پروېز مشرف د سياسي ګوندونو لويه ټلواله جوړه او ډېر زر به پاکستان ته ستون شي

روهي (نۍ/۲۰ د لړم)، د پاکستان پخوانی ولسمشر پروېز مشرف د (ټول پاکستان مسلېم ليګ) په نوم سياسي ګوند لري، تېره ورځ يې (د پاکستان عوامي اتحاد) په نوم يوه لويه سياسي ټلواله له ۲۳ ګوندونو جوړه کړه او په دې سره به په نېږدې وخت هېواد ته هم ستون شي.
 

د محکمې له لورې د نواز شريف د واک تر لېرې کېدو وروسته پخواني ولسمشر پروېز مشرف لېوالتيا ښودلي چې په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي او يو ځل بيا سياسي واک په لاس راوړي.
 
د نوموړي په اند د پاکستان خلک خوښۍ، ارام ژوند او پرمختګ ته اړتيا لري، مهمه نه ده چې کوم ډول رژېم د قدرت واکې په لاس کې لري، خو هغه روژېم ولس غواړي چې دوی په کې ارام او سوکاله وي.
 
د بنظير بټو له وژل کېدو وروسته، په پروېز مشرف داسې تورونه وو، چې د نوموړې په وژنې کې يې لاس درلود، محکمې ښاغلی مشرف له هېواد څخه فراري اعلان کړ او اوس مهال له هېواد بهر ژوند کوي.