ته د چا په دين يې؟

ليکونکی : ډاکتر عيسی البوسنی
ژباړه: روح الله صاحبزاده
انسان یو ژوندى مخلوق دى چې تل ملګرو ته اړتیا لري. زمونږ د ژوندانه ښه برخه هغه ده چې له نورو سره يې په ګډ ژوند كې تيروو. مسلمان ته د خپل دین او تقوا د ساتلو لپاره تل اړينه ده چې نیک ملګري غوره كړي.
د حضرت محمد صل الله علیه وسلم مبارک حدیث دى:
(المرء علی دین خلیله فلینظر احدکم من یخالل) [ابوداود او ترمذی]
ژباړه: سړې د خپل دوست په دین دی نو تاسې هر يو وگورئ چې د چا سره دوستي لری.
له هر ډول انسانانو سره یو ځای کیدل او ملګري د سړي په کړنو، سلوک او اخلاقو کې د بدلون لامل ګرځي. نو که چیرې مونږ د ناوړه انسانانو سره ملګرتیا وکړو، كيداى شي د هغوي عادت او سلوک پر موږ اغيز وكړي، تر دې چې ژر به داسې وخت راورسيږي چې خپل لمونځ، روژه…… او نور نيك كړه وړه به له هغوى څخه پټوو چې سپکاوى يې ونه کړي، نو کله چې دې حالت ته ورسيږو بيا نو د زموږ او د هغه د بې لارې ملګرو ترمینځ ډير کم توپیر شته وي.
ډیر ځله داسې پیښیږې چې یو مسلمان د خپلو ملګرو لخوا دېته هڅول کېږې چې ناروا کارونه وکړی، او هغه خپله دنده یا مسولیت له یاده وباسې. پایله یې دا ده، چې کله نا کله مسلمان پخپله شرمیږي چې خپل ملګري پرېږدې او لمونځ وکړی. نو ځکه دا ملګري د دې سبب کیږي چې په ښکاره توګه له سمې لارې اوړی.
د دې پرځای چې مونږ د بد سړی سره ملګرتیا کوو، نو باید د یو ریښتينې انسان سره یې وکړو.
عطار او آهنګر
په یو بل حدیث شریف کې حضرت محمد صل الله علیه وسلم فرمایلی دي: (د ښه ملګرې مثال داسې دى لکه عطار او د بد ملګرې مثال داسې دى لکه آهنګر. د عطار څخه به عطر واخلې او یا به یې د خوشبویې څخه خوند واخلې، مګر د آهنګر سره که کښینې نو کالې به دې وسوزیږی او یا به يې بد بوی ستا تر پزې كيږي) [بخاری او مسلم]
امام نووی د حديث په شرحه كې داسې ليكي: نبی کریم صل الله علیه وسلم ښه ملګری د عطر پلورونکی سره پرتله کړی، د هغه د ښه سلوک، پرهیزګارۍ، علم او ښې روزنې په اړه یې خبرې کړې دي، چې داسې خلک به مونږ له خپل فضیلت او ښیګڼو څخه برخمن کړي. نبې کریم صل الله علیه وسلم مونږ د هغو کسانو د ناستې ولاړې څخه منع کړی یو چې ګناهونه او نور بد عملونه ترسره کوي او همدارنګه یې د متکبرونو، غیبت کوونکو او نورو څخه هم منع کړې یو.
یو بل عالم ویلي دي: د ښې ملګرتیا په نتیجه کې به ګټور علم، ښه سلوک او ریښتني عملونه لاسته راوړی، حال دا چې د پلیتو خلکو سره ملګرتیا تاسې د دغو ټولو څخه منع کوي.
الله جل جلاله په قرانکریم کې داسې فرمایلی دی:
(وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَى يَدَيْهِ يَقُولُ يَا لَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلاً (۲۷) يَا وَيْلَتَى لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَاناً خَلِيلاً (۲۸) لَقَدْ أَضَلَّنِي عَنِ الذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَاءنِي وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِلْإِنسَانِ خَذُولاً (۲۹)
هغه ورځ چې ظالم به خپل لاسونه چیچی، او وایې به چې کاشکې د پیغمبر لاره مې نیولې وای. کاشکې له فلاني سره مې ملګري نه واى كړې. هغه وو چې زه یې بې لارې ته بوتلم، وروسته له هغه نه چې قران ما ته رسیدلی وه او شیطان همیشه د انسان خطا کوونکی دی. (۲۷-۲۹) سوره الفرقان
الله جل جلاله همدارنګه ویلي دي:
الْأَخِلَّاء يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ – سوره الزخرف.(۶۷)
په هغه ورځ به ملګري یو د بل دښمنان وي، مګر پرته له متقیانو (پرهیزګارانو) څخه.
د رسول اکرم صل الله علیه وسلم په دوو معتبرو احاديثو کې موږ ته د نيكو او دیندارو خلکو سره د ملګرتیا حکم شوى او ویل شوي چې یو سړﺉ باید له هغه چا سره واوسي چې په نيغه لاره روان وي نو که مونږ د هغو خلکو سره مینه او ملګرتیا غوره کړو چې هغوى په غلطه لاره روان وي نو باید د خپل تقدیر او راتلونکې څخه وویریږو.
عاقل انسان هغه دى چې د آخرت لپاره تیارى نیسي، نه هغه چې په خپله عقیده تیروزي او د شیطان منګولو ته ورځی.
که چیرې مونږ په ریښتېنې توګه منو چې د الله جل جلاله خبرې غوره خبرې دي او د حضرت محمد صل الله علیه وسلم لارښوونې تر ټولو غوره لارښوونې دي نو باید له دغو خبرو او لارښوونو سره سم عمل وکړو تر څو وکولاى شو د ځان پر وړاندې یو ثبوت ولرو.
له بلې خوا یو مومن سړی د خپل ورور هنداره ده او که هغه هر ډول تیروتنه په خپل بل مومن ورور کې وویني نو باید متوجه يې کړي او د منلو وړ لارې ته یې وهڅوي.
موږ باید تل د الله جل جلاله څخه وغواړو تر څو مونږ ريښتنو مومنانو کې وشماري او له مونږ سره مرسته وکړي تر څو مونږ له خپل قهر څخه وساتي او د خپلی خوشحالۍ او جنت خوا ته لارښوونه وکړي.