
روهي (جمعه/۱۹ ړ لړم)، د جاپان لومړی وزير شینوزو ایبي د روسيې له ولسمشر والدمېر پوتين سره پرېکړې ته رسيدلی ترڅو د ملګرو ملتونو له خوا په شمالي کوريا لا نور بنديزونه ولګول شي.
دواړو مشرانو په ويتنام کې، د آسیا - پیسیفیک د اقتصادي همکاريو (APEC) په سرمشریزه غونډه کې يادې هوکړې ته رسېدلي دي.
ښاغلي شینوزو ایبي زیاټه کړه، "جاپان او روسيه د ملګرو ملتونو له خوا په شمالي کوريا د سختو بنديزونو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي، مونږ به په دې برخه له يو او بل سره ښه او نېږدې همکاري وکړو."
جاپان د امريکا متحدو ايالتونو سره هم همکارۍ کوي ترڅو د شمالي کوريا د اټومي پروګرام د وړاندې تګ مخنيوی وکړي. د کوريا په ټاپوزمه کې د امريکا متحده ايالت، سويلي کوريا او جاپان ډېر ځلې ګډ پوځي تمرينونه هم کوي.