روهي (يوه نۍ/۲۱ د لړم) د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ په خپل ورستي ټيوټ کې په ټوېټر ويلي، "د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون ولې زما سپکوی کړی؟ چې ماته يې د زوړ خطاب کړی، زه به هېڅلکه نوموړي ته د ټيټ او غټ څخه ونه وايم، زه غواړم له نوموړي سره ملګری جوړ شم او داسې يوه ورځ به را هم شي."
له دې وړاندې هم په ويتنام کې د ارام سمندرګۍ او اسيا د اقتصادي همکاريو په سرمشريزه کې ولسمشر ټرمپ ويلي و، "دا به ډېره غوره وي، چې يوه ورځ زه او کيم جونګ اون سره ملګري شو. زما او د نومړي ملګرتيا يوه نا اشنا خبره ده، خو شونتيا درلودلی شي."
د واشنګټن او پیونګ یانګ ترمنځ د شمالي کوريا د اټومي پروګرام په سر ناندرۍ له کلنو راهيسې روانې دي، خو ټرمپ کلکه ژمنه کړي، چې هغه کار چې د ولسمشر بوش او اوباما په واکمنۍ کې ترسره نه شو، زه به يې ترسره کړم. د ټرمپ په وينا شمالي کوريا ته به اجازه ورنه کړم چې اټومي پروګرام وړاندې يوسي او زه به يې مخنيوی وکړم.
د روان کال د سېپټبر په درېيمه، شمالي کوريا د خپل شپږم ټرټولو قوي اټومي بم ازموينه وکړه، چې د ملګرو ملتونو له لورې له نويو بنديزونو سره مخ شوه.
ترمپ او کيم جونګ اون، په ټويټر يو او بل ته سپکې سپورې او ګواښونه کوي.
وروستي