
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۱۹مه) ویل شوي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره، د جنوب ختیځې اسیا د مشرانو په غونډه کې نه ګوري.
د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز نن سهار خبریالانو ته ویلي، چې د ټرمپ او روسیې ولسمشر د لیدو په اړه مهال ویش نه دی تایید شوی.
هغې زیاته کړې، چې کیدای شي دواړه مشران به په ډاننګ او یا وروسته په فیلیپین کې د یو بل سیمه ییز کنفرانس په ترڅ کې غیرې رسمې لیده کاته وکړي.
بل خوا کرملین هم ویلي و، چې ښايي دا دواړه مشران سره وګوري، خو بیا وروسته پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن هم وویل چې د دې لیدنې په اړه پریکړه نه ده شوې.