پښتنو هم سپېڅلي كتابونه دوه دي، چې يو يې (قرآن كريم) او دويم يې هم (د عبدالرحمن بابا دېوان) دى))
ددې دعوې تاييد د ماضي د يو روحاني لارښود د سوات حضرت عبدالغفور باباجي رحمه الله په دې وينا سره هم كېداى شي، چې ((كه په لمانځه كې د قرآن كريم له ايتونو پرته د بل كلام د لوستلو اجازت واى؛ نو ما به د حضرت عبدالرحمن بابا كلام په كې لوسته))
دلته دا وضحات اړين دى، چې د سرحد صوبې پښتانه عالمان په خپلو خطبو، په ځانګړي ډول د جمعې په خطبه كې، زياتره د رحمان بابا كلام لولي.