د پازوال خبره:

روهي وېب پاڼه وياړ لري چې ورځ تر بلې يې د لوستونکو او لېدونکو شمېر مخ په ډېرېدو دی. د نړۍ، سيمې او افغانستان د اړينو پېښو، لاس ته راړونو، سیاسي لېدنو او بدلونو، جګړې، سولې، پرمختګ، اقتصادي ودې او نورو په اړه، روهي وېب پاڼه بيړني، مهم، پر وخت، موثق او دقيق مالومات او خبرونه خپلو لوستونکو او لېدونکو ته رسوي.
 
مونږ د کلنو چوپړ په موده کې، د هېواد د دواړو ملي ژبو، خو په ځانګړې ډول د پښتو ژبې لمن مو د اسلامي، سياسي، ټولنيزو، ادبي، اقتصادي، ورزشي، هنري، علمي، د ټېکنالوژۍ او نور برخو کې پراخه او بډايه کړې ده.
 
له ملي ژبو وريخوا مو، په نړيوالو ژبو هم خپرونې کړي، او تر هغه چې په نړۍ کې پر ليکه ټېکنالوژي (انټرنيټ) شتون ولري، د ګرانو هېوادوالو لپاره مو په هره برخه په پراخ شمېر مالومات ساتلي او د نېټ په لټون سره به، روهي ستاسو سترګو ته، تر نورو وړاندې درځي او غوښتنې ته به مو ځواب وايي.
 
مونږ په دې لټه کې يو، چې له خبرونو پرته په کور دننه او بهر کې د مېشتو لېکولانو اندونه تر تاسو ورسو او همدارنګه په هره هغه برخه ستاسو د مالوماتو تشه ډکه کړو، چې ورته اړتيا لري.
 
د لېکولانو ټولې لېکنې، مونږ په کټ - مټ ډول د خپلې کړنلارې اړوند نشر ته سپارو، دا کار له ستونزو ډک دی، خو مونږ يې ترسره کوو. ولې له ستونزو ډک دی او ولې يې مونږ ترسره کولای شو؟

زمونږ تکړه لېکولان په هېواد کې دننه او بهر، ستونزو ته په خپلواک لېد لوري کې ګوري، د ټولنې ستونزو ته غبرګون ورکوي، نېوکې، وړانديزنه، سپارښتنې، پوښتنې، غوښتنې او نور مونږ ته سپاري، ترڅو غږ ورسره بدرګه کړو او تر مسووليت لرونکو کسانو پورې يې ورسو.
 
تر ډېره په جرئت او زوړورتيا سره نېوکې او وړانديزونه نورې ستونزې منځ ته راوړي. يو يې په مثبت لورې نیسي او بل يې بيا په منفي، یو ته تعميري ښکاري او بل ته تخريبي.......

خو مونږ هغه څه ته د نشر پوښښ ورکو، چې د ټولنې بنسټيزه غوښتنه وي، مونږ د افرادو له ګواښونو، ستونزو او د هغوی د خوښۍ او خپګان په اړه ډېر فکر نه کو، په ټوله کې مو، ټولنه او ملي کټې د فکر او کړنو لومړيتوب دی.
دا هر څه ځکه په پوره جرئت او زوړورتيا سره ترسره کو، چې توکل مو په خدای، ملاتړ د ولس او په بشپړ ډول خپلواک او ناپيېلي يو. که هرڅه کوو د خدای، هېواد، ولس او ټولنې لپاره موخه او هدف وي.
 
مونږ خپل ناپېيلتوب ساتو، له هېڅ واقعي او حقوقي شخصيت څخه د پيسو، مادياتو، افرين، مننې او مينې تمه او هيله نه لرو. دا ټول هرڅه له خدای غواړو او خپل ولس مو په دې برخه ملاتړی او راسره دی.
 
د ټولنې غوښتنو ته په کتو، د بدلون او اوښتون په ور پلونه ږدو، په نېږدې راتلوکي کې به، له لېکنو ورايخوا د (روهي خبرې کوي) يا (Rohi Talks) په نوم د وېب پاڼې ځانګړې برخه چوپړ ته وړاندې کړو.
 
روهي خبرې کوي (Rohi Talks) برخه کې، په وډيويي ډول خپرونې کو، چې د هېواد له غښتلو ديني علما کرامو، سياسيونو، نامتو او اغيز لرونکو څېرو، د هنر په برخه کې له هنرمندانو، د سپورټ له نړۍ څخه له لوبغاړو سره مرکې ترسره کو او پدې برخه کې به يې ستاسو پر وړاندې ږدو.
 
روهي خبرې کوي (Rohi Talks) له مرکو پرته د هېواد او نړۍ په مهمو پېښو درته ګردي ميزونه او مناظرې له شننونکو سره ترسره کوي، ترڅو د روانو پېښو په ژوروالي او څواړخيز شتون باندې پوهه شوي وی.
 
مونږ د خپلې خپلواکۍ او ناپېيلتوب لپاره هڅه کو، چې په خپلو ودرېږو، په دې موخه ستاسو د سوداګرۍ لپاره په روهي وېب پاڼه کې د (سوداګريزو خبرتياوو) په نوم يوه بله برخه هم جوړه او چوپړ ته مو وړاندې کړه، ترڅو يوې خوا، مو ستاسو سوداګرۍ ته پراختيا او پرمختيا ورکړي وي او له بل لورې مو د وړ بيې په اخېستو سره، په ترلاسه شويو پيسو باندې روهي وېب پاڼه داسې فعاله او پر وخت ساتلي وي، چې د لوستونکو هيلې په کې هنداره کړی شو.
 
څرګنده خبره ده، چې په دې ۲۱ پيړۍ کې هېڅ يو کار پرته له مالي بسيا د وړاندې تګ شونتيا نه لري، مونږ خپلې مالي ستونزې ستاسو د سوداګريزو خبرتياوو په ترلاسه کولو حل کولای شو.
روهي وېب پاڼه ستاسو سوداګريزې خبرتياوې د نوې او معصرې ټېکنالوژۍ پر مټ نشر ته سپاري.
د وړ بيې په اخېستو ستاسو خبرتياوې په:
۱- لېکلي بڼه
۲- انځوريزه بڼه
۳- خوځنده بڼه
۴- وډيويي بڼه
۵- د مهمو لېکنو په منځ کې
۶- او د کارتون په بڼه نشر ته سپاري.
نو پر دې بنسټ مو خپلې سوداکریزې خبرتياوې روهي وېب پانې ته ولېږئ، ترڅو ستاسو تجارت ته مو پراحتيا ورکړي او هم په مالي ډول روهي وېب پاڼه په ځان بسيا او د لا چوپړ وړتيا پيدا کړي.
مننه
ډاکټر نیک محمد ویال د روهي وېب پاڼې بنسټګر او مسول مدير