اداري فسادافغاني ستونزه که بهرنۍ ډالۍ

   اوس مهال چې دټولوپه خوله داداري فسادخبره خوره ده اوهرڅوک اداري فساددافغان حکومت په مهمو کمزوريوکې حسابوي هېچاهم په دې اړ ه هڅه نه ده کړې چې داداري فسادلاملونه اورواجوونکي ياخورونکي پيدااوپه ګوته کړي بې له شکه چې په اوسنيوحالاتوکې به دغه يوه ترټولولويه ستونزه وي خوکه سرچينې اولاملونه يې ښه په دقيق ډول سره وپېژندل شي نودمخنيوي لارې چارې يې هم اسانه دي .
بهرنيان چې تل داداري فسادناري وهي اوافغان حکومت په دې ملامتوي نو په دې کې ترټولو لويه ونډه هم دبهرنيانوده دوى که له يوې خوامرستې کوي نوله بلې خوا دالارې هم ګوري چې څنګه خپل دغه کړي کومکونه خپلوجيبونوته ستانه کړي ، بهرنيان خپله اوس په ډېره لوړه کچه په اداري فسادکې ښکېل دي انجيوګانې تل هڅه کوي چې ديولکو ډالرو پروژه په سلولکوباندې عملي کړي اويوه زياته اندازه پيسې ځان ته و وهي .
هغه افغاني شرکتونه اوادارې چې دبيارغونې په برخه کې په کاربوختې دي دپروژداخيستلولپاره مجبوردي چې بهرنيانواودهغوى افغان همکارانوته کافي پيسې درشوت اوډالۍ يابرخې په نوم ورکړي اوپروژه ترلاسه کړي . همدلته په افغاني اداروکې دفسادزړي کرل کېږي او ستونزې مينځ ته راځي ددې ترڅنګ وزارتونه هم په دې ناروغى اخته د ي اودبهرنيانونه دبوديجې ترلاسه کولو پرمهال مجبوردي چې دهغو ى دخوښ ساتلولپاره يوڅه ورکړي .
تردې دمه موږ يوه هم داسې بېلګه نه لرو چې يو مفسددولتي چارواکى دې دخپلو عملونوپه سزارسول شوي وي اوخلکوته يې عبرت ورکړي وي همدالامل دى چې دخلکوپه زړونوکې وېره نشته دخپلوکارونودخلاصولولپاره حاضردي چې رشوت ورکړي چې اوس مهال يې له بده مرغه بيخي جدي بڼه غوره کړې ده .که حکومت وروسته له دې هم په همدې ستونزه کې ښکېل پاتې شي اوله ادارونه په فسادککړکسان لرې نه کړي نو ملت به کله هم هغه څوک ونه بښي چې ددوى په وينواواوښکودسوداګرۍ خيال لري دادارې فسادنه ديوه پاک افغاني حکومت په هيله