د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ

ناټو يا د شمالي اتالنتیک تړون سازمان (The North Atlantic Treaty Organization - NATO) د شمالي امريکا او اروپا، د ۲۹ هېوادونو ترمنځ پوځي اتحاد دی، چې د شمالي اتالنتيک د تړون پر بنسټ د دويمې نړيوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته د اپريل په څلورمه نېټه په ۱۹۴۹ زېږديز کال کې منځ ته راغی.
 
د ناټو په تړون کې، په يو غړي هېواد بريد د ناټو په ټولو غړيو هېوادونو بريد دی، او هر هغه ځواک چې د ناټو په تړون کې نه دی شامل، که چېرې د ناټو په يو غړي هېواد بريد وکړي نو د ناټو ټول غړيتوب لرونکي هېوادونه به يې په ګډه سره ځواب وايي.
 
د ناټو مرکز د بلجيم هېواد په پلازمېنې بروکسل کې پروت دی.
 
د شمالي امريکا او اروپا له ۲۹ هېوادونو سربېره د نړۍ ۲۱ هېوادونو د ناټو په هغه غونډو کې ګډون کولای شی چې د سولې په پار جوړيږي او همدارنګه ۱۵ نور هېوادنو د شخړو په حل کې د ناټو په غونډو کې د خبرو اترو لپاره برخه اخلي.
 
د ناټو عمومي سرمنشي: د ناټو عمومي سرمنشي د پوځي، سياسي او سټراټېژيکو پرېکړو واک نه لري. يادې پرېکړې په مستقيم ډول د ناټو د غړو هېوادونو له خوا ترسره کيږي.
خو عمومي سرمنشي هغه نړيوال ډېپلوماټ دي، څوګ چې په ملکي ډول د ناټو سازمان مشري کوي.
عمومي سرمنشي لاندې دندې پرمخ وړلی شي:
۱- د غړيو هېوادنو ترمنځ د غونډو تنظيم.
۲- د ناټو د نړيوالو کارکونکو مشري کول.
۳- د شمالي اتالنتيک شورا مشري.
۴- د سازمان د لويو کمېټو مشري.
۵- او د ناټو د وياند په توګه دنده ترسره کول.
 
د ناټو اوسنی سرمنشي: ینس سټولټنبرګ د ناټو اوسنی سرمنشي دی، چې د ناټو له جوړېدو راپدېخوا د ياد سازمان ۱۳ سرمنشي کيږي.
 
۱- زوکړه: ینس سټولټنبرګ په ۱۹۵۹ کال کې د ناروې په مرکز اوسلو کې زېږدلی دي. د نوموړي پلار (تورورډ سټولنبرګ) د ناورې د کارګر ګوند غړی او سياست مدار وو، تورورډ سټولنبرګ د ناورې د دفاع وزير، بهرنيو چارو وزير او همدا ډول يې نورې مهمې دندې ترسره کړې دي.
 
زده کړې: ینس سټولټنبرګ د ښوونځۍ دورې زده کړې په اوسلو کې ترسره کړي، وروسته يې په پوځ کې پوځي روزنه ترلاسه او په ۱۹۸۷ کال کې د ناروې د اوسلو له پوهنتون څخه يې د اقتصاد په برخه ډېپلوم واخېست.
 
دندې: د ناټو اوسنی سرمنشي ینس سټولټنبرګ له اوسنۍ دندې وړاندې په ناروې کې په مهمو دندو باندې پاتې شوی دي.
۱- له ۱۹۹۰ څخه تر ۱۹۹۶ پورې د ناروې هېواد د چاپيريال او سوداګرۍ وزير.
۲- له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۰۱ پورې د ناروې د لومړي وزير په توګه په دنده پاتې شوی دی.
۳- له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د دويم ځل لپاره د ناورې لومړی وزير وټاکل شو.
۴- له ۲۰۱۳ وروسته د نړيوال اقليم د بدلون په اړه د ملګروملتونو د ځانګړي استازې په توګه دنده.
۵- او ۲۰۱۴ کال څخه تر نن پورې د ناټو سازمان د عمومي سرمنشي په توګه دنده پرمخ وړي.
 
د ینس سټولټنبرګ د ماموريت د دورې په لومړيو مياشتو کې له افغانستان څخه د امريکايي او ناټو ځواکونو د وتلو خبرې تودې شوې، د ۲۰۱۴ څخه وړاندې د جګړې مشري له امريکايي او ناټو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته، د لېږد د ځانګړې پروسې له لارې ولېږدول شوه. د ینس سټولټنبرګ دندې په دوره کې ناټو په افغانستان کې د پوځي عملياتو مشري تر ډېره د افغان ځواکونو په اوږو وچواله، او په خپله ناټو له افغان ځواکونو سره د سلا او پوځي روزنې په برخه کې بوخته شوه.
 
د ینس سټولټنبرګ تر مشرۍ لاندې ناټو اوس مهال په افغانستان کې ۱۳۰۰۰ پوځيان لري، چې افغان امنيتي ځواکونو ته په پوځي برخه کې سلا او روزنه ورکوي.
 
روانه اونۍ، ینس سټولټنبرګ د ناټو د غړيو هېوادنو د دفاع وزيرانو په غونډه کې، چې په بروکسل کې جوړه شوې وه، افغانستان ته، د ناټو د ۳۰۰۰ نورو پوځيانو د لېږلو خبر ورکړ. نوموړي وويل، امريکا تياری ښودلی چې د ناټو تر مشرۍ لاندې افغانستان ته ۱۵۰۰ نور سرتيري ولېږي، او همدا ډول له نورو غړو هېوادونو تمه کيږي چې افغانستان د نورو پوځيان په لېږلو کې همکاري وکړي.
 
د ینس سټولټنبرګ په اند، په افغانستان کې د طالبانو بريدونو زور اخېستي، خو په همدې وخت کې افغان امنيتي ځواکونو هم دا پياوړتيا ترلاسه کړې ده، چې طالبان يې د خپلو سټراټېژیکو پلانونو په عملي کولو کې مات کړي دي.
 
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، د ناټو د غړو هېوادونو د غونډې په ورستۍ ورځ، د افغانستان په اړه څلورو مسايلو باندې د غړيو هېوادونو د دفاع وزيران سره بحث وکړ.
۱- د غوڅ ملاتړ د مأموریت د ځواکونو شمېر.
۲- د افغان ځواکونو تمویل.
۳- د اصلاحاتو او روغې جوړې په برخو کې پرمختګ.
۴- له پاکستان سره د اړیکو ادامه.