
روهي (جمعه/۱۹ د لړم) امريکايي چارواکي هڅه کوي چې د روسيې او اوکراين ترمنځ روانه شخړه پای ته ورسوي.
امريکا چارواکو روسيې ته وړانديز کړی، ترڅو لوديځ اوکراين ته د ۲۰۰۰۰ سوله ساتو ځواکونو له لېږد سره هوکړه وکړي.
تمه کيږي چې امريکايي چارواکې به، په راتلونکو څو ورځو کې، لوديځ اوکراين ته د ۲۰۰۰۰ سوله ساتو ځواکونو د لېږلو غوښتنه په رسمي ډول روسيې ته وړاندې کړي.
د پريس او برلين په شمول په ځينو اروپايي ښارونو کې داسې انګېرنه کيږي، چې ولسمشر پوتين په دې له لټه کې چې د اوکراين له بيلتون غوښتونکو څخه د روسيې پوځ ملاتړ پای ته ورسوي.
مسکو، په اوکراين کې د بيلتون غوښتونکې ډلې پوځي ملاتړ کوي، چې په دې سره د مسکو او اوکراين اړېکې خرابي او مسکو په اوکراين د لاس وهنې له امله له نړيوالو نېوکو سره هم مخ دی.