
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۱۷مه) د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیران نن په بروکسل کې راټولېږي او ویل شوي، چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره د ناټو د ملاتړ د زیاتولو پر لارو چارو به خبرې وکړي.
د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې یوه ورځ مخکې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، چې د ناټو تر مشرۍ لاندې به افغانستان ته درې زره اضافي سرتېري واستول شي، څو د افغان ځواکونو په ځانګړې توګه د ځانګړو افغان ځواکونو لپاره د روزنې، سلامشورې او ملاتړ هڅې پیاوړې کړي.
بل خوا له دې غونډې مخکې په ناټو کې د امریکا سفیر پرون په بروکسل کې د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول مهم بللی دی او ویلي یې دي، چې له اسلام اباد به وغواړي چې د افغانستان په ثبات کې مثبت رول ولوبوي.
تمه ده، چې په دې غونډه کې به پر هغو لارو چارو بحثونه وکړل شي، چې له مخې یې وکولای شي په افغانستان کې د افغان اردو او پولیسو ملاتړ پیاوړی شي