روهي (نۍ/۲۰ د لړم)، د ارام سمندرګۍ او اسيا په سر مشريزه ناسته کې، چې په ويتنام کې روانه ده، د امريکا او روسيې ولسمشرانو له يو بل سره لېدنه او خبرې اترې کړې دي.
د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، "د سوريې د جګړې په اړه د روسيې او امريکا ترمنځ هوکړه او مواقفه کولی شي، چې په سوريه کې روانه جګړه پای ته ورسوي او د ډېرو سوريي وګړو ژوند ته نجات ورکړي."
د کرملين ماڼۍ پخوا خبر ورکړی وو، چې د ارام سمندرګۍ او آسيا د اقتصادي همکاريو په غونډه کې به، د امريکا او روسيې ولسمشرانو ترمنځ هرکړه وشي ترڅو په سوريه کې روانې جګړې ته سياسي حل پیدا او داعش د ځپلو لپاره په ګده اقدام وکړي.
د ولسمشر ټرمپ په وينا، له روسيې سره ښه اړيکې ډېرې اړينې دي، روسيه کولی شي چې د شمالي کوريا په مسله کې زمونږ سره همکاري وکړي، د شمالي کوريا مسله زمونږ لپاره لويه ستونزه ده، لکه څه ډول چې چين زمونږ سره په دې برخه کې ملاتړی دی هيله لرو چې روسيه مو هم ملاتړ وکړي.
وروستي