
دا دوه ورځې کیږي چې یو جعلي خط په رسنیو او بلخصوص په فیسبوک کې خپریږي چې ګواکې د ننګرهار په ګمرک کې دغه کسان په فساد اخته دي او له ګمرک نه باج اخلي.
خو زه په کره شواهدو دا وایم چې، د ننګرهار د ګمرک په فساد کې نور اهم اشخاص هم لاس لري، چې ریښه یي ان تر مرکزه رسیږي.
د نن څخه درې کاله مخکې د ننګرهار ولایت د اداري فساد پر ضد د محکمې ریس ښاغلی محترم قاضي صاحب عبدالکریم عنایت نبی خیل ؤ . ولسمشر محمد اشرف غني د یو عمومي فرمان په ترڅ کې د ننګرهار او طورخم د ګمرکونو اود طورخم د تلې د فساد په اړه د څیړنو او راپور ورکولو امر کړی ؤ. قاضی صاحب د مافیایي کړیو د اخطارونو سره سره بیا هم په پوره میړانه او صداقت د طورخم او ننګرهار د ګمرکونو په اړه یو راپور بشپړ کړ او ولسمشر ته یي دیرش میاشتې مخکې واستوله چې په دغه ګمرکونو کې کوم اشخاص او په کومو طریقو فساد کوي . خو دا چې یاده دوسيه تر ولسمشره ورسیده او کنه لا روښانه نده.
مافیایی کړیو چې د دغه دوسیي څخه خبر شول نو په کوم طریق یي د هیواد د قاضي القضات چې د ولسمشر پرې ډیر باوردی د قاضي صاحب عبدالکریم عنایت له ننګرهاره د ګوښه کولو کوشش پيل کړ. د هیواد قاضي القضات قاضي صاحب عبدالکريم عنایت ته وایي چې د ولسمشر په وینا ته له دندې ګوښه شوې بغیر له دې چې د ولسمشر کوم فرمان ورته وښايي.
قاضي عبدالکریم عنایت بي ګناه د فسادګرو په اړه د افشاګرۍ او د ولسمشر د فرمان څخه د ننګې کولو پخاطر د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ ته استول کیږي.
د هغه دوسیي وروسته چې قاضي صاحب عبدالکريم عنایت جوړه کړیوه نه کوم هیئت د ننګرهار د ګمرک د فساد څیړلو لپاره راغلې ده او نه هم پر هاغه دوسيه کوم تصمیم ونیول شو.
اوس خبر دا دی چې د ننګرهار د ګمرک د فساد په اړه کومه دوسيه د ولسمشر تر میزه رسیدلې ده. که دا هماغه د قاضي صاحب عبدالکریم عنایت دوسيه وي خو ولسمشر ته زبردست پر حقایقو ولاړ بې پرې او کره معلومات رسیدلي که هغه دوسيه نه وې نو ولسمشر او د هغه له محترم ټیم څخه هیله کوو چې د قاضي صاحب عبدالکریم عنایت سره په تماس کې شي او کره اسناد او شواهد تر لاسه کړي او همدارنګه د ولشمسر په نوم په قاضی صاحب د شوي ظلم پوښتنه هم وکړي.
کنه نور مونږ دې د فساد سره د مبارزې په دروغجنو وعدو نه تیر باسی.
هو د ننګرهار اکثر خلک چې قاضي صاحب پیژني د هغه ایمانداري، او صداقت ورته معلوم دی
ومن الله التوفیق